زه مې هماغه وطن بېرته غواړم

عبدالغفور لیوال

331

زه مې هماغه وطن بېرته غواړم،
چې هرسهار به یې نرګس
د اوداسه په نیت شبنم نه ډکه لپه مخ ته وشیندله
او ورپسې به وو کتار کشمالي
ولاړ د مینې او رڼا په لمانځه.

زه مې هماغه وطن بېرته غواړم
چې هسکو غرونو یې د ورېځو له لمنو سره غاړه وړله
او د شپنو له یاکوربان سره یې مسته شرشره د اوبو
لکه په سپین ګېډۍ کمیس کې ناوې اوښته را اوښتله
زه مې هماغه وطن بېرته غواړم

***

زه مې هغه افغانستان غواړمه،
چې تناره کې یې د سپینو پاستو عطرو ته سهار مست و
لکه سپوږمۍ چې د شفق د سرو سکرټو په بام ځل ووهي
زما وطن،
چې د غرمې د نغري شین لوګی يې
د بر جومات د ماسپښین له خوږ اذان سره همزولی راته
او د سیند شور ته یې چنار کې د مرغیو چهچهې
د غږ او شور میناتوري ایستله
هغه وطن چې د ادې د زوړ ټيکري د پلو بوی یې درلود
او کلکه خاوره به یې مسته شوه
او نرمه به شوه،
د پلار له
څاڅکي
څاڅکي
څاڅکي خولو
زه مې هماغه وطن بېرته غواړم.

***

زه مې هغه افغان‌وطن غواړمه،
چې د لرغونو مرکو- جرګو اروا یې ان تر نن پورې قانون جوړوي
داسې قانون، چې لکه مست هېلمند د دښتو په رګونو کې څپې وهي لا
داسې تړون، چې د یاغي کوکچه په ژبه
د کوشان د نیاو مزدک ته د پامیر له زړه سلام راوړي
د عشق پیغام راوړي.

زه مې هماغه وطن بېرته غواړم
چې د پلازمېنې له باغونو یې وږمې د ګلابونو، ارغوانو، نسترنو او زنبقو بنارس ته تللې
او د ورېښمو کاروان هره ورځ په سل اوښانو
د بلخ حِکمت او د باګرام افسانه
د کاسي‌غر په تړو وړله تر خُتنه پورې
«سوله» یو نوم و د کابل د سرو مڼو د عطرو
«دیموکراسي» یې یو دیوال و
پرې کتار وو کتابونه دریابونه
او ترڅنګ یې پوهنتون ته تمځای.
د اسمايي لمن کې جوړ یو داسې ښار،
چې هره پرښه یې ژوندۍ وه په نغمو د «قاسم» :
«ګر نداني غیرت افغاني ام
چون به میدان آمدي میداني‌ام»
زه مې هماغه وطن بېرته غواړم.

***

زه مې هماغه وطن بېرته غواړم
چې تاسو راغلئ،
موږه ډول سره اتڼ کولو
دلته یې هر حشر ته ډول وهلو
د غزا چیغه هم په ډول او په اتڼ وتله
او دغو خلکو به له تورو سره څڼې هم په شړک تاوې کړې
دا وطن ډول سره همداسې په اتڼ تاوېده
چې تاسو راغلئ
او
بیا بیا مو تر پښو لاندې کړ،
خو دی ولاړ پاتې شو
هغه وطن، چې د «زرینې مرغۍ» سرو ښکاریانو
په کې مورچل جوړ کړ
خو دی ولاړ پاتې شو
هغه وطن چې د پلازمېنې پر هر غره یې غځېدلي ښاماران د تاریخ
له «کاسه برج» څخه د اور پر لیکه چیغه وهي:
آزادي-
آآآزااادي ي ي !
ورشئ، د «دوه تورو» پاچا وپوښتئ
هو!
دی ولاړ پاتې شو
بالاحصار یې د کسات په سرو لمبو کې تاسو ولمباوه
خو له شېرپور تر جګدلک پورې
لمرڅرک سره راوتیو جنګیالیو ستاسو سیوري ورک کړل
دی لا ولاړ و
او له مټو یې د وینو نرۍ لیکو فوارې وهلې

زه مې هماغه وطن بېرته غواړم.
چې د تاریخ هریو توپان،
هریو سیلاو،
هرې سېلۍ ته لا ولاړدی
ولاړ!

زه مې هماغه وطن بېرته غواړم.
زه مې هغه افغانستان غواړمه
چې په کې هرڅه وطني وو، وطني – افغاني
خمتا،
څپلۍ،
ګڼ کمیسونه،
چورمه داره واسکټ
د زرزري ګلاباتون رخچینې،
خامکي غاړي او ګیبي ګیبي پایڅې پرې څونډي
قُرصې پڼې او له مزرو نه اوبدلې خولۍ
هغه وطن چې خپل سوکړک یې وو او خپلې مستې
فکرونه هم ټول وطني وو او خبرې یې هم
پردي سرونه به له ورایه بېګانه ښکارېدل
هغه وطن چې دهګانانو یې له خپلو اوبو
په خپله خاوره کې
نغمې کرلې.
زه مې هماغه وطن بېرته غواړم
«پښتونستان» یوه کافي وه،
د شطرنج،
په کې کتار به وې سیاسي تورې او سپينې مُهرې
او تروږمۍ کې به رڼا بهېده
چې به راغونډ ول چېرې ویښ زلمیان په شور د وطن
د کندهار د ارغنداو له څپو مست ګرداو به
د روښانفکرو په مجلس تاوېده
په بلغمي پیالو کې چای د ستالفي چاینکو
او د ودانې چارچتې د قنادۍ پتاسې
هرڅه وطن و
او
هرڅه وطني
زه مې هغه افغانستان غواړمه
چې تاسو نه وئ او د تور سیوري تیاره مو نه وه
لکه د ځوان میین زړګی د خپلې مینې په ګوګل درزېده
هغه وطن چې پېغلو نجونو به یې هرغنم‌لو وږي ټول کړل
او په یوې د سپینو زرو کابلۍ به یې ململ غوندې نازکه ټوټه
یو قوده سونډ او یو څو ستنې له بقال واخیستې
میاشت به لا نه وه، چې جانان ته به یې ورکړ دسمال
د دسمال کونج کې به سور ګل له شین ډنډر سره کوږ وږ انځور و
ترې خورېدې به د سنځلو د ګلونو وږمې

زه مې هغه افغانستان غواړمه،
چې مکتبۍ جینکۍ هرسهار په تور کمیس او سپین ټیکري کې
لکه میینې توتکۍ
راتلې او زیری یې راوړ د سپرلي.
تاسو لا دلته نه وئ
موږ د وطن د هرې تیږې،
هرې پرښې
او
چینې په ژبه ښه پوهېدو
موږ مازیګر کې د ګودر او د منګیو او د نجونو په کیسوکې خپل ځان ښه پېژانده
زموږ «فرهنګ» دومره «زموږ» و،
چې د مور له اللو سره به روح ته راته
زموږ «پېژاند» زموږ د میندو له شیدو پیلېده
زموږ«پېژاند» زموږ د پټي غنم وو،
چې د غرور پروخت مو هسک لکه جوغه په خپل پټکي کې ټومبل
زموږ «پېژاند» د زابلي رستم له سوبې سره یو سمنګان مینه وه چې
د ستورو ځل ته به یې
له تهمینې نه خوله په خرپ اخیسته.
زموږ «پېژاند» د ادم خان رباب و،
چې مومن خان ته یې د ښکلې شیرینو په نامه
د ښامار سوبه ورکړه
چې تاسو نه وئ، موږه هرڅه لرل
هرڅه مو خپل وو
چې تاسو نه وئ،
زموږ د ژبې په قاموس کې د «کډوال» کلیمه نه وه لیکل شوې په زور

زه مې هماغه وطن بېرته غواړم
زه مې هغه افغانستان غواړمه
یو چکۍ ګوړه
لږه خپله مالګه
یو بوټی شین ویالنی
او بس یوه مړۍ غلمینه ډوډۍ
د خپل وطن د سردرو هغه زیږه،
ها ژوندبښونکې هوا
چې زه په زوره په کې چیغه وکړم:
زه مې هماغه وطن بېرته غواړم
او دوی یې بېرته کړي بیا بیا راغبرګه :

«زه مې هماغه وطن بېرته غواړم
زه مې هماغه وطن بېرته غواړم.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.