بیا ګلاب ګلاب شملې راغلې په بنو
د ملي شعور وږمې راغلې په بنو
د پښتون د ویښتابه کاروان روان شو
د سرو زرو قافلې راغلې په بنو
د غازي اڅکزي روح ورته موسکی دی
باچا خانه! سرې جنډې راغلې په بنو
وړانګه وړانګه په کې سره خولۍ ښکاره شوه
د غاټولو سرې څپې راغلې په بنو
یو پښتین موسکا په خوله په کې څرګند شو
زلمۍ پېغلې ولولې راغلې په بنو
د فقیر ایپي د لارې لارویو
ستاسې لوړې ارادې راغلې په بنو
له میرویسه تر احمده تر امانه
د ویاړونو مرحلې راغلې په بنو
لوی افغان وطن او ژوند په کې خپلواکه
بس همدغه دوې اسرې راغلي په بنو
یو ملت په خپل ژوندون پسې وتلی
د افغان ټبر جرګې راغلې په بنو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.