ننګرهار کې سږکال د شولو(غټو وريجو) په حاصلاتو کې کموالی راغلی

221

ننګرهار کې سږکال د شولو(غټو وريجو) په حاصلاتو کې کموالی راغلی

په داسې حال کې چې د تېر کال په پرتله د ننګرهار په ډيرو ولسواليو کې شولې کرل شوې وې” خو هغسې چې تمه وه، حاصل ترې نه دي ترلاسه شوي.

تېر کال د ننګرهار په يولسو (۱۱) ولسواليو کې شولې کرل شوې وې، چې بزګران يې له حاصل څخه خوښ و، خو سږ کال بيا په(۱۴)ولسوالیو کې کښت شوی وو، چې اوس یې بزګران په حاصلاتو کې د کموالي خبره کوي.

هغوۍ د کم حاصل علت وچکالي، د اوبو نشت او د اصلاح شویو تخمونو نه ورکړه بولي.

بزګر یعقوب خان زیاتوي

«سږکال د اوبو نشتوالي ټول فصلونه خرابه کړل د شولو خو بيخي که درته ووايم سږ کال خو بيخی خوند نه وه کله به داسې وخت راغی چې پنځلس،شپاړس ورځې به بيخي به اوبه نه وې نو هغې کې ډېر فصلونه وسوځېدل. اوس هم کله اوبه وي کله نه وي سربند هم خراب دی زمونږ که سربند جوړ شي يو څه به وشي، سږنی کال خو بيخي خراب و».

د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی سید کریم چې په اجاره ځمکه کري، له مسولو چارواکو ګيله مند په دې دی، چې اصلاح شوي تخمونه ورته په وخت ندي ورکړل شوي.

دی وایي که اصلاح شوي تخمونه له بازاره پيرې، د اخيستو توان یې نه لري.نوموړی زیاتوي

«تخمونه پخوا به دولت مونږ ته راکول ښه فصلونه کېدل مګر اوس تخمونه بازار کې ګران دي وسه مو نه کېږي که بازار کې واخلو نو نيم فصل زمونږ هغې کې ځي او حکومت مونږ ته تخمونه اوسرې نه راکوي ټول له ستونزو سره مخ يو، زه له حکومت څخه دا غوښتنه کوم چې مونږ سره کومک وکړي سرې او تخمونه دې په وخت راکړي.»

بل خوا بیا د ننګرهار د کرنې اوبو لږولو او مالدارۍ رياست وياند اجمل سبحاني وایي؛سږکال ننګرهار کې پر( ۳.۹۵۴۹ ) هکتاره ځمکه باندې شولې کرل شوې وې، چې د اټکل له مخې (۳۰۷۴۸) ټنه حاصلات ترې لاسته راغلي.

 وایي؛چې د دوی لخوا بزګرانو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شوی وو، د دوی په خبره که څه هم د شولو کرکيلې ساحه د تېر کال په پرتله ډېره شوې، خو حاصل یې د تمې موافق نه وو.سبحاني زیاتوي

« د ننګرهار د کرنې رياست د ترويجي کارکوونکو لخوا په څوارلسو ولسواليو کې دوه زره درې سوه پنځه اويا تنو بزګرانو ته د شولو د کښت، قطاري کرنې د امراضو، افاتو د عرضه وښو د کنټرول او حاصل ټولولو په برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.»

ننګرهار کې په داسې مهال د شولو په حاصلاتو کې د کموالي خبر ورکول کیږي، چې اوس مهال ننګرهار کې د شولو حاصلات راټول او په پخولو یې شروع شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.