د وحدت الوجود دقیق تعبیر/بابېز سوءتفاهمونه

تاج ولي وحدتیار

254

د وحدت الوجود/وحدت‌وجود معضله دومره مغلقه نه ده، څومره چې نااهل سلوکو او د شرعې پلوو سخته کړې. له تېره تر اوسه ډېرو دا مفهوم د الفاظو په ګڼوڼ، سرسري برداښتونو او د مادي(تار کې غوټه، حباب د بحر برخه) تمثالونو په څو بېلګو کې سره رد بدل کړی او د تکفیر او تکبیر تر حده پکې رسېدلي او بعضو بیا له دې پدیدې سره زښت عقده‌یي برخورد کړی. په عقده کې د یوې پدیدې حق او ریښتینوالې ته نه شو رسېدای او نه هم په تحقیق او تنقید کې بعض و حب ته ځای شته. زموږ په روایتي تصوف پوهنه کې له وحدت الوجود ورهاخوا د وحدت الشهود په نامه یو شی هم لوستل کیږي. وحدت شهود تصوف نه، د شريعت دویم آپشن دی. تصوف همدا وحدت وجود/وحدت الوجود دی، چې په ټولو اديانو کې شته او له لږوډېر تاثر پرته هر دین په خپل ذات کې درلود. وحدت شهود ساختګي نظريه ده چې پېړۍ دوه، درې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې د اهل طریقت او شریعت والو ترمنځ ناندارۍ له چتې ووتې. ددې نظریې په رامنځته کولو کې الف ثاني، تهانوي، مولانا عبدالعزیز( غالبا همدوی) لاس درلود.

مانا تصوف دوه څانګیزه کول او په وجود او شهود یې وېشل، نه منونکې چاره ده. تصوف صرف وحدت الوجود(وحدت الوجود د عرفاني نړۍلید یوازینۍ کړۍ ده.) دی. په وحدت الشهود کې د تصوف هېڅ څرک او چاشني نه لیدل کیږي. بل دا چې وحدت الوجود په طبیعي توګه په هر دین کې تېغ وهلی، راټوکېدلی او کاملا طبیعي وده یې کړې. دا پدیده بیا په یوه شخص پورې غوټه کول هم ناسم نه دي او خپله ابن عربي د وحدت الوجود لفظ هېڅ نه دی کارولی نو دلته پر دې بدیهي خبره هم شک کیږي چې ابن عربي ددې د پدیدې باني دی.

د پورته پراګراف په استناد د مرحوم کاکاخېل دا خوله په خوله شوې(څومره چې اسلام زوړ دی، هومره تصوف هم زوړ دی.) خبره هم چندان د قوت نه برېښي. د ابن عربي خبره چې ټول ادیان له یوې چینې خړوبیږي او  بیا خو د تاریخ په اوږدو کې هر قوم د تصوف خپلې تګلارې او د خدای‌نمانځنې خاصې طریقې درلودې او دا ځکه چې د بشر په تاریخ کې انسان بې خدایه شوی نه دی. مانا تصوف د بشر له ژوندانه سره تړلې مسله ده. دلیل دا چې خدای پرستي د انسان تقاضا او د سرشت برخه ده. بودا به پر پاکۍ ټینګار کاوه، مسیحیت کې مېسټيسېزم د سري بودن او معناپوشۍ په مانا کارېده، برهمن له میلاده وړاندې پر نفس کشي او د لذایذو پر ترک تاکید کاوه، آریایان له میلاده زرګونه کلونه وړاندې خدا پرست ول، یونیانو له زېږدیزو کلو وړاندې د تصوف او خدای ته رسېدنې پر بېلابېلو طریقو ځان ازمېیه. مانا دا چې تصوف هېڅ دین له بله نه دی کاپي کړی، بلکې هر دین په خپل لمن او ظرف کې د خدای پېژندنې او خدای ته رسېدنې اسباب موندلي او هغه یې وسیله کړي. هو. له یو بل به اغېز ضرور وي. بیا هم واضح کوم چې تصوف په اسلام کې په هېڅ بڼه وارتي پدیده نه ده او نه هم وارداتي تفکر دی.

اهل سلوک د رازونو او سرونو پر نهافشا تاکید کوي او په ګومان یې چې که چا هم د خپل معشوق رازونه بربنډ کړي، بیا د منصور حلاج پر برخلیک اخته شوي. د غني خان خبره: منصور خو لېونی و د جانان اداب یې هېر کړل. حمزه بابا په همدې باب وایي: ساده اشنا رانه ضامن هم د وفا غواړي/ هم یې تاکید دی چې به راز د یارانې ساتمه او یا هم د مولانا دا بیت: عارفان که جام حق نوشیده اند/ رازها دانسته و پوشیده اند. او په ورپسې بیت کې له دې هم تېری کوي: مهر کردند و دهانش دوختند/ هر کرا اسرار کار آموختند.

ریښتیا هم چې دا مفهوم د الفاظو په ګرفت کې چندان نه راځي کتبي ژبه خو د ډېرو لږو مفاهیمو د انتقال او ښوولو پوتنشیل لري او د صوفیانو په قول چې ذوق این باده(تصوف) نميدانی، بخدا تا نچشی. دلته د مرحوم کاکاخېل خبره سمه پرېوځي چې وحدت الوجود فلسفه نه، مشاهده ده. درک او حسیږي، بیانیږي نه او دا ریښتیا هم د حال علم دی، نه د قال.

د اسلام مبین دین په سماوي ادیانو کې وروستی او د نړۍ د ادیانو په نوملړ کې د نوي او معاصر دین په توګه معرفي کیږي. بیا هم هماغه خبره کوم چې انسان چې پیدا شو، د خپل اصل په لټه کې شو، انسان فطرتا خداینمانځنې ته اړ دی او تصوف د بشر له ژوندانه سره غوټه رامنځته شوی. ویل کیږي چې د سماوي ادیانو تصوف تر شیث (ع) پورې رسیږي، خو یاده دې شي چې هر نبي خپل قوم ته عرفاني تعلیمات درلودل.

د وحدت الوجود دقیقه مانا دا ده چې له خدای تعالی پرته څه نه شته. له دې ماسیوا که هر څه وي او له څومره عظمت هم برخمن وي؛ بیا هم یو محدود موجود دی چې د زمان او مکان په ظرف کې به لوبیږي. مانا کثرت ممکن الوجود دي، پر استهلاک او فنا مجبور دي او زوال سره مخ کېدوونکي دي. د وحدت مطلق مفهوم همدا چې له خدای ج پرته څه نه شته. هغه ذات چې واجب الوجود دی، ازل، ابد، پیل او پای نه لري؛ له هغه څه سره د پرتلنې وړ نه دی چې په خپل ذات کې ډېر بسیط او د همدا په یوه کن زوشوی. د الرحمن سورت په ۲۶مه ایایه کې د [و کل من علیها فان ویبقا وجه ربک] عینا همدغه مانا راتداعي کوي. دونیا او مافیها په خپل ځان کې هېڅ دي او د دوی کثرت زموږ د وهم او تصور نتیجه ده.

د وحدت الوجود په روایتي تعریف کې ځینو حلول له دې پدیدې سره حل کړی. خو وحدت الوجود په هېڅ صورت حلول نه شي کېدای؛ بلکې وحدت الوجود  د خدای تعالی د وحدانیت بیخي لوړه پایه ده. شیخ شبستري وایي: حلول و اتحاد انجا محال است/ که در وحدت دویی عین ضلال است. بعضې بیا له وحدت الوجود او حلول ورهاخوا فنا هم د خپل فزیکي وجود ختمول او سرښندل بولي. نا، فنا مانا دا چې ته خپل مذموم اوصاف له خپله ځانه محوه کړې او محموده صفات په ځان کې وروزې. په فنا کې جسم نه، زړه فنا کیږي او له شیطاني لذایذو تصفیه کیږي. علي هجویري فنا ښه راپېژني: فنا د بشري اوصافو د ورکاوي په مانا نه ده، بلکې د ذلیله صفتونو د ورکاوي په مانا ده.

د وحدت الوجود همدغه ذکر شوی مفهوم په بېشمېره ایاتونو او حدیثونو کې جوتېدای او په زبات رسېدای شي. غالبا شیخ عبدالحق دهلوي وایي چې که زه وغواړم نو د قرانپاک په هر ایت کې د تصوف شتون ثابتولی شم.

موږ تر دې دمخه په یوه بحث کې جوته کړې وه چې روښانیانو او د دوی باني پیرروښان په ریښتیني مانا د وحدت الوجود پلیوني دي، چې خپله روښان او پیروانو یې په ګڼو شعرونو کې دې پدیدې ته انعکاس ورکړی. د دوی په مقابله کې سیدعلي ترمذي او دروېزه وال دي چې په هېڅ دلیل د اهل سلوکو په خوا نه ورګډیږي. حتی ویل کیږي چې اخونددرویزه پرخورۍ مړ کړ. دی به چې ډوډۍ ته کېناست، پرلپسې به یې خوړه، چې بیا یې لاس طالبانو ترې نیوه. وایه شي چې دی کوم خیرات ته تللی و چې د ډېرو خوړو له امله یې ساه وخته. مانا په تصوف کې پرخوري او د خېټې پالنه له مور سره تر زنا بدعمل دی.

حتی دوی د وحدت‌وجود پر آره مانا لا خبر نه وو. اخوند دروېزه لیکي: ((نن سبا ګمراه پیران(نغوته یې روښان ته ده.) پیدا شوي چې د خدای وجود او صورت ته قایل دي.نعوذبالله) له دې مالومیږي چې ده خوار د وجود له مانا څخه د فزیکي وجود مطلب اخیستی. دی(اخوند) وایي چې دا ګمراه پیران د خدای(ج) او مخلوق مثال په ګیاه کې د نم په څېر ګڼي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.