خپلې موخې پر کاغذ ولیکئ

ژباړه: رفیع الله رفېع

337

که غواړئ بریالي شئ؛ موږ يې ۲۲ لارې درښايوو؛ د دې ليکنې په لوستو به پوه شئ، چې د کومو لارو په تعقیبولو ځان يو بریالی شخص جوړ کړئ.

يو: د هر کار له ترسره کولو وړاندې د خپل ځان څخه وپوښتئ، چې د دې کار ترسره کول/ نه ترسره کول به زما په راتلوونکي ژوند څه تاثير ولري؟ که ځواب مثبت و، اقدام او که منفي و له سره پرې فکر وکړئ.

دوه: راتلوونکي لپاره بهترينه لاره د هغې لارې جوړول دي، چې تاسو پرې مخکې تګ لرئ.

درې: هېڅ دنده راتلوونکی نه لري، بلکې راتلوونکی کولای شي، چې شخص د يو منصف خاوند کړي.

څلور: خوشبختي هغه وخت ترلاسه کولای شئ، چې کوم کار، چې تاسو يې ترسره کوئ، په هغه باور ورلرئ، په ښه ډول وپېژنئ او مينه ورسره ولرئ.

پينځه: د کار کولو وړتيا نه لرل او يا د مناسب چاپيريال نه شتون ستاسو د پرمختګ مانع نه شي کېدی، بلکې ستاسو په خپل ځان د باور نه شتون ستاسو د پرمختګ مخه نيسي.

شپږ: ستاسو کړنې، ستاسو شخصيت جوړه وي.

اوه: ژوند د يو پېچلي قلف په څېر دی، يوازې هغه کار، چې بايد تاسو يې وکړئ دا دی، چې خپل کارونه په شماره وار او منظم ډول ترسره کړئ، ترڅو پېش بيني شوې نتيجه په ښه شکل ترلاسه کړئ.

اته: مثبت فکر او ليدلوری مو په ځان او نفس باور زياتوي.

نهه: ستونزې مو نه ودروي، بلکې زده کړه درکوي.

لس: هېڅ څوک ستاسو څخه بهتره نه دي، يوازې ځينې کسان په ځانګړو برخو کې ستاسو څخه ډېره پوهه او علم لري.

يوولس: هره لويه بريا د زرګونو کوچنيو او عادي هڅو نتيجه وي، چې ډېر وخت د نورو د توجو او پاملرنې وړ نه ګرځي.

دولس: ستاسو باور ستاسو د فکر او انسانيت ترجمان دی.

ديارلس: په کاغذ ستاسو ليکل شوې موخې، تاسو سره سل فيصده مرسته کوي، چې په ښه شکل يې ترلاسه کړئ.

څوارلس: مهمه نه ده، چې له کوم ځای څخه راغلئ، بلکې مهمه دا ده، چې چېرته روان استئ.

پينځه لس: دقت او تمرکز د عمل کولو دوه مهم عاملونه دي، ځانګړې پاملرنه ورته پکار ده.

شپاړس: روښانه او له وړاندې تعين شوي اهداف د پرمختګ او برياليتوب لپاره مهم عنصرونه دي.

اوه لس: د شروع کولو تصميم د پای ته رسولو له تصميم څخه مهم دی.

اته لس: د پيسو او نورو ضرورتونو لپاره وخت مهم شی دی، چې په ژوند کې ورته بايد ځانګړې پاملرنه وشي.

نوولس: د نن ورځې بريالي کسان هغه څوک دي، چې د خپلو سيالانو څخه ډېر پوهېږي.

شل: لويې هيلې ولرئ، يوازې لويې هيلې کولای شي، چې ستاسو روحيه او ذهن فعال وساتي.

يو ويشت: هر کار، چې تاسو يې ترسره کوئ وخت ته اړتيا لري، خپل وخت ارزانه مه پلورئ.

دوه ويشت: که چېرې مرغۍ خپل مرداری ستاسو په سر توی کړي، خوشحاله شئ، ځکه، چې غوايان الوت نه شي کولای.
ژباړه مو که خوښه شوې وي؛ نو له نورو سره يې هم شریکه کړئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.