د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ (۲۰۲۳) پریکړې په هکله تحلیل او نظر

شاه محمود میاخېل

211

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه راپور تاید کړ چې تیره میاشت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونوخاص رپورټر، (Feridun Sinirlioğlu) فریدون سینرلیوګلو  وړاندې کړې و. د هغه هر اړخیزه رپورټ په هکله طالبانو، ځینو سیاسیونو او د ښځو

د حقونو ملاتړو ادارو ضد او نقیض عکس العملونه ښودليو.

د هغه راپور د لیکوالانو یو غړي سره په بحث راته وویل چې ډیر موارد د هغه راپور مبهم یا ګونګ ځکه پاتې و چې د حل لپاره

یې زیاتو بحثونو او وخت ته اړتیا لرله. په هغه راپور کې او هم د ملګرو ملتونو په پریکړه کې د افغانستان د خلکو د

ملي وحدت، استقلال، ملي تمامیت او دوامداره حمایت یادونه شویده.

همداشان د امنیت شورا په نوې پریکړه کې د یو باثباته، ښیرازه او همه شموله افغانستان یادونهشوېده. په پریکړه کې راغلي

چې افغانستان د زیاتو ستونځو سره لکه د بشر حقونه په خاصه توګه دښځو او اقلیتونو حقوق، بشري مرستې، امنیت،

مخدره توکي، اقتصادي او ټولنیزې ستونځې، انکشاف، حکومتولي او حاکمیت د قانون مخ دی.

د امنیت شورا په دې تاکید کوي چې د راتلونکې لپاره باید یو تګلاره رامنځته شي چې د خبرو اترو لهلارې دغه ټولو پورته

ستونځو ته رسیدګي وشي.

د دې لپاره چې افغانستان په خپلو کې او هم د ګاونډیانو او نړیوالو سره په سوله ایز ډول ژوند وکړي، د ملګرو ملتونو

د امنیت شورا په پریکړه کې د ټولو دخیلو خواو او ادارو سره د تفاهم او د یونیما په رول تاکید شویدی چې خپلو کارونو ته د ملګرو ملتونو د

پریکړو په اساس دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو په پریکړه کې راغلي، د دې لپاره چې د ټولو دخیلو خواو سره هر اړخیزې خبرې اومشورې وشي نو

د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي نه غواړي چې د افغانستان لپاره خاص استازوغونډه راوغواړي او د هغوي سره

د سلا مشورو نه وروسته په دوه میاشتو کې خپل ګزارش د امنیت شوراته وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې سږکال

 د می په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي پهقطر کې داسې غونډه راغوښتې وه چې کومو خاصو پایلو ته نه وه

رسیدلې او هماغه و چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړې په اساس خاص استازی فریدون سینرلیوګلو

وټاکل شو چې سیمې تهسفر وکړي او بیطرفه وړاندیزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ننې پریکړې اهمیت په دې کې دی چې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشيبه د افغانستان

لپاره خاص استازی ټاکي. د نوې استازي منډیت یا کاري ساحه دیونما نه پراخه ده اود نړۍ، سیمې او هم د افغانانو ټولو

ذیدخلو خواو سره به سلامشورې  کوي تر څو یو عملي تګلاره د افغانستان د ستونځو لپاره د سلا مشورو او تاید نه وروسته برابره کړي.

د دې پریکړې بله مهمه مسله دا ده چې د افغانستان مسلې ته سیمه ایزو او د نړېوال هیوادونو اهمیت ورکړ او د خاص استازي په موجودیت کې د بین الافغاني ډیالوګ او د افغانستان لپاره د رتلونکې تکل ترې زمینه مساعدیدلې شي.

د امنیت شورا د دغه پریکړې په وړاندې یو شمیر ستونځې هم شته. د ټولو نه مهمه ستونځه دا ده چېافغانان که

 په داخل کې دي او یا بهر، د دغه فرصت نه لکه د پخوا په څیر چې د نورو فرصتونو نه یې ګټهنه ده اخستلې،

موثره استفاده کولې شي او که نه؟

که د دې نوې فرصت نه ګټه وانخستل شي نو دا فرصت د افغانانو لپاره او هم سیمه ایزو هیوادونو ته پهلوی بحران بدلیدلې شي.

افغانان؛ په خاصه توګه د طالبانو حاکمه ډله او یا نور سیاسي او مدني اپوزیسون باید د دې درک ولري چې

دا فرصت تلپاتې نه دی او هره خوا ټولې خپلې غوښتنې او خواهشات نشي تر لاسه کولې.

اساسي خبره دا ده چې افغانستان بیا د نیابتي جګړو مرکز نشي او ټول افغانان د یو اساسي قانوند درلودلو په

چوکاټ کې سره ګډ ژوند، کار او سیاست وکړي. د افرادو او ډلو د امتیازاتو په عوض بایدپه همه شموله پروسه کار وشي.

دلته د امتیاز اخستنې، سمتي ، قومي، ژبني او نور متازغه مسایلمطرح نشي. یوازې او یوازې د افغانانو ګټې او د افغانستان

 سیاسي ثبات مطرح وي.

همدا شان دا مهمه ده چې د افغانستان لپاره د خاص استازو په راتلونکې غونډه کې سیمه ایز اونړیوال هیوادونه یوې

ښې سلامشورې ته ورسیږي. د سیمه ایزو او نړیوالو رقابتونو مسایل مطرح نه کړي او فوکس یوازې د افغانستان په ثبات

وي ځکه که  په افغانستان کې قانونمند او مشروع حکومت اودایمي ثبات نه وي، بیا په هغه صورت کې افغانستان سیمې او نړۍ ته

خطر دی خو که افغانستان کې قانونمند او مشروع حکومت او ثبات وي نو په هغه صورت کې سیمه به د افغانستان نه د

 خطر ویره ونه لري.

ټولې خواوې باید د نویمې کلیزې د ناکام تاریخ نه عبرت واخلي. اوس هم د د هر څه نه دا زیاته مهمه ده چې طالبان

د افغانستان لپاره جنګ غواړي او که سوله؟ د طالبانو حاکمې ډلې ته د ټولو نه زیاتمسوولیت متوجه دی چې

د بین الافغاني ډیالوګ، ثبات او قانونمند او مشروع نظام په راوستلو کې دملګرو ملتونو د خاص استازي سره همکاري وکړي.

هغه وخت د مجاهدینو د تنظیمونو په منځکې او هم د کابل په حکومت کې سیاسي اختلافونه او د سیمهایزو هیوادونو

 منفي رقابتونه د دې سبب شول چې د بنن سیوان پروسه ناکامه او افغانستان کې داخلي نیابتي جګړې پیل شي.

د هغه جګړو ضرر عامو افغانانو ته، ټولو دخیلو تنظیمونو او خواوته او همګاونډي او نړیوالو هیوادونو ته د افغانستان

د جنګونو تاوان ورسید چې تر اوسه د هغه لمبو د تاو نه ټولزوریږي او شکایتونه کوي.

ښه دا ده چې ټولې خواوې د دې نوي فرصت نه اعظمي ګټه واخلي او دا فرصت په بحران بدل نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.