له تاجکستان سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک شو

257

د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان برېښنا شرکت او تاجکستان هېواد ترمنځ د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک شو.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا محمد حنیف حمزه په ترکیه کې د تاجکستان برېښنا د سهامي شرکت له رییس محمد عمر عسازاده سره په لیدنه کې ‏د ۲۰۲۴ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.

د دې لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو له تاجیکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو‌ولټ برېښنا نوي لېږد مزي د غځولو په اړه هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلک د برېښنا له زیاتې پارچاوۍ شکایت کوي او وایي، دې کار له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.