په پښتو متلونو کې عددونه اوشمېر

لطیف یاد

210

متلونه دهرې ټولنې دولسې ادبیاتویوه مهمه برخه ده .ددغو متلونوتر شا اوږدې کیسې پرتې دي .متلونه دخلکو دتجربو پر بنسټ هغه نصیحتونه دي چې په لنډه توګه بیا ن شوي دي اوپه لنډو جملو کې لویې خبرې پکې رانغاړل شوي دي .
دپښتو دولسي ادب لمنه هم دمتلونو نه ډکه ده او که رښتیا ووایم زما دڅیړنو پر بنسټ دومره متلونه چې دپښتو په ولسي ادب کې شته دډیروټولنو په ولسي ادبیاتو کې نشته .زموږ په ټولنه کې دغه متلونه دلوستو او نا لو ستو خلکو ترمینځ هره ورځ په ورځنیو خبرو اترو کې کارول کیږي .زه دلته تاسو ته یوازې دڅو هغوپښتو متلونو بیلګې راوړم چې شمېر او عددونه پکې راغلي دي دبیلګې په توګه : ( پوره ورک دې کړل دوه کوره )
ـ اوبه چي تر سر واوړي څه يوه نيزه څه دوه نیزې
ـ اوربشي که سل منه دروپۍ شي ، دخره پکې يوه لپه ده
په والله که به یې پرې شل کړې
ـ پر خره يوه لپه اوربشي ډيري دي .
– به یوه ګل نه پسرلی کیږي
– پر يوه باندي چي دوه شي ، ړنا ورځ ورباندې شپه شي
– دلاس پنځه ګوتې سره برابرې نه دي
ـ پنځه ګوتې په خوله نه ننوزي
– پور چې تر سلو تېر شو ، وچه ډودۍ مه خوره
– پوره ورک دې کړل دوه کوره
ـ په پردي کور کې سل مېلمانه هيڅ نه دي
ـ په جنګ کې يو ګام د سلو کالو لاره ده
ـ په سلو وهلی ښه دی ، نه په يوه پړ
-په يوه استنجاء لمونځ نه کيږي
په يوه څپېړه سل مخونه خوږيږي –
ـ په يوه زين کې دوه کسه نه ځائيږي
ـ په يوه لاس کې دوه هندواڼې نه اخیستلې کیږي
ـ په يوه موزه کي دوې پښې نه ځائيږي
– په یوې تیکې کې دوه تورې نه ځائیږي
– چي د ړندو پر کوڅه راشې ، پر يوه سترګه لاس ايږده
– په یوه هیواد کې دوه پاچاهان نه ځائیږي
– چي شل ګله ورکړې، درې ګله ورنه کړې ، ګل به یې نه کړې
ـ چونګښه له ماره سره تله ، پۀ منځ کې دوه ځايه شوه
– سل ټکه دزرګر یوټک دآهنګر
-ـ دډير وامساء ديو ه ګيډۍ.
– ددوو به كوروي ددريم ګړي به مخ توروي
– د سلوكالوموړپه سلوكالوكې نه خواريږي
– دسلوكالووږي په سلوكالوكې هم نه مړيږي
– دسلوبللوځاى شته ،خوديوه نابللي نه
– ـ دسورنه چي يوپف دى
ـ دپنځه جريبه ځمكې نه يو مريد ښه دى
ـ دسلوشاباسیونه يوه روپۍ ښه ده
ديوه لاسه ټک نه خيژي .
ـ دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي زيان يې د بوټو کاڼو دی
ـ دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي ،زور يې د وښو پرخوا وي
ـ د سپو کور پر کور بدي وي، خوار غريب ته يو وي
دسپیوپه خپلو منځو کې جګړه ده ، خو مساپروته یې یوه ده
ـ ړوند له خدايه څۀ غواړي ، دوه سترګې
– یو بام دوه هواوې
سل دي ومره ، يو دي مه مره-
– سل دې ومره ، خو دسلو سردې مه مره
– چي يوه دانه خاوري شي، سل پيدا شي
– لمر په دوه گوتو نه پټېږي
– د دو رویپو شادي(بیزو) وه د لسو روپيو زنځيریې وشلاوه
-که سل کلونه ژوندی یې ، اخر دګوربند یوا ن یې
-سل روپۍ پور کړه،خو د ژمي شپه په کور کړه
– دځوانۍ يوه نيشه وي هسې نه چې هميشه وي
– کوڼ دوه ځلې خاندى
– تر سل ځله او ريدلي ، يوه پلا ليدلي ښه دي
روژه مو غر اوبر کړه شل او نهه شپې لاپاتې دي
ـ سل سرونه خیشتوي ، يو سر خريي
– سل سرونه خیشتوې ، يو هم خريلی نه شي
– سل يې غواړي ، يو يې وړي
-ړوند له خدایه څه غواړي ، دوه سترګې
– يوه خبره حقيقت ، سل کاله عبادت
– دړندو په ښارکې دیوې سترګې خاوند پاچا دی
-يو يې ګټي سل يې څټي.
-نولس به دې شل نه شي
-سل روپۍ پور کړه زوی په ښار لوی کړه.
-ىوه دړه اور نه کوي او دوه بنې کور نه کوي
-سل په لالي پوردي دایوه پې دبنګړو
-بټ خېله پۀ یوۀ هندو نۀ ورانیږي
د دوو مېرمنو خاوند به تل خوار اوزار وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.