لویه سیاسی تیر وتنه

انجنیر سلطان جان کلیوال

217

 د یکشنبی په ورځ د ۲۰۲۴ کال د فبروری د میاشتې په (۱۸) نیټه د قطر د هیواد د دوحا په ښار کی د ملګرو ملتو په غوښنته د نړی دشاوخوا شلو لویو هیوادونو او ګڼو نړیوالو ټولنیزو سازمانونو په ګډون د افغانستان د سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزو حالاتو د څیړنې په منظور یوه نړیواله غونډه جوړه شوه. په دی غونډه کی په نړۍ کی د ډیرو مهمو مسایلو د شتون سره سره د ملګرو ملتو د اداری عمومی منشی انتونی ګوتیريش هم د مشر میلمه پال شخص په توګه برخه اخستې ده. دی دی معنی دا کیدای شی چی افغانستان لا هم په نړیواله سویه په محراق کی قرار لری.

د نورو تیرو غونډو په خلاف په دی غونډه کی د طالبانو نه هم د یوی سیاسی ډلی په توګه د ګډون غوښتنه شوی وه. خو له بده مرغه د طالبانو زعامت د ډیرو وړو دلایلو په وړاندی کولو سره په دی نړیواله با اهمیته غونډه کی د ګډونه نه انکار وکړ او غونډې ته ور نه غلل.

د طالبانو ویاند و ویل چی دوی ځکه غوڼدی ته ور نه غلل چی:

اول:- د ملګرو ملتو غمومی منشی د طالبانو د خارجه وزیر سره د ملاقات غوښتنه رد کړه.

دویم: ملګرو ملتو طالبانو ته د غونډی اجند ورنکړه.

دریم : د طالبانو نه د یوه دولت په توګه نه بلکی د یوی سیاسی ډلی په توګه د ګډون غوښتنه شویوه.او ممکن همداسی ځنې نورې وړې خبرې.

اول خو د طالبانو دخارجه وزیر لیدنه د عمومی منشی سره هیڅ ضروری  موضوع ځکه نه وه، چی عمومی منشی په خپل دریځ په عمومی تالار کی هم تاسو ته او هم نړیوالو ته وړاندی کړی وای او ستاسو نماینده به خپل دریځ هم عمومی منشی او هم نړیوالو ته څرګند کړی وای. نو  خصوصی لیدنې  به هیڅ اړتیا نه وای پیښه شوی.

 دویم د اجندا د لیل : لومړی خو دا د باور وړ نه بریښي چ طالبان دي د اجندا نه یا په رسمی او یا په غیر رسمی توګه خبرتیا ونه لری، خو که ویی منو چی دوی ته اجندا نه ده ورښول شوی، هم  هيڅ ارزښت لرونکې خبره ځکه نه وه چی تاسو به د خپلی اجندا سره غونډه کی برخه اخستی وای، د غونډی ګډونکو به تاسو ته کورنۍ وظیفه درکوله ( چی اوس یی هم درکوی) او تاسو به نړیوالو ته کورنۍ وظیفه ور په ګوته کړی وای.

دریم دا چی ولی د یوه دولت په توګه درته بلنه نه ده درکړشوی او د یوی سیاسی ډلې په ټوګه یی بللی یاست. اوس نو تاسو خپله قضاوت وکړی او په اوسنۍ زمانه کی دولت تعریف کړی بیا ګیله وکړی. د اوسنۍ زمانې دولتونه د نړۍ د ټولو او کم له کمه د نیمایی هیوادونو سره سیاسی او اقتصادی اړیکی لری، تاسو یی لری؟ د اوسني دولتونه اساسی قوانین او د وظایفو د جرا ځانګړی اصول لری ، تاسو یی لری؟ اوسني دولتونه ملی شوراګانې او د ولسونو سره د اړیکو ساتلو پاره پارلمانونه لری، تاسو یی لری؟ او سني دولتونه په هیواد د حاکمیت د پاره انتخابات لری، ترڅنګ د آپوزیشن په نوم نور رسمی سیاسی ګوندونه لری، تاسو یی لری؟ اوس تقریباً د نړۍ ټول هیوادونه په ملګرو ملتونو کی نمانده لری، تاسو یی لری؟ او داسی داسی نور ملحوظات. بل داچی متل دی وایی « زما مڼه په کارده که د مڼې له ونې وی که د سنځلی له ونی». وه وروره تا باید په غونډه کی ګډون کړی وای ترڅو دی ځانته د دولت حیثیت تر د لاسه کړی وای.

زما په اند هرچا چی د طالبانو محترمو مشرانو ته  په دی غونډه کی د نه ګډون مشوره ورکړیده ښه یی نه دی کړی او دا مشاورین د طالبانو دوستان نه بلکی ښه قسم خوړلی دښمنان دی.

ښاغلو د طالبانو مشرانو! تاسو ته به د ملګرو ملتو اداره یوه ګوډاګۍ اداره ښکاری او د لویو زبرځواکونو د پلانو تطبیقونکی به درته معلومیږی چی دا یو حقیقت هم دی. خو همدا اداره کولای شی چي  خپلې د امنیت شورا ته ستاسو په هکله هر ډول یی چی یی غوښتی وی راپور ورکاندی او د امنیت شورا بیا امریکا او یا بل زبر ځواک ته لکه د تیر په څیر ستاسو د نظامی سرکوبۍ جواز ورکاندی. تیرکرت خو پاکستان ستاسو لاس نیوی وکړ، او د بیا تشکل امکانات یی درته برابر کړل، خو داکرت پاکستان تاسو سره مرسته ځکه نه کوی چی تاسو د پاکستانی جنرالونو ډیرې غوښتنې و نه منلی او هغوی مو په ځان باندی بی باوره کړل. ستاسو ډیر مشران نن هم د سرحد په توګه د ډیورنډ لاین د نه منلو خبره کوی او داسی خبری د پاکستان نظامی چارواکو ته په قطعی توګه د منلو وړ خبری نه دی. تاسو باید په دی پوهیدلی وای چی د هرو سترو سترګو لرونکی حیوان زمری نه وی. دا هم په یاد ولری که د امریکا په راتلونک ټاکنو کی واک پخوانی جمهور رئیس دونالد ټرمپ تر د لاسه کړ هغه د هفتی (۴۰) ملیونه ډالر در باندی په لومړی ورځ قطعه کوی، بیا دی سل افغانی دیوی پاکستانۍ کلداری سره تبادله کیږی. فقر، ناداری او بیکاری به دی د هیواد ولسونه دی ته اړباسی چی یوی لورې ته د تیښتی د لاری په لټه کی شی. خبرې به ستغې وی او ستاسو به نه خوښیږی خو ماته خپله پوهه او تحلیل همدا وای.

تیګې را اخلی ځان پری ولی ملامت څوک دی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.