د علمي مقالې د ارزونې اهداف، اصول او لارې

یاسر پاچا سادات

206

هغه علمي ـ څېړنیزې مقالې چې په مجلو، اخبارونو او نورو مجموعو کې چاپ شوي دي، هغه هم تر نقد او ارزونې لاندې راتلای شي او هېڅ لیکنه (پرته له قران پاک او احادیثو څخه) له نقد او ارزونې څخه مستثناء نه ده.
د علمي مقالې ارزونه او کره کتنه، ګڼې موخې او اهداف لري، چې ځینې يې په دې ډول وړاندې کوم:
۱. د علمي مقالې د ارزونې لومړی هدف، د ادبیاتو د تیورۍ په برخه کې سمون او هماهنکي ده، په دې معنا چې لیکوال باید یوازې د خپلې سلیقې له مخې مخ ته ولاړ نه شي، البته دا خبره په کل کې نسبي ده. که په یوه وخت کې د ادبیاتو دوه لیکوال په یوې واحدې موضوع، مثلاً: د چاربیتې په پېژاند باندې بېلابېلې لیکنې وکړي او د یوې واحدې اصطلاح لپاره دوه بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي او دلایل یې هم متفاوت وي، دلته اړتیا ده چې یو درېیم لیکوال د کره کتنې یا ارزونې تر سرلیک لاندې رامخ ته شي او د مؤثقو دلایلو پر بنا یاده اصطلاح روښانه کړي، تر څو لوستونکی د یادې موضوع په تړاو له کومې تیوریکي ستونزې سره مخامخ نه شي.
موږ د علومو په هره برخه کې یو لړ منلي اصول او قواعد لرو چې د هغو اصولو له مخې د یوې لیکنې لوری ټاکلی شو. زما د خبرې معنا دا نه ده چې د دغو اصولو په رعایت سره دې د نوښت مخه ونیول شي. د علومو په برخه کې مثبت نوښت خپله یوه لار ده چې اړوند څانګوال یې پېروي کوي او نورو ته د لارې د نقشې معنا لري.
۲. د علمي مقالې د ارزونې دویمه موخه دا ده چې په دې سره یو لیکوال خپلو خامیو او پختګیو ته متوجه کېږي، تر څو لیکوال په ګانده کې خپلې نیمګړتیاوې وپېژني او مناسبې حل لارې ورته وپلټي.
۳. د علمي مقالې د ارزونې درېیمه موخه دا ده، چې لوستونکي ته موخنه موضوع په ښه شکل سره روښانه کېږي او ژر ترې نتیجه اخیستلای شي.
د علمي مقالو ارزونه او کره کتنه ګڼې موخې او اهداف لري چې دلته یې پر همدغو بسنه کوو….
د علمي مقالې د ارزونې اصول او لارې
د مقالې ارزونه یا کره کتنه؛ د ځانګړو اصولو او قواعدو له مخې تر سره کېږي، دغه اصول او قواعد د مقالې د ارزونې لپاره د لارې د نقشې معنا لري او د همدغو اصولو له مخې یو لیکوال یا څېړونکی د مقالې ټولې خواوې روښانوي.
د یوې مقالې ارزونه یا شننه د څو اړخونو له مخې تر سره کېدای شي، مثلاً:
1. د یوې مقالې ژبنۍ ارزونه
2. د یوې مقالې منځپانګیزه یا محتوایي ارزونه
3. د یوې مقالې د تیورۍد باوریتوب ارزونه
4. یوه مقاله د څېړنې له معاصرو اصولو سره د جوړښت له مخې څومره سمون لري؟
د پورته او ځینو نورو مواردو په پام کې نیولو سره د یوې مقالې ټولې خواوې ارزولای شو، ولې په دغو برخو کې ځینې استثناوې شته دي، چې موږ نه شو کولای، ټولې مقالې د همدغو اصولو له مخې نقد کړو.
د دغې ادعا د ثبوت لپاره دلایل شته دي، مثلاً موږ نه شو کولای چې د اویا یا اتیا کالو پخوانۍ مقاله را واخلو او د معاصرې تیورۍ له اصولو سره یې پرتله کړو او بیا و وایو چې دا مقاله د څېړنې له اصولو سره برابره نه ده، ځکه چې سریزه، لنډیز، پایله او… نه لري. اتیا کاله وړاندې د یوې مقالې د څېړنې اصول او شرایط يو ډول وو، مګر اوس د مقاله لیکنې اصول بل ډول دي، کېدای شي اتیا کاله وروسته د مقاله لیکنې د څېړلو اصول بل ډول وي.
۱. له محتوایي اړخه د مقالې ارزونه
له محتوایي اړخه د یوې مقالې په ارزونه کې ګڼ شرایط تر بحث لاندې نیول کېدای شي.
د یوې مقالې په محتوایي نقد کې تر هر څه لومړی باید دا ثابته کړو، چې آیا د مقالې سرلیک د مقالې له محتوا سره سم سمون لري او که نه؟
ډېر کله به مو داسې مقالې هم لوستي وي چې د مقالې عنوان به «سوله» وي، خو هلته به د مقالې تر پایه په «جګړه» بحث شوی وي.
یا دا چې د ادبیاتو یو لیکوال به د مقالې سر لیک معدوله ”و“ ټاکلی وي، خو هلته به ټول بحث په عمومي فونولوژي را څرخي او د مقالې په پای کې به یوازې دوه کرښې له درېو بېلګو سره د معدوله ”و“ په اړه راوړل شوي وي. دغه ډول لیکنې اصلاً په نننۍ بوخته نړۍ کې د لوستونکي وخت ضایع کوي او لوستونکی ترې خپله مطلوبه او موخنه موضوع نه شي اخیستلای، نو هڅه دې وشي، تر څو خپلې مقالې ته داسې یو سر لیک وټاکو چې د مقالې له محتوا سره همغږی وي او د مقالې متن او محتوا د سرلیک عمومي انځور وړاندې کړای شي، نه دا چې د مقالې سرلیک د مقالې له متن سره په مغایرت کې وي.

۲. له ژبني اړخه د مقالې ارزونه
له ژبني اړخه د مقالې په ارزونه کې د مقالې وییونه، ترکیبونه، جملې، پراګرافونه، د لفظ او معنا تر منځ سمون، د لیک نخښو سمه او کره کارونه او نور مسایل په پام کې نیول کېږي، که چېرته یوه مقاله له دغو اصولو سره برابر لیکل شوي وي، نو له ژبني اړخه دغه مقاله يوه ښه مقاله ګڼل کېدای شي….نور بیا!
له خپلو شخصي او ورځنیو یادښتونه څخه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.