د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۱۱

آصف بهاند

202

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۳۰مه برخه

د گاونډیانو ظلم دا دی

د مهاجر پرسر میچنې گرځوینه

 

ظالمه داسې خو څوک نه کړي

چې دې شړلي، خوړ کې شپې سبا کوینه

 

د غره لمن کې رڼا ښکاري

بې‌کور کډوال دی، هلته شپې سبا کوینه

 

سترگې ړندې، پښې مو شه شلې

چې مو کډوال په نیمو شپو شړلي دینه

د افغانستان و مهاجرو په باب د گاونډیانو د نویو تصمیمونو له مخې لیدل کېـږي چې حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او دوی د ټولو نړیوالو منل شوو نورمونو پرخلاف یو خوا مهاجر افغانان پرته له خوښې بېرته خپل هېواد ته شړلي او له بلې خوا د کوربه هېوادونو پولیس، مسلح افراد، ملیشه، سپاه‌پاسدران او حتی د دوی استخبارات له مهاجرو سره ناوړه چلن کوي داسې چې له انساني کرامت نه لرې پېښې هم په‌کې لیدل شوې دي.

له دې سربېره څوځلې د خبرداري په ډول ویل شوي دي چې: له پاکستان او ایران څخه شړل کېدونکي مهاجر په خپل وطن کې د اوسېدو له‌پاره کورونه او نور امکانات نه لري، خو ایراني او پاکستاني مقامات هېڅ ډول خبرو ته غوږ نه‌ږدي او له یو بل سره په همغږئ کې یې د افغانانو د بېرته ستنولو مسابقه پیل کړې ده.

د بي‌بي‌سي په یوه تازه انلاین کړي رپوټ کې دې موضوع ته داسې اشاره شوې ده:

«د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی، چې هغه ډېری افغانان چې په دا وروستیو کې له پاکستانه ایستل شوي، مېشت ځایونه نه لري او د ژمي په اوږدو کې به د خوړو موندلو لپاره له ستونزو سره مخامخ شي.

هسیاو وي لي چې د خوړو نړیوال پروګرام کې د خوراک څانګې مشر دی او دا وروستیو کې یې ډېورنډ کرښې ته نژدې سفر کړی وايي، هلته ستړې او وږې کورنۍ رسېدلې دي. دی وايي، دا خلک اړ شوي په داسې وخت کې افغانستان ته سفر وکړي، چې د کال تر ټولو ناوړه موسم بلل کېږي.

په ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، تر راتلونکې یوې میاشتې به ټول هغه افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په داسې حال کې چې د کډالو اړوندو او نورو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګټي د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

پاکستان وايي د ناقانونه کډوالو بهیر بشپړېدو وروسته به هغه کډوال هم ستنېږي چې دغه هېواد کې د کډوالو په توګه راجسټر شوي دي. په همدې اړه د انډیپنډنټ اردو څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګتي وویل افغانستان کې امن دی او ټول افغان کډوال باید بېرته ستانه شي.

نوموړي وويل، “هغه کسان چې د نا امنۍ له امله د بشري اړتیاوو له مخې دلته راغلي – په دې اړه موږ د ملګرو ملتونو له کډوالو ادراې سره یو تړون هم لرو،- دوی دې بېرته ولاړ شي ځکه هلته اوس امن دی. پاکستان د پاکستانیانو لپاره دی. “…»

پاکستاني او ایراني مقامات وايي چې د دوی هېوادونه د دوی د اطباعو له‌پاره دي، نه د افغانانو له‌پاره. دوی اوس پر دې خبره پوه شول چې افغانان تر ډېرو قربانیو وروسته په دې په شوي چې د نورو له‌پاره نیابتي جگړه نه کوي او خپله وینه نه تویوي، د همدې دلیل له مخې یې نور افغان مهاجر نه دي په کار.

دا چې گاونډیان زموږ له مجبورو هېوادوالو سره څه کوي، دا هرڅه د تاریخ په پاڼو کې ثبتېـږي، دا ستونزې به هم زموږ هېودوال وزغمي. زه فکر کوم چې په ایران او پاکستان کې ټول میشت کډوال که بېرته وطن ته راستانه شي ښه به وي چې موږ د دواړو هېوادونو له دایمي بار او پېغور نه راخلاص شو او د افغانستان ترتیـږې لاندې لاس به راازاد کړای شي.

په لاندې لڼدیو کې د همدې روانو ستونزو بیان، زموږ مجبورو هېوادوالو داسې کړی دی:

ښه ده چې تا لرمه خدایه

زړه ته نېـږدې خلکو یوازې پرېښودمه

 هرڅه یې ړنگ کور یې تباه شه

چې یې راورانې کړې کوډلې او کورونه

 بل څه خو زموږ له لاسه نه شي

درد رسېدلي په ژړا ښېرې کوینه

 هرخوا ته ظلم تباهي ده

دوی دې تباه شي، څوک چې موږ تباه کوینه

اوس چې هرڅه کوي، کوي دې

زموږ لاس تش دی، خدای یې حتماً غرقوینه

 له چنگیزي ظلم نه بد دی

مهاجر گیر کړي په تش لاس یې راشړینه

 د گاونډیانو ظلم دا دی

د مهاجر پرسر میچنې گرځوینه

 په توره شپه یې کور راوران کړ

په سپین سهار یې وې چې کړه حرکتونه

 ظالمه داسې خو څوک نه کړي

چې دې شړلي، خوړ کې شپې سبا کوینه

 سل‌زر کورونه یې ورړنگ کړل

کډوال مجبور دي د وطن پرلوري ځینه

 د پاکستان ظلم چې گوري

لار ورنه ورکه د وطن ارمان کوینه

 د غره لمن کې رڼا ښکاري

بې‌کور کډوال دی، هلته شپې سبا کوینه

 پام چې زارۍ ورته ونکړې

هغوی پیسې غواړي زارۍ ته نه گورینه

 په سترگو ړوند دې ایرانی شي

زموږ ځوانان په اور اوبو کې قتلوینه

 پر افغانانو څه تېرېـږي

نړۍ یې گوري، غږ نه‌باسي، غلي دینه

 زموږ سلام دې وي پرهغو

چې په سرحد کې له کډوال مرسته کوینه

 هرچېرې لاړ شو کورگی جوړ کړو

ظالم خندا کړي، بولدوزر یې ورانوینه

 ځوانان ایران ته کار ته لاړ شي

یا عملي شي، یا یې اور کې سوځوینه

 د اخوند هر بچی ظالم دی

افغان کډوال مو په اوبو کې غرقوینه

 سترگې ړندې، پښې مو شه شلې

چې مو کډوال په نیمو شپو شړلي دینه

 په مهاجر به څه تېرېـږي

کور یې شو ړنگ او ملیشه یې لوټوینه

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.