چارلي چاپلین وایي

رفیع الله رفېع

239

د نړۍ د سینما په تاریخ کې تر ټولو مشهور کومېډین «چارلي چاپلین» وايي:

کله چې زه ماشوم وم، له پلار سره د سرکس لوبې لیدو ته لاړم. د ټکټونو د اخیستو لپاره په اوږده لیکه کې ولاړ وو، مخې ته مو د شپږو ماشومانو کورنۍ وه، مور او پلار یې بېوزله ښکارېدل.

هغه ماشومان ډېر خوشاله ښکارېدل. کله چې د دوی وار راغی، نو پلار یې د ټکټ‌ پلورنې دفتر ته ورغی او د ټکټ د قېمت پوښتنه یې ترې وکړه، کله چې د ټکټ پلورنې د دفتر کارکونکي ورته د ټکت د قیمت په اړه وویل، پلار یې چې په جيب کې تکټ پرېکولو پيسې نه درلودلې، د خپلې کورنۍ پر وړاندې خجالت شو.

ومې ليدل چې پلار مې له جيب څخه شل پونډه راواېستل او په ځمکه يې وغورځول، بيا يې راپورته کړل او د سړي په اوږه يې لاس کېښود او ورته يې وويل: ستا پيسې لوېدلې دي! سړي زما پلار ته وکتل، په داسې حال کې، چې به سترګو کې یې اوښکې وې ورته وویل مننه صاحبه.

وروسته له هغه، چې دوی ننوتل پلار مې زه له لاسه ونیولم او موږ له کتار څخه شاته شو، ځکه، چې هغه یوازې هماغه شل پونډه درلودل، چې هغه سړي ته يې ورکړل.

له هغې ورځې راهیسې زه په خپل پلار ویاړم او دا زما په ژوند کې تر ټولو ښکلې ننداره وه، حتا د سرکس د لوبې له نندارې څخه هم ډیره ښکلې وه، چې ما نه وه لیدلې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.