د افغانانو ایستل څرنګه د پاکستان امنیت له خطر سره مخامخ کوي؟

207
18 ساعتونه مخکې

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو په کابل کې د طالبانو حکومت په غوسه کړی او دا کولاې شي اسلامپاله ډلي وهڅوي چې د پولې ها غاړې خپلو ایډیالوژیکي متحدینو ته لا نږدې شي.

اسلام آباد چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پراخې هڅې پیل کړي تر دې دمه ېې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال اخراج او یاېې بیرته ستنیدو ته اړ کړي.

د پاکستاني چارواکو د اټکل له مخې تر څلور ميلیونه پوري افغان کډوال هلته ژوند کوي چې شاوخوا ۱.۷ میلیونه یې بې اسناده دي. د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې هر هغه څوک چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې پاتې شي نیول کیږي او مالونه به ېې ضبط شي.

د افغان طالبانو غوښه

د کډوالو د ایستلو په بهیر کي د افغان کډوالو د ځورولو او سپکاوي راپورونو په کابل کې د طالبانو اداره په غوسه کړې ده. د طالبانو حکومت له پاکستان څخه وغوښتل چې له هغه څه څخه ډډه وکړي چې “ظالمانه” په ګوته کیږي.

د طالبانو ادارې رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند وویل: «د پاکستان واکمنان، اوسنی موقت حکومت او پوځي جنرالان باید اسلامي اصول مراعات کړي، راتلونکي ته لومړیتوب ورکړي او له افغان مهاجرو سره له ناوړه چلند او د هغوی د ملکیتونو له ضبطولو ډډه وکړي.»

ایډیولوژیکي وروڼه

دا چې طالبان له ۲۰۲۱م کال راهیسې پر افغانستان واکمن دي. د پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هیواد تر اوسه د دوې اداره په رسمیت نه ده پیژندلې. خو د افغانستان او پاکستان تر منځ پېچلې او کړکېچني اړیکي له ډیپلوماسۍ څخه وتلي.

په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا تر يرغل وروسته په پاکستان کې څو وسله والي ډلې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په نوم یادیږي اعلان ېې وکړ، دا چې اسلام آباد د افغان طالبانو پر ضد په برید کې له واشنګټن سره مرسته کوي، نو د یادې ډلي لخوا د پاکستان پوځ مرتد وبلل شوو او پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت پر ضد جګړه روا او پیل کړه.

له هغه وخت راهیسې تحریک طالبان پاکستان په سلګونو بریدونه کړي دي. ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې د پاکستان د پوځ اړونده پر یوه ښوونځي د دغې ډلې له خوا برید پاکستاني چارواکي دې ته اړ کړل چې د دغې ډلې پر ضد پراخ عملیات پیل کړي. له دې عملیاتو وروسته د دغې ډلې ډېرو جنګیالیو په افغانستان کې پناه واخیسته او اسلام آباد ادعا کوي چې دغو جنګیالیو له افغانستانه د اډې په توګه په استفادې سره په پاکستان کې پر حکومتي اهدافو بریدونو ته دوام ورکړی.

خو د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې چې کله طالبان بيا پر افغانستان واکمن سول، پاکستان ادعا کوي چې په هيواد کي يې بيا دغه ډول بریدونه زیات شوي دي. په روانه میاشت کې د پاکستان موقت لومړي وزیر انور الحق کاکړ ویلي وه چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. پاکستان ویلي وه چې د کډوالو ایستل د طالبانو د ادارې د نه همکارۍ ځواب دی.

د افغان او پاکستاني طالبانو ترمینځ د ملګرتیا ویره

افغانستان چې دا مهال له سخت مالي او اقتصادي بحران سره مخ دی، میلیونونه خلک یې پر بشري مرستو متکي او یا هم د لوږې سره مخ دي. په پېښور کې د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فیض الله جان په دې باور دی چې په دومره لویه کچه د افغان مهاجرو ستنېدل به د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړي.

هغه دویچه ویله ته وویل چې دا به د افغانانو په منځ کې د پاکستان ضد احساسات پیاوړي کړي، او زیاته یې کړه چې یاد وضعیت کولای شي افغان طالبان دې ته اړ کړي چې له اسلام آباد سره سخت دریځ غوره کړي.

بله خوا د پیښور پوهنتون استاده ډاکټر نورین نصیر، اندېښنه لري چې دا به افغان طالبان وهڅوي چې په پاکستان کې د میشتو وسله والو ملاتړ وکړي چې دا مهال په دې هیواد کې بریدونه ترسره کوي.

هغې وویل چې دا چې د طالبانو اداره په پټه د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورنه شوې ده، نو له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو او په افغانستان کې د پاکستان ضد احساساتو د پیاوړتیا له امله ښايي افغان طالبان په ښکاره په پاکستان کې د خپلو ایډیالوژیکو متحدینو ملاتړ وکړي چې دا به د پاکستان له پاره یو ناورین وي.

بله خوا په اسلام آباد کې د چارو کارپوه احسان الله تیپو وايي، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب لا دمخه پاکستان ته د ناوړه پایلو ګواښ کړی وو.

هغه دویچه وله ته وویل: «پاکستان له کابله وغوښتل چې د افغانستان له خاورې په استفادې پر دغه هېواد د تحریک طالبان پاکستان د حملو مخه ونیسي، خو افغان طالبان ونه توانیدل چې د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.»

څو اړخیز امنیتي ګواښونه

محسود زیاته کړه د افغان طالبانو له نظره پاکستان د تحريک طالبان د فعاليتونو د بندولو له پاره پر کابل د فشار راوړلو په موخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه.

محسود وویل: «خو دا ویره شته چې د طالبانو عادي سرتیري ممکن په پاکستان کې د بریدونو په موخه د تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شي، چې دا بیا د پاکستان له پاره جدي امنیتي ننګونې رامینځته کولای شي».

بله خوا یوشمیر کسان خبرداری ورکوي چې په پاکستان کې تاوتریخوالی کولای شي د بلوچستان په صوبه کې اوسني ملتپاله بغاوتونه وغځوي.

یو متقاعد پاکستانی جنرال، غلام مصطفی وايي: «افغان سیکولر او ملتپال لا دمخه پاکستان نه خوښوی. د هغه په ​​وينا، اوس افغان طالبان په ډله ايزه توګه د کډوالو شړلو په غوسه کړي».

هغه دویچه ویله ته وویل، هند چې د پاکستان سخت دښمن دی، له روان حالت څخه ګټه پورته کوي. د دې متقاعد جنرال په وینا «د هرې شخړې په صورت کې ممکن پاکستان په ختیځ کې له هند سره مخامخ او په لویدیځ کې د یوه غیري دوست حکومت سره مخامخ شي.»

دویچه ویله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.