په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول او د نجونو زده کړې د افغانانو غوښتنه ده

215

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول او د نجونو زده کړې د افغانانو غوښتنه ده.

نوموړي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د

طالب چارواکو ترمنځ د نجونو د زده کړو په اړه د نظر اختلاف شته او هیله من دی، چې دا ستونزه ژر حل شي.

هغه یو وار بیا په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره د ملي خبرو اترو پر پیل ټینګار کړی دی.

د ښاغلي کرزي په خبره، که څه هم مرګ ژوبله کمه شوې ده؛ خو لا هم په هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات نه دی راغلی.

د یادونې ده، چې حامد کرزي تر دې څو ځله وړاندې هم پر ملي ډیالوګ او د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستل کېدو ټینګار کړی دی.

خو سرپرست حکومت تل ویلي، چې حکومت یې ټول ګډونه دی او د یو مناسب چوکاټ له جوړېدو و روسته به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.