د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۳۳مه‌ برخه

آصف بهاند

193

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۵۳مه برخه

 

دا خو ترسختو شوله سخته

هره شېبه دې زوروي، بیا دې شړینه

 

ږیـره دې خېټه باندې توی شه

چې ستا فتوی له خلکو لارې ورکوینه

 

رنگ به یې ورځ تربلې تورشي

د ایراني ظالم مزدور چې سړی شینه

 

څوورځې مخکې د طالب مقاماتو په حواله د میډیا په رپوټونو کې راغلي وو چې د پاکستان په زندانونو کې ۶ زره افغان کډوال بندیان دي. په همدې باب د تاند په یوه رپوټ کې داسې راغلي وو:

«تاند (سې شنبه، د جدې ۱۲ مه) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وایي چې د پاکستان په زندانونو کې تر ۶ زرو پورې افغان کډوال بندیان دي.

د هغه په وینا، د دغو کډوالو د خوشې کولو لپاره پاکستاني چارواکو سره  خبرې روانې دي.

د راشد په خبره، له یو شمېر پاکستاني زندانونو څخه د دوی په هڅو تر ۶۰۰ پورې افغان بندیان خوشې شوي هم دي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني ځواکونو د ناوړه چلند له امله وخت په وخت افغان کډوالو شکایت کړی.

ګڼو نړیوالو بنسټونو هم تایید کړې چې پاکستان پر افغان کډوالو ظلم کوي، خو عملاً یې د دغه چلند په کمولو او مخنیوي کې کومه لاسته راوړنه نه ده لیدل شوې.»

دغه راز په ایران کې هم گڼشمېر افغانان په زندانونو کې پراته دي او بدې ورځې تېروي. په ایران کې د افغان بندیانو په باب د تاند په یوه بل لنډکي راپور کې داسې راغلي دي:

«تاند (چارشنبه، د جدې ۱۳ مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو مرستیال وزیر عبدالرحمن راشد د ایران په زندانونو کې د شاوخوا ۷ زرو افغان کډوالو د موجودیت خبر ورکړی.

نوموړي په یوه مرکه کې د دوی د خوشې کولو د هڅو یادونه هم کړې او ویلي چې په دې لړ کې شاوخوا ۴۰۰ بندیان را خوشې شوي هم دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د پاکستان تر څنګ لسګونه زره افغانان ایران ته هم کډوال شوي چې یوه لویه برخه یې بېرته په زوره ایستل شوي.

را ایستل شوي کډوال د ایراني ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایت لري او وایي نه یوازې له شکنجه کولو وروسته یې وباسي؛ بلکې شتمنۍ یې هم لوټي او تش لاس یې افغانستان ته ستنوي.

د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم یو ځل منلې وه چې ایران نه ستانه شوي کډوال له همداسې چلنده شکایت کوي.

یو شمېر خلک بیا پر طالب چارواکو نیوکه لري، چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته سمه پاملرنه نه کوي.»

د گاونډیو هېوادونو (ایران ـ پاکستان) په زندانونو کې د افغان بندیانو جُرم څه دی؟ او په زندانونو کې یې حالت څه ډول دي؟ په دې باب څوک سم معلومات نه وړاندې کوي.

له گاونډیو هېوادونو (ایران ـ پاکستان) څخه د افغان کډواولو د راشړلو کیسه اوس په یوه عادی خبر باندې بدل شوی دی او ښایي نړیوالو ته یوه عادي موضوع ښکاره شي؛ خو د افغانستان د خلکو له‌پاره دا د یوه داسې ستر اوښتونه بڼه لري چې چې په اوسمهال او راتلونکو کې د دوی پر ژوند باندی ښایي ناوړه اغیز ولري. پر افغانستان باندې حاکم خلک که څه وايي که یې نه وايي. خو خلک یا ژر یا ورو خپل عکس‌العمل ښیي او خپل غږ باسي، څو بېلگې یې په لاندې لنډیو کې لیدلای شئ:

پاکستان وې یو مکتب ړنگ کړئ

مـوږه وروسـېـځـل بې‌شمېره مـکـتـبـونه

 

څله له نورو نه گیله کړو

خپله مو وران کړل ابادۍ او بنسټونه

 

د ځان عزت که چېرې غواړئ

د پاکستان پرلوري مه‌کړئ سفرونه

 

دا خو ترسختو شوله سخته

هره شېبه دې زوروي، بیا دې شړینه

 

د ځان عزت که چېرې غواړئ

نو د ایران له لارې مه‌کړئ سفرونه

 

پرهر سرحد چې اوس تېرېـږي

وهل، وژل او ورسره دي ډېر رزکونه

 

دریغه چې زه لکه مارغه وای

له سرحـدو نـه بــه بـېـغـمـه تـېـرېـدمـه

 

خیال کې ترهرې پولې تېر شم

چې ټکان چې وخورم د ایران زندان کې یمه

 

ځان دې هوښیار کړه، پام دې نیسه

د ای‌اس‌ای دام کې چې بند نه شې مییٔنه

 

دا وروستی چانس دی غلط نه شې

کــه ورانــول ابــادول دي، خــپــل دې دیـنـه

 

رسک دې په قدم کې شته‌دی

کـه د ایـران پــرلارې وکـړې سفـرونـه

 

که مرسته کړې، په ژوند یې وکړه

چې بلې نه کړې ډیوې ما ته پرقبرونه

 

رامعلومېـږي هرڅه لاړل

گاونډ پردی دی هېڅ صرفه هم نه کوینه

 

رامعلومېـږي، نیول کېـږو

چې کوم سرحد دی په کې نه‌شته څراغونه

 

ترکان هوښیار دي غلي ناست دي

کډوال چې راشي ورته نیسي کمینونه

 

ږیره دې خېټه باندې توی شه

چې ستا فتوی له خلکو لارې ورکوینه

 

زما لالی تر کوچو سپین دی

له ایراني سره نوکر دی تور به شینه

 

زما ځواني دې راترخه کړه

نیستي دې وسوځي ځوانۍ کې یې زوړ کړمه

 

رنگ به یې ورځ تربلې تورشي

د ایراني ظالم مزدور چې سړی شینه

 

دسیسې ډېرې ظلم ډېر دی

پردي وطن کې به ځان څنگه خلاصوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.