نجوني به په مدرسو کي زده کړي کوي؟ م.م. پلټنه پيل کړې ده

177
3 ساعتونه مخکې

ملګري ملتونه د هغو رپوټونو د تصديقولو په لټه کې دي چې وايي طالبان نجونو ته ديني مدرسو کې د زده کړو اجازه ورکوي. د افغانستان له پاره د م.م. استازې وايي ډېر داسې شواهد ېې ترلاسه کړي چې نجونې په دېني مدرسو کې زده کړې کوي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان امنيت شورا ته او بیا وروسته خبریالانو ته وويل چې دغه سازمان «ډېر داسې حکایت شوي شواهد» ترلاسه کړي دي چې نجونې په افغانستان کې کولی شي په ديني مدرسو کې زده کړې وکړي.

د اسوشېتيد پریس خبري آژانس په حواله، د دغو شواهدو له مخې، طالبانو د ټولو عمرونو نجونو ته اجازه ورکوي چې په ديني مدرسو کې چې په کلتوري توګه یوازې نارینه پکې زده کړې کوي، تعلیم وکړي.

میرمن اوتونبایوا وويل: «خو دا په ټوله کې واضح نه ده، چې یوه مدرسه څه مقررات لري، آیا هلته داسې يو معیاري نصاب شته چې عصري مضامینو ته هم اجازه ورکړي او دا چې په څه شمېر کې نجونې کولی شي په مدرسو کې زده کړې وکړي.»

طالبانو منځنيو ښوونځيو، لیسو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر تلو بنديز لګولی او نجونو ته یوازې د ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې وويل چې د طالبانو د پوهنې چارواکې «تل موږ ته ويلي دي چې دوی پر یو مشخص تعلیمي نصاب کار کوي تر څو نجوني وشي کړای بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي.» میرمن اوتونبایوا اندېښنې وښوده چې په دې سره وخت تلف کيږي: «خو وقت په تېرېدو دی په داسې حال کې چې یو نسل نجونې شاته پرېښودل کيږي.»

هغه وايي، د رپوټونو له مخې د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو پر ارزونو او همدارنګه د عمومي ښوونځي پر بیا کتنه بوخت دي او له دې سره ېې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د تعلیم د کیفیت په هکله «اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي.»

د آرشیف انځور - کابل د ۲۰۲۳م کال د مارچ ۲۳مه-  افغانستان له پاره د م.م. استازې وايي ډېر داسې شواهد ېې ترلاسه کړي چې نجونې په دېني مدرسو کې زده کړې کوي
د آرشیف انځور – کابل د ۲۰۲۳م کال د مارچ ۲۳مه- افغانستان له پاره د م.م. استازې وايي ډېر داسې شواهد ېې ترلاسه کړي چې نجونې په دېني مدرسو کې زده کړې کويانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

میرمن اوتونبایوا په خپلو خبرو کې ووېل: «نړېواله ټولنه پر هغو اړتیاو په موثره توګه تمرکز لري ترڅو د نجونو پر تعلیم ممنوعیت لرې کړل شي، خو د تعلیم مخ په خرابېدونکی کیفيت ذکور شاګردان هم اغېزمنوي.»

د بشري حقونو د څار ادارې هم روانه میاشت په خپل يو رپوټ کې ووېل چې د طالبانو «ناوړه» تعلیمي تګلاره د نجونو تر څنګ هلکان هم اغېزمنوي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د ښځو په ګډون د وړو مسلکي ښوونکو وتل، په تعلیمي نصاب کې مخ پر شا تلونکی بدلون او د شاګردانو په جسمي مجازاتو کې زیاتوالی نور موارد دي چې د شاګردانو د غیرحاضرۍ او همدارنګه ښوونځیو څخه د وېرې لامل واقع شوي دي.

هغه په دې دليل چې طالبانو ټولې ښځي ښوونکې د ذکورو له ښوونځيو ګوښه کړي چې له امله ېې ډېری هلکان د نه وړ کسانو له خوا تدريس کیږي او یا په مجموع کې په داسې ټولګیو کې چې څوکۍ او ښوونکي نه لري، کيني.

اوتونبایوا د بشري حقونو موضوع سره په تړاو، وويل: «د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، د سیاسي مخالفانو او بیان آزادۍ سرکوبول، د اقليتونو په یوه معنی داره استازولي کې کمښت، د محاکمې پرته قتلونو ادامه، خپلسري نيونې، شکنجې او بدرفتاري» په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې کليدي ځانګړنې دي.

هغې وويل چې د بشري حقونو په مسئله کې نه پرمختګ یو کليدي فکتور دی چې د طالبانو او نړېوالې ټولنې تر منځ موجوده وضعیت کې نقش لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.