په ایران کې په دوو غبرګو چاودنو کې د مړو شمیره ۱۰۳ تنو ته ورسید

196

د ایران په کرمان ولایت کې د قاسم سلیماني قبر ته څېرمه په دوو چاودنو کې تر اوسه پورې ۱۰۳  تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ایران د دولتي ټلویزیون د خبر له مخې، د قاسم سلیماني د قبر په ۷۰۰ مترۍ او یو کیلومترۍ کې دوه چاودنې رامنځته شوې. ویل کیږي لومړۍ چاودنه د سلیماني د قبر په ۷۰۰ مترۍ کې او دویمه بیا په یو کیلومترۍ کې رامنځته شوه. دا چاودنې پداسې حال کې رامنځته کیږي چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس د پياوړي قوماندان جنرال قاسم سلیماني د مرګ څلورم تلین لمانځل کیده. د کرمان ګلزار د شهیدانو په هدیره چیرته چې د سلیماني د تلین مراسم جوړ شوي وو په لسګونو زرو تنو ګډون کړی وو.

د لومړنیو موندنو له مخې دا  دوه  چاودنې چې د شاوخوا لسو دقیقو په توپیر سره رامنځته شوې ، له امله يي تر اوسه پورې ۱۰۳ تنو ژوند دلاسه ورکړی او  او ۱۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي دویمه چاودنه د قاسم سلیماني هدیرې ته په غځیدلې سړک کې د تالاشۍ او پلټنو په نقطه کې شوې ده .

د ایران دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې دا چاودنې یو ترهګریز برید وو.

د دې د بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې اسرائیلو یوه اونۍ مخکې په سوریه کې د سپاه پاسداران د ځواکونو په یو مرکز د برید سره د سپاه پاسداران یو ډیر غښتلی او مهم قوماندان او سلاکار رضا موسوي وواژه . رضا موسوي د جنرال قاسم سلیماني د ډیرو نږدې ملګرو او همسنګرانو څخه وو. همداشان اسرائیلو تیره شپه د لبنان په پلازمینه بیروت کې د ایران پلوي د حماس د ډلې د مهمو مشرانو په یو دفتر برید وکړ چې په نتیجه کې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري په ګډون ګڼشمیر کسان ووژل.

trt.net.tr/pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.