د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۱۷مه برخه

270

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۳۶مه برخه

د راکټو باران دې وشي

چې د تهران هره‌ماڼۍ کڼدواله شینه

 پاکستان خپل کمېشن غواړي

شرمېـږي نه، په دلالي گټې کوینه

 دا گاونډیان دوکاندارا دي

چې لاس یې بر شي، په اسلام سودا کوینه

 په منځ کې وچوې، دوه‌پلې شې

ایرانه ټول عمر دې کړي پساتونه

د افغانستان گاونډیانو (ایران ـ پاکستان) چې اوس، اوس تاجکستان هم کله ـ کله سرورسره خوځوي، په ډېرې سپین‌سترگۍ سره زموږ د هېواد او خلکو پرضد عملونه کړي دي او تل یې هڅه کړې چې په افغانستان کې د روانو حالاتو مخه ونیسي او د خپلو گوډاگیانو په وسیله یې په خپله گټه وڅرخوي؛ دا چې په دې لړ کې څومره مالی او انساني تاوان افغانانو او افغانستان ته رسوي، دوی ته دا هېڅ مطرح نه ده، دوی یوازې د خپلو گټو په باب فکر کوي او بس. همدې واقعیتونو ته زموږ یو آگاه

قلموال داسې اشاره کړې ده:

پاکستان از یکطرف با ظالمانه ترین شیوه های مغایر نورم های حقوق بشری بوسیلهٔ نیرو های پولیس و احتمالاً به همکاری نیرو های اردوی خویش به منازل و کمپ های مهاجرین افغان در آنکشور یورش برده، اموال و دارایی های مهاجرین افغان را ضبط و خود شان را دستگیر کرده اند. از آنجاییکه ادارات سرحدی بنادر تورخم و سپین بولدک ظرفیت بسیار محدود بررسی اسناد شناسایی و کنترول امنیتی اموال مهاجرین را دارند، بناً صد ها هزار مهاجر افغان و موتر های حامل این مهاجرین در نوارسرحد بین پاکستان و افغانستان در انتظار قرار دارند. این امر باعث گردیده تا پولیس پاکستان با مهاجران منتظر نوار مرز و مسیر راه های چمن و تورخم نیز با شیوه های غیر انسانی بد رفتاری کرده، اموال و دارایی های نقدی این مهاجران را ضبط و در حق خود شان اهانت بسیار روا میدارند.

و از طرف دیگر در همچو شرایط بحرانی بازگشت و ورود سیل میلیونی مهاجرین افغان به کشور مشکلی دیگر بر مشکلات کشور ما افزوده وسازمان ملل متحد و موسسات مرتبط نظاره گر این بحران بشری بوده و هیچ کار و اقدام عملی در زمینه انجام نمیدهند. و از طرف دیگر هزاران لاری امتعه تجارتی تجار افغانی را در بندرکراچی معطل گردانیده و بنادر خویش را بروی اموال صاداراتی افغانستان خاصتاً میوه های فصلی صادراتی به هندوستان کاملاً بسته است…

دولتمداران ایرانی منجمله وزیر خارجهٔ ایران عبداللهیان با پُررویی زایدالوصف دور از آداب دیپلوماتیک هم در مسایل آب و هم در باب نوع حاکمیت در افغانستان با کلمات غیر دیپلوماتیک به آدرس حاکمیت بر سر اقتدار در افغانستان نشخوار میکند، آنها به نحوی برعلاوه ترکیب ملی و زبانی ترکیب مذهبی را نیز قلقله دارند…

در تاجکستان هم چهره های منفور ضد ملی را جمع کرده زیر نام مجلس امنیتی هرات تحت شعار کذایی «بازخوانی افغانستان، راهکارهای متفاوت» بازهم زیر دیکتات دولت تاجکستان برای افغانستان نسخه حکومت سازی میدهند…»

پاسني یادگاونډیان داسې فکرکوي چې تنور تود دی، راځه خپله‌ډوډۍ پخوه، هرڅه دې چې وویل او دې کړل، د پوښتنې څوک نه شته؛ د همدې پالیسۍ په چوکاټ کې پاکستاني مؤقتو واکدارانو په غیردیپلوماتیکه ژبه د افغانستان د بمباردکولو وړاندیز هم کړی دی، خو په دې نه پوهېـږي چې په اور کې لاس‌وهل به څه پایلې ولري.

د همدې ستونزو انعکاس د خلکو د ذهن له هندارې څخه د لنډیو په قالب کې داسې راوتلی دی:

خدایه ته داسې څوک راپېښ کړې

چې بې‌کشکړپه مو وطن ته واړوینه

 

حالات تردې حده خراب شول

د مهاجر پوښتنه هېڅوک نه‌کوینه

 

پاکستان خپل کمېشن غواړي

شرمېـږي نه، په دلالي گټې کوینه

 

پرپاکستان څوک مییٔن نه‌دي

خپل کور کې اور بل دی، هډونه سوځوینه

 

موږ یې پردې دونیا نینې کړو

ورپه نصیب دې شي دا سوځند دوزخونه

 

دا گاونډیان دوکاندارا دي

چې لاس یې بر شي، په اسلام سودا کوینه

 

پنجاب غماز دی، غمازي کړي

چې غمازي کړي، خدای دې ورکړي دوزخونه

 

په منځ کې وچوې، دوه‌پلې شې

ایرانه ټول عمر دې کړي پساتونه

 

د گاونډیانو یاري مه‌کړئ

موږ ته رالېـږي بربادي او ډېربمونه

 

زه په ورتگ کې ځنډنی شوم

چې د ناروغ وطن حالت به څنگه وینه

 

خدای دې ظالم ته سزاورکړي

د مجبور کډې په زېـړي مازدیگر ځینه

 

یارانو دا څنگه افغان دی

چې د پردو په جاسوسۍ فخرکوینه

 

گاونډه ژبه به دې پرې کړم

که دې زما د وطن بد یاد کړي‌وینه

 

چې د سفر په‌نیت تیار شوو

هلته به لاړشوو چې نور نه‌وي پېغورونه

 

پروطن تورې وریځې راغلې

خداې خو دې خیر کړي، د گاونډ نه وي چلونه

 

د راکټو باران دې وشي

چې د تهران هره‌ماڼۍ کڼدواله شینه

 

توره‌تیاره یې خپره کړې

د خوشحالۍ هم په کې نه‌لگي څرکونه

 

پردی وطن دی، خدای دې خیرکړي

جهان گونگی شو، چا ته نه‌وايي حالونه

 

توبه، توبه قیامت به راشي

چې اوس ایران هم، د اسلام مشري کوینه

 

څوک به یې حال‌احوال معلوم کړي

چې مې اشنا پنجاب کې څه احوال لرینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.