د دوحې فارمټ غونډه؛ پر څه خبرې کېږي؟

371
19 ساعتونه مخکې

د دوحې فارمټ ناسته چې د قطر او اندونیزیا هيوادونو په نوښت جوړه شوې، په نړۍ کې پر نورو ګڼو بشري موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو هم خبرې کېږي.

د دوحې فارمټ غونډه چې دوې ورځې به دوام وکړي، تیره ورځ د قطر امیر شیخ تمیم ال ثاني له خوا پرانېستل شوه او د اسرائیل او حماس، روسیې او اوکراین او یمن کې پر جګړې سربېره په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر حقونو او ښوونځیو ته د نه اجازې پر موضوعاتو بحثونه وشول.

دا غونډه چې مشري یې په دوحه کې «د کړکېچ او بشري څېړنو مرکز» کوي، وایي د دې ناستې هدف په نړۍ کې د خبرو له لارې د جګړو درول، کډوالي، انساني کړاو او د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند ته د پای ټکی اېښودل دي.

په دغه غونډه کې افغانستان او د افغان ښځو وضعیت د نړۍ په کچه ناوړه او د تشویش وړ ګڼل شوی دی.

په دغه ناسته کې د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو له پاره د امریکا ځانکړې استازې رینا امیري هم ګډونوال دي چې د افغانستان پر روان وضعیت او د ښځو په تړاو د طالبانو پر بندیزونو به خبرې وکړي.

د غونډي په لومړۍ ورځ رینا امیري په خپلو خبرو کې له زده کړو او کاره د افغان نجونو او ښځو د محرومولو په برخه کې د طالبانو پر پرېکړو نیوکه کړې ده.

مېرمن امیري ویلي دي چې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل به د طالبانو د رسمیت پېژندنې لار اسانه نه کړي

نوموړې ویلي: « موږ د عادي سازي اصطلاح کاروو نه د رسمیت پېژندنې دا یواځې یو ساده چک نه دی چې د نجونو د زده کړو اجازه ورکړئ او تاسو به په رسمیت وپېژندل شئ. دا یوه پروسه ده چې موږ له باقي نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ مخته ځو او د طالبانو له پاره ډېر څه کول په کار دي چې دا ډول عادي سازي ترلاسه کړي.»

د کړکېچ او بشري څېړنو مرکز وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو د لګېدلو بندیزونو او ورته د حل لارو موندلو په پار به یو شمېر نړیوال کارپوهان او د ځینو حکومتونو استازي غونډي ته ویناوې وکړي.

په دې غونډه کې یوه ګډونواله د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پوهنې وزیره رنګینه حمیدي ده.

مېرمن حمیدي پر امریکا او متحدینو یې نیوکه کړې چې دوه کاله مخکې یې همدلته په دوحه کې د پټو دروازو تر شا له طالبانو سره خبرې کولې او په نتیجه کې یې نن افغان ښځې له خپلو بشري حقونو بې برخې دي.

نوموړې همدا راز ویلي دي:

«باید د بشري حقونو فعالین افغانستان ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره له نږدې خبرې وکړي»

د دوحې فارمټ غونډي سره هممهاله ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو د حقونو په اړه نن په یوه غونډه کې وغږېږي، خو طالبان دا ډول غونډي بې اغېزې ګڼي او په خبره یې چې کومه نتیجه به ور نه کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.