ازمېیښت MMPI د

بریال حبیبي

236

د MMPI ازمېیښت 

نن سبا د مینه سوتا د شخصیت پېژندنې څو فازي پوښتنپاڼه یا Minnesota Multiphasic personality Inventor خورا عام او کارېدونکی ټیسټ دی، چې په ټوله کې د اروایي اختلالاتو په تشخیص کې ترې ګټه اخیستلې کېږي؛ که څه هم په آنلاین او آفلاین ـ دواړو بڼو ددغه ټیسټ ګڼې نسخې چمتو شوې، خو که په زغرده وویلی شي نو تر ټولو غوره او ډاډمنه لاره یې داده چې باید د ترسراوي او تفسیر لپاره یې د یادې برخې کوم متخصص ته مراجعه وشي.

په MMPI ازمېیښت کې د فرد د شخصیت ارزونې او نوموړي د چلندونو د پېژندنې لپاره لس مقیاسونه ټاکل شوي، یاد ټیسټ ددغه ټیسټ نوعیت ته په پام له خوا او شا ۳۳۰ تر ۵۷۰ پوښتنو پورې په بر کې نیسي او بیا په ډلییز یا وګړیز ډول په کاغذ او یا له کمپیوټر و انټرنټ نه په استفادې بشپړېږي.
لکه څرنګه چې مو وړاندې وویل، ددغه ازمېیښت د ترسراوي وخت هم متغیر دی او د یاد ټیسټ په نوعیت پورې اړه لري.
د MMPI ازمېیښت د لومړني ځل لپاره د مینه سوتا پوهنتون د علمي هیئت د دوو غړو له لوري په ۱۹۳۰زېږدیز کال کې وړاندې شو، خو له هماغه مهال نه تر اوسه پورې ترې د جنسیتي او نژادي تعصبونو اړوند ځینې موارد کله ناکله حذف او یا د پایلو د لا غوره والي و دقیق والي په پار بیا بیا آپډیټېږي.
نن سبا ددغه ازمېیښت وروستۍ بڼه د نړۍ تر څلوېښتو ډېرو هېوادونو کې د MMPI-2 تر سرلیک لاندې کارېږي؛ د MMPI-2 ځینې مقیاسونه داسې دي:
۱ـ ځان ناروغ ګڼل:
دغه شاخص دوه دېرش پوښتنې په بر کې نیسي او ددې لپاره دی چې وښایي چې آیا فرد د خپلې روغتیا اړوند اندېښنې لري او که نه؟
او یا ددغو اندېښنو کچه څومره ده؟
ځان ناروغ ګڼل هغه حالت دی چې یو کس له کومو طبي نخښو نښانو او یا د ناروغۍ له اغېز پرته ځان ناروغ وګڼي او یا فکر کوي، چې ډېر ژر به پرې مبتلا کړلی شي.
په دغه برخه کې د ډېرو امتیازاتو ترلاسه کول ددې ښکارندویي کوي، چې په دې اړه ستاسو اندېښنو ستاسو عادي ژوند کې مزاحمت جوړ کړی او ممکن ستاسو په اړیکو او … کې د ستونزو سبب وګرځي.
۲ـ خفگان:
د خفګان شاخص اووه پینځوس پوښتنې لري او له ژوند نه ستاسو د رضایت کچه سنجوي؛ هغه کس چې دغه شاخص کې لوړې نمرې یوسي، ممکن له کلنیکي افسردگي او یا د خودکشي له فکرونو سره په دوامداره توګه لاس وګرېوان وي او هغوی چې دلته یې امتیازات کم دي، ددې ښکارندویي کوي چې له هغه موقعیت و حالت نه ناخوښي دي، چې اوس پکښي اوسېږي.
۳ـ نارینه توب/ ښځینه توب:
دغه برخه شپږ پینځوس پوښتنې لري او موخه ترې د افرادو د جنسي هویت تعین دی؛ خو دا برخه په هغې زمانې پورې اړه لري، چې ځینو ارواپوهانو به همجنس ګرایي یو ډول اختلال بلله.
نن سبا چې ډېریو لوېدیځو هېوادونو کې همجنس ګرایي د یوه اختلال په توګه نه یادېږي، نو ځکه له دغه شاخص نه له جنسیتي قواعدو سره د افرادو د سازګاري د کچې په ارزونه کې کار اخیستلی کېږي.
۴ـ سکېزوفرنیا/ سکېزوفرني:
د سکېزوفرنیا/ سکېزوفرني مقیاس اته اویا پوښتنې لري او په ډاګه کوي چې:
آیا تاسو په سکېزوفرنیا/ سکېزوفرني اخته یئ او که نه؟ او یا په سکېزوفرنیا/ سکېزوفرني مو د اخته کېدلو احتمال شته او که نه؟ او… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.