د سترګي د چکک د څاڅکو تطبیق

268

دسترګي دچکک دڅاڅکو(Eye Drops) تطبیق

. لاسونه پریولئ
. د چکک ( قطره چکان) په سوري برخه باندي لاس مه وهئ
. د ناروغ سر لږ څه دشا طرف ته کوږ او سم کړي او ناروغ ته ووایاست چې پورته وګوري
. د سترګي دلاندني باڼو ګانو لاندي برخه یا ځیږمه ( لاندني پلک) لاندي لورته کش کړي تر څو میزابه ( ناوه یا سترګي ورځي ته پورته شکل دسترګي په لاندي برخه کې) تشکیل کړل سئ
. وروسته چکک ( قطره چکان) څومره چې شوني وي نوموړي رامنځته سوي میزابي ته نژدي کړي خو دسترګي او دسترګي باڼوګانو سره باید په تماس کې نسي
. اوس دچکک څخه دتجویز سوو درملو مقدار په میزابي یا ورځي ته ورته رامنځته سوي برخه کښي وڅڅوي په قرنیه باندي د درملو دتطبیق څخه ډډه وکړي ځکه چې دسترګي دقرنیي طبقه دهر هغه شي په وړاندي چې تطبیق کیږي ډیره حساسه وي
. ناروغ ته ووایاست چې سترګي باید د ۳ دقیقو لپاره پټي کړي خو په ډیره شدت سره یې باید پټي نه کړي
. اضافه مایع دسترګي څخه دیوپاکي ټوټي پاسطه پاکه کړي
. که چیري چکک دیو ډول څخه اضافه تجویز سوي وي، حد اقل د دوهم تطبیق لپاره ۵ دقیقي انتظار وکړي.
. د سترګي څاڅکي ( Eye Drop) دسترګي دسوی ( سوزش) د احساس سبب کیږي خو دغه احساس باید دڅو دقیقو څخه زیات دوام ونه کړي. که چیري دسوی احساس دومداره سو د ډاکټر یانرس سره مشوره وکړي.

د سترګو دمرهمو (Ointment) تطبیق:
۱- لاسونه پریمینځي
۲-دسترګو دملهمو ټیوب دهیڅ شي سره په تماس کي نه کړي
۳- دناروغ سر لږ څه دشا (خلف) ولور ته متایله کړي
۴- مرهم په یو لاس کښي ونیسئ او په بل لاس دسترګي لاندنۍ ځیږمه کښته لورته کش کړي تر څو میزابه ( یا ناوه غوندي یا ورځي ته ورته برخه) تشکیل کړل سي
۵- ناروغ ته ووایاست چې پورته وګوري
۶- دسترګي دمرهمو دټیوب نوک تر ممکني اندازي پوري نوموړي میزابي ته نژدي کړي
۷- وروسته دمرهمو تجویز سوي مقدار پر سترګي باندي تطبیق کړي
۸- دناروغ څخه وغواړي چې سترګي د دوو دقیقو لپاره پټي کړي او سترګو ته د اطرافو ولور ته حرکت ورکړي تر څو مرهم دسترګي په ټوله سطح باندي خپاره سئ
۹- اضافي مرهم په یوه پاکه پارچه باندي پاک کړي
۱۰- دټیوب دنوک څوکه په یوه بله پاکه ټوټه باندي پاکه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.