په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغانه د زېږون پر مهال مري

273
4 ساعتونه مخکې

زبیده د خوست ولایت له یوه لېري کلي څخه سفر کړی تر څو په یو تخصصي زيږنتون کې خپل ماشوم وزېږوي. هغه په ميندوارو ښځو کې له ډېر رایج برخلیکه چې د هغوی یا د ماشومانو د مړينې سبب ېې ګرځيدلي، وېره لري.

هغه په داسې حال کې چې اطرافو ته ېې د کلینيک ناپېژانده ډاکټران ولاړ دي، ستړې ستومانه پرته ده. د دغه روغتیايي مرکز ډاکټران د بې سرحده ډاکټرانو سازمان (MSF) له خوا مدیریت کیږي.

که څه هم هغه د يوه ورځ مخکې زيږون څخه ډېره ستړې وه، خو اوس راحت ښکاري. زېږون ېې چې هغې ورڅخه وېره درولوده، بريالی وو او ضعیف ماشومه ېې هغې ته نژدې په یوه اوسپنیزه زانګو کې بېده ده.

دغه ښځه چې نه پوهيږي څو کلنه ده، وايي: «که مې کور کې زيږون کړی وای، ممکن ما او یا مې ماشومي ته ستونزې پیدا شوې وای.» ټولې ښځې دومره نيکبخته نه دي چې په روغتون کې زيږون وکړي.

ترزا توییسابینګره، په خوست کې د بې پولې داکټرانو په مرکز کې د قابلګۍ د څانګې مشره ده. هغه وايي چې ځينې مېرمنې په کورنو کې زيږون کوي: «ځینې ناروغان موږ ته په داسې حال کې مراجعه کوي چې د ژوند ژغورلو له پاره ېې ډېر ناوخته شوي وي.»

چارواکي وايي چې د طالبانو له واکمنېدو د ښځو ته د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ستونزې ډېرې شوي چې له هغو یوه دا ده چې ډېرو متخصصو قابلو هېواد پرېښی دی
چارواکي وايي چې د طالبانو له واکمنېدو د ښځو ته د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ستونزې ډېرې شوي چې له هغو یوه دا ده چې ډېرو متخصصو قابلو هېواد پرېښی دیانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

په دغه مرکز کې هر کال ۲۰ زره زيږونونه کیږي. د خوست ولایت نژدې سم نيمایي ماشومان په همدغه روغتون کې دنیا ته راځي چې په هغو کې د ميندوارۍ يوازې خطرناکه او پيچلې موارد شامل دي. په ميندواره ښځو کې اکثرو ېې د ميندوارۍ په دوره کې لازم معاینات نه وي کړي. توییسابینګره وايي: «دا زموږ له پاره یوه لويه ستونزه ده چې د لا ډېرو ځانونو ته نجات ورکړو.»

هغه او شاوخوا ۱۰۰ قابلې د ميندو له مرګ و مېر سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري. په افغانستان کې د ډېرو ماشومانو لرل وياړ دی، خو هر زيږون جدي خطرونه له ځانه سره چې حتی کېدای شي د مور یا د ماشوم د مړېنې سبب شي. اوس د دغو خطرونو کچه د لوړېدو په حال کې ده.

د روغتيا نړېوال سازمان ویاند، ستېفن دوجاريک، د روانې مياشتې په سر کې وويل: «په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ميندوارې ښځه مري.» هغه زیاته کړه چې افغانستان د زيږون پر وخت د مرګ او مير له لحاظه د نړۍ د تر ټولو ناوړه وضعیت لرونکو هېوادونو له ډلې څخه دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چې اوس د طالبانو له خوا اداره کيږي، د پر له پسې غوښتنو سربېره په دې هکله د دغه رپوټ پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د روغتیا نړېوال سازمان د وروستيو ارقامو پر اساس، په افغانستان کې له ۲۰۱۷م کال راهېسې په هرو سل زره زيږونونو کې ۶۳۸ ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه ارقام په امریکا متحده ایالاتو کې ۱۹ دی.

له دې نه علاوه، دغه ارقام، د ښاري او کلیوالي سيمو تر منځ د نابرابرۍ ستر توپيرونه پټوي.

د افغانستان له پاره د ناروې هېواد د غیرانتفاعي کميټې (NAC) مشر ترجه واتردال، وايي چې هغوی د افغانستان په لېرو پرتو سيمو کې په هرو سل زرو ميندو کې د پنځه زره مړېنې شاهدان دي. هغه وايي: «نارینه خپلې ښځې په شا موږ ته رارسوي او ښځې روغتون ته د انتقال پر وخت په غرونو کې خپل ژوند له لاسه وکوي.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو د بیاواکمنېدو څخه مخکې حالات يو څه ښه وو، ځینو متخصصو افرادو به د مرستې له پاره دانګل، خو اوس ستونزې ډېرې شوي، چې یوه ېې له هېواده د متخصصو افرادو د وتلو خبره ده. واتردال وايي: «ډېري متخصصې قابلې له هيواده وتلي دي.»

هغه وويل چې پر دې سربېره، طالب چارواکي غواړي د هغو سیارو روغتيايي ټيمونو له شره هم ځان خلاص کړي چې له ښځو سره ملاقات کوي، ځکه چې «هغوی نشي کولی هغه روغتيايي پيغامونه چې دغه ټيمونه ېې ورکوي، کنټرول کړي.»

د طالبانو په حاکمیت کې ښځې له ټولنیز ژوند څخه تر ډېره بريده وښکل شوي او تعلیم ته ېې لاسرسی هم محدود شوی دی. په افغانستان کې چې ډېري کورنۍ ېې نارینه ډاکټرانو ته د خپلو ښځينه ناروغونو له بیولو ډډه کوي، د ښځو له پاره د روغتيا برخې راتلونکې له ګواښ سره مخ ده.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان مشر، فيليپ ريبيرو، وايي: «د یوې افغان مېرمنې له پاره تر زيږون مخکې او وروسته روغتيايي مراقبتونو ته لاسرسی، تل ډېر پيچلی وو او اوس حتی لا پسې پيچلی شوی دی.»

ريبرو ښځو ته د روغتیايي خدماتو د عرضې په هکله وايي: «هغه څه چې کم وو، د لا ډېرو فشارونو لاندې ونیول شول.»

د روغتيا نړېوال سازمان وايي افغانستان د زيږون پر وخت د مرګ او مير له لحاظه د نړۍ د تر ټولو ناوړه وضعیت لرونکو هېوادونو له ډلې څخه دی
د روغتيا نړېوال سازمان وايي افغانستان د زيږون پر وخت د مرګ او مير له لحاظه د نړۍ د تر ټولو ناوړه وضعیت لرونکو هېوادونو له ډلې څخه دیانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

نور خانم احمدزۍ په کابل کې د «تره د هومس» په نوم د یو غیردولتي روغتيايي مرکز همغږې کوونکې ده. هغه وايي د اقتصادي بحران په جریان کې پر کورنیو باندې د مالي فشارونو ډېرېدل، خطرونه زیات کړي دی.

په یوه دولتي روغتون کې چې قابلې پکې له حده ډېر کار کوي او لږ تنخواه ترلاسه کوي، ښځې اړيږي چې خپل درمل په خپله راوړي.

د زيږون لګښت شاوخوا ۲زره افغانۍ، معادل د ۲۹ ډالرو ده چې دا د اکثرو کورنیو له پاره ډېرې پيسې دي. میرمن احمدزۍ وايي چې د خطرونو باوجود «هغه ښځې چې پخوا دولتي زيږنتونونو ته تلې، اوس ترجيح ورکوي چې په کورنو کې زيږون وکړي، ځکه چې پیسې نه لري.»

اټکل کيږي چې په افغانستان کې ۴۰ سلنه ميندواري ښځې په کورنو کې زیږون کوي، خو دغه ارقام په لېرو پرتو سيمو کې تر ۸۰ سلنې پورې رسیږي. په داسې سيمو کې اکثره زيږونونه د خپلوانو یا د محلي قابلو په مرسته او ځينې وخت حتی په یوازيتوب سره کيږي.

دویچه ویله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.