راپور: طالبان د هلکانو ښووني ته هم جدي زيان رسوي

355
3 ساعتونه مخکې

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې د مسلکي ښوونکو کمښت، په نصاب کې بدلون او زده کوونکو ته د جسمي مجازاتو له امله د هلکانو ښوونځي ناکامه دي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې واک ته تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولو سربېره د افغانستان په ښوونیز نظام کې ډېر بدلونونه راوستل.

د هلکانو پر زده کړو د طالبانو د اغېزو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان په ۱۹ مخیز راپور کې راغلي دي چې د طالبانو تعلیمي تګلارو نه یوازې ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې کړي، بلکې د هلکانو تعلیم ته یې هم زیان اړولی دی.

د دغه راپور د چمتو کولو له پاره د بشري حقونو د څار ادارې د کابل، بلخ، هرات، فراه، پروان، بامیان، ننګرهار او دایکندي په ولایتونو کې له اتم څخه تر دولسم ټولګي پورې له ۲۲ زده کوونکو او د هغوی له والدینو سره مرکې کړې دي. دا مرکې د ۲۰۲۲م د جون او اګست مياشتو او ۲۰۲۳م کال د مارچ او اپریل مياشتو ترمنځ شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو څانګې مرستیاله څېړونکې سحر فطرت چې دغه راپور یې چمتو کړی دی، ویلي: «طالبان د افغانستان د هلکانو او نجونو ښوونیز سیستم ته نه جبران کیدونکی زیان رسوي. د هيواد ټول ښوونیز نظام ته په زیان رسولو سره، دوی د باکیفیته زده کړو څخه د محروم نسل د ورکېدو خطر رامنځته کوي.«

د ښځینه ښوونکو کمښت او د ملایانو پراخې دندې

په سپتمبر میاشت کې طالبانو په ډېرو کاري ځایونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او دې بندیز د هلکانو په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو د دندو د دوام مخه ونیوله.

په راپور کې راغلي دي چې د هلکانو په ښوونځیو کې د ښځو پر کار کولو بندیز د مسلکي ښوونکو د کمښت او په دې ښوونځیو کې د تدریس د ګډوډۍ لامل شوی دی.

راپور د دولسم ټولګي د یو زده کوونکي له خولې ویلي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې ۱۶ ښځینه ښوونکو په لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو کې تدریس کاوه او دا ښوونکي په هغو څانګو کې مسلکي وې چې دوی یې تدریس کاوه.

دغه زده کوونکي ویلي: «موږ اوس د دغو ښوونکو له نه شتون څخه رنځ وړو، موږ څلور نارينه ښوونکي درلودل چې له هيواده وتلي دي. اوس هغه ښوونکي زموږ په ټولګي کې درس ورکوي چې مخکې به یې څلورم او پنځم ټولګي ته درس ورکاوه.«

د کابل ښار د یوې لویې لېسې د دوولسم ټولګي یو زده کوونکي د بشري حقونو د څار ادارې ته ویلي، چې د لسم، یوولسم او دولسم ټولګي ۹۰ سلنه ښوونکي ښځې وې او د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې پر ځای نارینه ښوونکي وګمارل شول.

د دغه زده کوونکي په وينا، دغه څلور نوي ګومارل شوي استادان د اصلي مضمونونو د تدريس پر ځاى تل د دين، د اسلام د پيغمبر د ژوند او پر امريکا او لوېديځ د طالبانو د بريا په اړه خبرې کوي.

د پوهنې وزارت یوه پخواني کارکوونکي چې اوس د پوهنې په برخه کې له مرستندویه موسسو سره کار کوي، دویچه ویله ته وویل، طالبانو د دیني عالمانو له پاره زرګونه خالي بستونه اعلان کړي دي او په ښوونځیو کې یې د ښوونکو پر ځای په دندو ګوماري.

د هغه په وينا، په کابل او ولايتونو کې د ښوونځيو او يادو ښوونيزو مرکزونو٥٠ سلنه ښوونکي ملايان دي او په نويو علومو هېڅ نه پوهېږي. ښوونځي او د پیاوړتیا مرکزونه د مرستندویه ادارو لخوا تمویل کیږي.

هغه وويل: «که همداسې دوام وکړي، په راتلونکي کې به يوازې ملايان ولرو او په نږدې راتلونکي کې به په نورو برخو کې د متخصصو کارکوونکو، ښوونکو، ډاکټرانو، انجنيرانو او متخصصينو له کمښت سره مخ شو.»

د زده کوونکو جسمي سزا

زده کوونکو او د هغوی کورنیو د بشري حقونو د څار ادارې ته ویلي دي له هغه وخت راهيسي چې طالبان واک ته رسېدلي دي، په ښوونځیو کې د زده کوونکو فزیکي سزا او وهل ټکول زیات شوي دي. البته، دا ډول سزاګانې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې موجودې وې.

په راپور کې ویل شوي دي چې استادان د زده کوونکو سپکاوی کوي او وهل ټکول ورکوي.

د دغه راپور له مخې، د طالبانو د امربل معروف کارکوونکي کله ناکله د رسمي برنامې او کله هم له خبرتیا پرته د رسمي درسي ساعتونو پر مهال ټولګیو ته ننوځي.

په دې راپور کې، د فزیکي مجازاتو په اړه د زده کونکو تجربې هم منعکس شوي. د نورو شیانو په منځ کې یو زده کوونکي دې سازمان ته ویلي: «یو سهار د زده کونکو د لیکې مخې ته چې ټول هلته وو، زه ووهل شوم، سپکاوی او توهین راته وشو، یو د تلیفون درلودلو له امله او بل زما د ویښتو سټایل له امله. دوی زما ویښتان د نورو زده کوونکو پر وړاندې پرې کړل او ویې ویل چې دا یو لویدیځ سټایل دی. وروسته يې زه تر پښو لاندې کړم.»

په کابل کې يو ښوونکی، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د بشري حقونو د څار ادارې موندنې تائيد کړې او دويچه ويله ته يې وويل چې د امر بالمعروف وزارت د کارکوونکو له خوا ځورونو زده کوونکي ستړي کړي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې ماشومانو ته د جسمي سزا ورکول د دوی له بشري حقونو سرغړونه ده او ماشومانو ته سزا ورکول نه یوازې دوی ته رواني زیان رسوي، بلکې د هغوی د ودې او زده کړې په برخه کې د خنډ لامل کېږي.

په نصاب کې “ضررناک” بدلونونه

په راپور کې راغلي دي چې طالبانو د نجونو او هلکانو په لومړنيو ښوونځيو کې درسي مضمونونه بدل کړي او يا يې هم د بدلولو هڅه کوي.

د دغه راپور له مخې، په ځینو مواردو کې د هنر، سپورت او مدني زده کړو موضوعات د قرآن کریم او دیني موضوعاتو اضافي ساعتونه ځای پر ځای شوي دي.

په دې راپور کې، یو زده کونکي ویلي: «زه د ښوونځي او محلي جومات ترمنځ په توپیر نه پوهیږم. موږ د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ یو چې موږ ته اساسي مضامین لکه ریاضي، کمپیوټر ساینس او کیمیا درس راکوي.«

دویچه ویله په کابل، بلخ او غزني ولایتونو کې له دریو ښوونکو او دوو زده کوونکو سره خبرې کړي دي چې د ښوونځیو د وضعیت په اړه نور معلومات ترلاسه کړي. دغو ټولو، چې نه يې غوښتل د امنيتي دلايلو له مخې په راپور کې نومونه واخيستل شي، د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې څرګند شوى حالت تائيد کړ.

دغه ښوونکي وويل، چې په ښوونځي کې يې نږدې هره ورځ د رسمي درسي ساعتونو ترڅنګ د ديني زده کړو ټولګي جوړېږي او ټول زده کوونکي اړ دي چې په دې اضافي ساعتونو کې برخه واخلي.

دوو نورو ښوونکو هم دا خبره تائيد کړه او يو تن يې وويل چې طالبانو د ښوونځيو له ټولو ښوونکو څخه ديني ازموينه واخيسته او هغه کسان چې بريالي نه شول، له دندې لرې او پر ځاى يې ملايان مقرر کړل.

دغه ښوونکي وويل: «په ښوونځيو کې زياتره ساینسي مضامین ښوونکي نه لري. ښوونکو یا دنده پريښي او یا هم دوی له دندو لرې کړي. مخکې مو د لېسې ۱۲ ټولګي درلودل، اوس یو هم نه دی بشپړ، ټولو ښوونځی پریښی.«

رواني پایلې: د راتلونکي په اړه اندېښنه او خفګان

په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ او پراخې بې وزلۍ د زده کوونکو پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.

د نورو ستونزو تر څنګ له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د کورنیو کډه کېدل او یا هم د کورنیو خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی دی چې زده کوونکي د راتلونکي په اړه ناهیلي شي او ښوونځیو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د کابل ولایت یوه زده کوونکی چې ښوونځی یې پرېښی، دویچه ویله ته وویل: «موږ په خپلو سترګو وینو چې زیاتره لوستي خلک بې کاره دي. ولې موږ باید خپل وخت ضایع کړو کله چې مطالعه بې ګټې وي؟ له همدې امله مې ښوونځی پریښود او پلان لرم چې ایران ته لاړ شم او کار وکړم.»

د ښوونځي یوه ښوونکي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لېسې د زده کوونکو په منځ کې د راتلونکي په اړه نا هیلي ډېره شوې ده. هغه وويل، چې پخوا به په هغه ټولګي کې تر ٤٠ زيات زده کوونکي وو، چې ده به یې درس ورکاوه، خو اوس دا شمېر ١٦ ته راټيټ شوى دى.

دغه ښوونکي وویل: «ځوانان مایوسه دي، د مطالعې له پاره هیڅ انګیزه نه لري. زده کوونکي وايي هغوی چې درسونه یې ویلي هم دی، بې کاره دي نو ولې موږ درس ووایو.»

هغه زياته کړه، چې له ښوونځيو څخه د فارغو زده کوونکو يوازې يوه برخه د کانکور په ازموينه کې ګډون ته لېواله ده، ځکه ډېر ځوانان هڅه کوي چې د ښه ژوند له پاره د کډوالۍ لاره غوره کړي.

د طالبانو پر حساب ورکولو ټینګار

د بشري حقونو د څار ډلې له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر کار بندیز دې پای ته ورسوي، نصاب دې نه بدلوي او د زده کوونکو د جسمي مجازاتو مخه دې ونیسي.

دغه سازمان له مرسته کوونکو هېوادونو هم غوښتي، چې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په برخه کې پر طالبانو فشار راوړي او همدارنګه د بورسونو په تخصیص سره د افغان نجونو له پاره په بهر کې د زده کړو او روزنې زمینه برابره کړي.

د بشري حقونو د څار ادارې له ملګرو ملتونو او یوناما څخه هم غوښتي دي چې د افغانستان تعلیمي نصاب وڅاري او د نجونو او هلکانو له پاره د مساوي زده کړو زمینه برابره کړي.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي دي چې د افغان ماشومانو د تعلیم حق ته په پام سره په دغه هېواد کې د پوهنې بهیر له نږدې وڅاري.

دویچه ویله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.