د طالبانو د حکومت په مخ کی پرتی ستونزی به څنګه حل شی؟

انجنیر سلطان جان کلیوال

251

حقوق پوهاند داکتر استاد محمدعثمان تره کی صاحب د آریانا افغانستان په ویب سایټ کی تر دی عنوان لاندی چی « طالبان در رد قطعنامه شورای ملل متحد به خطا رفته اند»، د نړیوالو حقوقی معیارونو له مخی یوه لنډه مګر مکمله څیړنیزه مقاله لیکلی ده، چی ډیرو اړینو ټکو ته پکی ځای ورکړ شویدی.

استاد تره کی صاحب په تیرو وختونو کی د  قیمومیت لاندی د پرتو هیوادونو په وړاندی د ملګرو ملتون د نړیوالې ادارې د مکلفیتونو د شرحی نه  وروسته چی اوس  د قیمومیت لاندی هیوادونه شتون نه لری، د طالبانو د رژیم او د افغانستان دوسیی ته د ملګرو ملتو د اداری غیر رسمی کتنی د لایل داسی بیانوی:

« په لنډیز سره»

 ۱ – افغانستان اقتصادی استقلال نه لری ……..

۲ – نجونو ته د تعلیم او کار کولو حق نه ورکوی ……..

۳ – اداری او حکومتی نظام د اساسی قانون په چوکاټ کی نه دی جوړ شوی …..

۴ – طالبانو واکمنی د هغوی د تنظیمی غوزی څخه نه ده را بهر شوی …….. او

۵ – د طالبانو حکومت د نړیوالو له لوری په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

استاد تره کی صاحب وایی چی د همدی د لائیلو له امله د ملګرو ملتو اداره ځانته حق ورکوی چی د افغانستان په مسئله کی په مشورتی بڼه ځان ورشریک کاندی.

تردی وروسته استاد تره کی صاحب د روس ، چین او ایران د هیوادونو اړیکی د افغانستان سره څیړی او وایی چی :

 « سه کشور روسیه، چین و ایران تصور میکنند که با دادن صبغه جهانی به دوسیه افغانستان راه برای نفوذ کشور های غربی از مسیر ملل متحد باز میشود.»

تردی جملی وروسته استاد  د طالبانو سره د دی دری هیوادونو د اړیکو په هکله څه نور لنډې خبرې هم لری، خو اوس اساسی پوښتنه دا ده چی طالبان به څه ډول وکولای شی چی هم په هیواد کی دننه سیاسی، اقتصادی اونوری په لسګونو ټولنیزی ستونزی حل کاندی او هم په نړیوالو هغو خنډونو باندی بری و مومی چی دوی له دنیا نه بیل او په انزوا کی ساتلی دی؟

په روانو حالاتو کی خو داسی ښکاری چی د طالبانو زعامت نه د داخلی ستونزو د حل سره کومه دلچسپی لری او نه د نړیوالو خنډونو د له منځه وړلو د پاره کوم تدبیر لری، دوی دراتلونکی د پاره یواځنی پلان چی لری هغه دادی چی باید په هیواد کی د ننه په هر ولایت کی په سالګونو دینی مدرسی پرانزی او اوسنی تنکی ځوانان او راتلونکی نسلونه داسی وروزی چی د دوی د رادیکالو افکارو د تطبیق د پاره تری ګټه اوچته شی.

همدارنګه په نړیوال اړیکو کی هم زیار کاږی د داسی معاملو او قراردادونو د پاره لاره اواره کړی چی که د هیواد د طبعی زخیرو او شتمنیو نه دوی ته لس یا شل فیصده ګټه تر د لاسه شی چی د دوی روان سیستم ورباندی وچلیږی، نوره اتیا یا نوی فیصده بل هیواد لکه چین، روسیه، ایران، پاکستان او نورو ته هم لاړه شی د اوس د پاره څه توپیر نه کوی. چی ښه مثالونه یی د داخلی او خارجی شرکتونو سره د معدنونه د استخراج او همدی ګاونډیو هیوادونو ته د انتقال پروسه ده چی په شدت سره جریان لری.

که طالبان هغه غوښتنو ته چی استاد تره کی صاحب طرحه کړی دي غاړه کښیږدی او ویی منی نو بیا خو ستونزه حل ده، چی هم به خپل ملت ور سره ملاتړی وی او هم به نړیواله ټولنه ور سره په ټولنیز پرمختګ کی فعاله برخه واخلی. خو که د طالبانو زعامت دا غوښتنی لکه تر اوسه چی نه دي منلی په راتلونکی هم ونه منی نو ایا تر کومه به هم طالبان او هم افغان ملت په داسی ځوړند او بلا تکلیفه حالت کی ژوند ته ادامه ورکړلی شی؟ او د دی معضلی د حل اساسی لاره به کومه وی؟

که چیری ممکنه وی او محترم استاد عثمان تره کی صاحب چی تل یی د خارجی زور زیاتی په وړاندی د طالبانو د دریځ ملاتړ کړیدی او یا نور داسی پوهان دوستان چی د طالبانو سره نژدی او ښی اړیکی لری په مشوری سره د یوی داسی عملی لاری په لټه کی شی چی د طالبانو د رژیم په مخ کی پرتی ستونزی، د طالبانو سره د ملت ستونزی او همدارنګه د نړیوالو سره موجودو ستونزو او غوټو ته په اواروالو کی مرسته وکړلی شی، دا به ډیر غوره او د خپل خدای، ملت ، وطن او نړیوالو په وړاندی یو ډیر ستر کاروی. هیله ده چی محترم استاد په دی هکله فکر وکاندی او دی ابدی ویاړمن کار ته ملا وتړی. مونږ به ورته د ښې روغتیا او پوره سلامتیا د پاره دعاګانې کوو. مننه. پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.