طا-لبا ن بايد د دیپلوماتيکو اړيکو له پاره اصلاحات راولي

155
21 ساعتونه مخکې

چين ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشپړو دیپلوماتيکو اړيکو په موخه سياسي اصلاحاتو، امنيت ته ودې ورکولو او له ګاونډيانو سره اړيکو رغولو ته اړتيا لري.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ وينبن، چې کله وپوښتل شول چې آيا چين به اوس د طالبانو حکومت په رسميت وپيژني؟ وويل: «چين تل په دې باور لرلی دی چې افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې څخه جلا نه شي.»

چين په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه پيژني، خو دواړو هېوادونو سفیران سره تبادله کړي دي او ديپلوماتيکي تعامل لري.

وانګ وينین وويل: «موږ هيله لرو چې افغانستان به د نړيوالي ټولني توقعات لا ډېر په پام کې ونيسي او يو پرانيستی او ټولشموله سياسي جوړښت به رامنځته او معتدلې او باثباته کورنۍ او بهرنۍ تګلارې به عملي کړي.»

وانګ وويل چې چين په کابل کې له حکومت څخه غوښتي دي چې «له هر ډول ترهګریزو ځواکونو سره قاطعانه چلند وکړي او په لومړي فرصت کې په نړيواله ټولنه کې ادغام شي.»

نوموړي وويل: «کله چې د ټولو اړخونو اندېښنو ته په جدي توګه پاملرنه وشوه، نو د افغان حکومت په رسميت پيژندنه به طبعاً رامنځته شي.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان واک ته ورسېدل، خو حکومت یې تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسميت نه دی پيژندلی.

خو په کابل کې د طالبانو ادارې سره له دې هم له چين سره اړیکې درلودلې.

د افغانستان دې واکمنانانو ژمنه کړې ده چې هيواد به یې د وسله والو د پټنځای په توګه ونه کاريږي. چين د دې په بدل کې د افغانستان اقتصادي ملاتړ او د بيارغونې په برخه کې پانګونه کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت سږ کال د افغانستان په تړاو د خپل دريځ د روښانه کولو په موخه په جاري کړل شوي سند کې ویلي دي چې «[چين] د افغانانو له خوا په خپلواکه توګه انتخابونو ته درناوی لري او د هغوی مذهبي عقايدو او ملي دودونو ته احترام لري.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.