ماډرنيزم څه دی؟

نسیم ځواک

343

د ماډرنيزم مانا نویتوب ده، ماډرنيزم هغه ارزښتونه چې د منل شویو زړو ارزښتونو پر وړاندې را پيدا شوي وو.یا له پخوانیو دودونو څخه سرغړونې ته ماډرنيزم یا نويتوب وايي.
هغه وخت چې عیس(ع) د خدای تعالی له لوري د بشريت دهدايت لپاره دين راوړ، نو هماغه پيل کې له تحریف سره مخ شو، له ماډرنيزم څخه څرکونه له هغه وخته را پپل شول.
پوسټ ماډرنيزم د لوړو او ټيټو ادبي فورمونو ترمنځ د پولې رامنځته کولو سره مخالف دی.ټينګار یې په تقليد، کنايه او ټوکه ده.
پوسټ ماډرنيزم په هنر کې دبې تربيتۍ، ناخبرۍ،ابهام او زمانې تقارن ملاتړ او په هغو موضوعاتو ټينګار کوي، چې له انساني مفاهیمو لرې وي.پوسټ ماډرنيزم کلاسيک شعر هم مني ضرور نه ده چې مونږ به د ټاکليو اصولو په دايره کې شعر وایوو، پوسټ ماډرنيزم کې غزل هم ویلای شو؛ خو پوسټ ماډرن غزل.
پوسټ ماډرنيزم ادب په تخليقي ازادۍ ټينګار کوي او په ادب کې هر ډول نظم خنډ بولي.ماډرنيزم چې په دې برخه کې کوم اصول جوړ کړي وو؛ پوسټ ماډرنيزم هغه ټول ردوي.
په ادبیاتو کې پوسټ ماډرنيزم د متن مانا پېچلې او پراخه کړه.
ماډرنيزم په دې باور دی، چې په ټولنه کې هر ډول ټولنیزه ناروغۍ د علم او عقل په درملو رغېږي؛خو پوسټ ماډرنيزم عقل پالنه ردوي او له روڼاندۍ څخه انکار کوي.
په لوديځ کې د ماډرنيزم له امله له یوې خوا د نورو برخو په شان په ادب کې هم دهر څه محور انسان شو، یعنې دوی هڅه وکړه،چې د انسانانو برابرۍ د فکر د عامېدلو لپاره یو جهان شموله تمدن رامنځته کړي.
په رياليستکو ناولونو کې تاسې وګورئ چې زمان یوخطي شکل لري، ديوچا داستان دی، له پخوا وختونو نه را روان دی، ځوان شو، واده یې وکړ،وظيفه یې ترلاسه کړه او یوه پېښه و شوله.
په پوسټ ماډرنيزم کې اصلآ د زمان ښودلو لپاره معیار نشته؛اصلآ پوسټ مارډنيزم د معيار د نه منلو حالت دی.
یعنې په دې کې یو معيار حاکم نه دی لکه چې په ماډرنيزم کې مونږه وويل چې یو معيار په ټولو باندې مسلط دی.
مثلآ: زمونږ او تاسو پخواني ادبیات وګورئ، دخوشحال په وخت کې چې کوم فورمونه وو،هغه ماډرن وو؛نو په مقابل کې یې فولکلوري ادبیات خرفاتي وو.پخوانو شاعرانو له فلکلوري ادبیاتو استفاده نه کوله.»
د یادونې وړده ماډرنيزم او پوسټ ماډرنيزم د اوسني عصر نوي موضوعات دي په دې اړه په نورو ژبو کې اثار شته او په بېلابېلو برخو کې په دې اړه بحث شوی. د ماډرنيزم او پوسټ ما‌ډرنيزم ترڅنګ بله اصطلاح هم شتون چې د ماډرنيټي په نوم یادېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.