م.م او امريکا په افغانستان کي پرښځو دکاربنديز لغوه کول غواړي

221
15 ساعتونه مخکې

په افغانستان کي د ښځو پر کار کولو باندي له بنديز لگولو يو کال وروسته، د بشري حقونو په چارو کي د امريکا او ملگرو ملتونو ځانگړو استازو ټينگار کړی چي دغه ډول بنديز د مرستو رسولو بهير له جدي گواښ سره مخامخ کړی دی.

په دغو بڼسټونو کي د ښځو د کار کولو د بنديز د يوه کال له پوره کيدو سره سم، د ملگرو ملتونو ځانگړي راپور ورکوونکي او د افغانستان له پاره د بشري حقونو او د ښځو په چارو کي د امريکا متحده ايالاتو ځانگړې استازي يو وار بيا د طالبانو له خوا د ښځو پر کار باندي دبنديزپه هکله د فرمان د لغوه کيدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو د سازمان د بشري حقونو ځانگړي راپور ورکوونکي ريچارد بنت، يووار بيا په دغه هيواد کي د ښځو پر کار باندي د بنديز د لغوه کيدو غوښتونکی سو.

ريچارد بنت، ټينگار وکړ چي په اقتصادي وضعيت کي د ښځو نقش حياتي او د افغانستان د ټولني د پرمختگ له پاره د هغوی ونډه ضروري ده.

ريچارد بنت، د يوه پيغام په استولو سره په خپله ايکس پاڼه کي ليکلي: «طالبانو يو کال مخکي په غير دولتي سازمانونو کي ښځي له کار کولو منع کړې. موږ يو وار بيا د دغه تحريم د لغوه کولو غوښتونکي يو. د يوه عزتمند او بشپړ ژوند له پاره کار او تحصيل حياتي موضوعگاني دي.»

د بشري حقونو او ښځو په چارو کي د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړې استازي رينا اميري، په افغانستان کي په غير دولتي سازمانونو کي د ښځو پر کار د بنديز په کاليزه کي وويل چي په غير دولتي او نړيوالو سازمانونو کي د ښځو پر کار باندي د بنديز له امله د بشري مرستو رسول له گواښ سره مخامخ سوي دي. رينا اميري، تيره شپه د ايکس په نامه خپله پاڼه کي وليکل چي د دغه فرمان د لغوه کيدو په هکله غوښتنه بايد پياوړې سي.

د رينا اميري د پيغام په يوه برخه کي راغلي دي: «د طالبانو له خوا په غير دولتي او نړيوالو سازمانونو کي د افغان ښځو د کارکولو ځنډ، د حياتي بشري مرستو د رسولو له پاره يو جدي گواښ دی.»

هغې ټينگار وکړ: «موږ بايد د افغانانو په منځ کي د بنديزونه لغوه کړئ! شعار پياوړی کړو.»

طالبانو د تير کال په جدي مياشت کي په غير دولتي او نړيوالو سازمانونو کي د ښځو پر کارکولو د بنديز اعلان وکړ.

تر دغه فرمان وروسته، د افغانستان ډېري ښځي او نجوني پر کور کښيناستلې. هغو نړيوالو سازمانونو چي د مرسته رسولو بهير يې تر ډېره ځايه د ښځو پر کار کولو پوري تړلی وو، خپل فعاليتونه په افغانستان کي په ټپه ودرول او يا يې هم وځنډول.

مخکي له دې هم، د ملگرو ملتونو سازمان او د مرستو نورو نړيوالو بڼسټونو، د ښځو د کار بنديز، د ښځو له اساسي حقونو څخه د سرغړوني او د ملگرو ملتونو د منشور خلاف يو بل مورد وباله.

هغوی ټينگار وکړ چي دغه پريکړه به، د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو او بشري خدماتو د وړاندي کولو بهير په جدي ډول اغيزمن کړي.

د ښځو پر کار او تحصيل  باندي د بنديز د لغوه کيدو په هکله د نړيوالې ټولني له خوا پر خبرداريو او غوښتنو سربيره، طالبانو په څه د پاسه دوو وروستيو کلونو کي په دې هکله هيڅ اقدام نه دی کړی.

دویچه ویله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.