وږي زړونه

سید عبدالله نظیمي

229

وږي زړونه د ټولنیز ژوند په تړاو د لیکوالې جنیفر روډولف والش د مقالو په زړه پورې ټولګه ده. دا مقالې تر ډېره پر زړورتیا، لیوالتیا او د انساني ژوند په تړاونو بحث کوي. مقالې د ۱۶ اغېز لرونکو څېرو د ژوند اړوند ټکان ورکونکې، لږې اورېدل شوې الهام بخښونکې کیسې او ډېر داسې څه چې خلک یې د ځان په اړه نه وايي دوی ویلي.
دې ټولګه کې یوه مقاله پر دې خبره کوي چې تړاو او تعلق یو مقصد نه دی بلکې یو ناپایه سفر دی چې له غورځو پرځو او ننګونو ډک دی. دې سفر کې انسان تر ټولو لویه لاس ته راوړنه دا لري چې ځان پېژني او زده کړه کوي.
لیکواله پر دې ټینګار کوي چې موږ باید په نړۍ کې د خپل ځای منلو ته زړه ښه کړو که هر څه وي او هر ډول شرایط وي ان که یو څوک له دغو حالاتو او چاپیریال سره ذهني ډول ارام هم نه وي، باید د منلو هنر ولرو او شکایت ونه کړو.
له خپلو هیلو سره لیونۍ مینه وکړئ او د دې جرات ولرئ چې د رسېدو لپاره یې هره لار و ازمایئ. خپل ارمانونه وپېژنۍ او ورپسې شئ.
د ژوند د مبارزې یو اغېز لرونکی هنر د ښکلو خبرو او زرینې وینا اورول دي.
یوه مقاله پر زړورتیا ده. دا هغه زړورتیا نه ده چې موږ له هوښ او فکر پرته د مرګ کندې ته ورټیل وهي. دا زړورتیا د ژوند لپاره ده او لکه چې د بدن عضلات تمرین ته اړتیا لري زړورتیا هم په تمرینولو غښتلې کېږي. زړورتیا داده چې د بې انصافۍ پر وړاندې غږ پورته کړئ، خپل حق چا ته مه پرېږدئ. د ژوبلو احساساتو پالنه وکړئ او د خلکو په لاس نیوي او حق غوښتنې سره نورو انسانانو ته د ژوند کولو الهام ورکړئ.
بریا له خپلو شرایطو سره سمه وګڼئ. دا ټولګه د بریا هغه ټولنیز تعریف ننګوي چې پوړ په پوړ لار راپېژني. وايي خپل کار له خپلو شرایطو سره سم وکړئ دې ته مه ګورئ چې نور انسانان او نوره نړۍ په کومه لاره ځي.
زیان منل د اړیکو او پیوستون دروازه ده. د خپلو ماتو او ناکامیو اړخ مه پټوی، ان زموږ نیمګړتیاوې او ویره نورو ته دا درس ورکولی شي چې پر دغه لار رهي نشي.
د خپلو کیسو څښتن اوسه. هر لیکوال د خپل ژوند په نکلونو او داستانونو نور هڅوي چې وغږیږي، کیسه وکړي او د خپلو غمیزو او خوشاله شېبو اورولو او لیکلو سره د نورو وګړو احساسات وګټي، اړیکي جوړې کړي او بدلون راولي.

هغه غوښتنې شاته کړئ چې زموږ لپاره ننګوونکې دي. پام پر هغو غوښتنو وساتئ چې موږ یې ترلاسه کولی شو او له لار ورته لرو. خپلو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړئ، پولې ورته وټاکئ او یو داسې چارټ ورته جوړ کړئ چې له واقعاتو سره سمون خوری.
په هغه ځای کې ژوند وکړئ چې تاسو مني، ستاسو د اورېدو ځای پکې وي، شاباسی درکوي او لمانځي مو .
موږ ته د ډېرو سپارښتنه دا وي چې هومره اړیکي وپالئ چې ورځ پرې تېریږي خو د دې ټولګې سپارښتنه داده چې له هر څه سره چې ستاسو سرو کار او تړاو دی له زړه مینه وکړئ او دومره ریښتیني اوسئ چې خوند ترې واخلئ.
یو ځای لیکي، خواخوږي او زړورتیا هم مهاله وپاله او د خپلې خوښې ژوند وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.