یوناما: د کابل پروني برید لږ تر لږه ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

132

طالبان

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلي، د کابل پروني برید کې تر ډېره هزاره وګړو ته مزګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما پر اکس یا پخواني ټوېټر یوه بیان کې لیکلي “د کابل تېرې شپې برید کې لږ تر لږه ۲۵ هزاره وګړي مړه او ټپي شوي دي.”

طالب چارواکي د یوناما دې شمېرو په اړه څه نه وایي.

له دې مخکې کابل کې طالب چارواکو د کابل دشت برچي سیمه کې د دې چاودنې له کبله د دوه کسانو د مړینې او ۱۴ نورو ټپي کېدو پخلی کړی وو.

یوناما دې بیان کې په ولسي وګړو د بریدونو د درولو او د افغانستان هزاره وګړو خوندیتابه ته پر لا پاملرنې ټینګار کړی.

د شنبې په ماښام ځایې وخت شپږ بجې د کابل ښار په لوېدیځه سیمه دشت برچي کې پر یوه کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې وه.

له پېښې وروسته طالب چارواکو ویلي وو، ‘لومړني مالومات ښيي چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي‌ او ۱۴ نور ټپیان دي.‌’

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم له چاودنې وروسته د دغې پېښې په اړه وروستي جزیات خپاره کړي.

نوموړي ويلي”د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د سپرلۍ په یوه کاسټر موټر کې چاودنه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې له بده مرغه په یاد موټر کې ناست ۲ تنه عام هېوادوال شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.”

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپلو ټولنیزو رسنیو دا پېښه غندلي ده.

حامد کرزي ویلي د کابل په دشت برچي سیمه کې چاودنه چې له امله یې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي او د ده په ټکو “دا تروریستي عمل غیر اسلامي او ضد بشري عمل بولي.”

د دې چاودنې څرنګوالی لا مالوم نه دی، خو تازه یې مسولیت داعش ډلې منلی دی.

طالبان

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

په خواله رسنیو کې له سیمې خپرو شویو وېډیوګان کې لیدل کېږي، چې کاسټر ډوله موټر له چاودنې وروسته اور اخیستی او لمبي ترې پورته کېږي.‌

د اوروژنې عملې له رسېدو مخکې ځایي خلکو د اور مړه کولو لپاره اوبه ورځغلولې.

طالب چارواکي وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.‌

دا روانه اونۍ په سیمه کې دویمه خونړۍ پېښه ده چې مسولیت یې داعش وسله وال مني.

له دې مخکې د ایران په کرمان کې د دوه چاودونو له کبله له سلو د ډېرو کسانو د مړینې ویل شوي دي.

د کابل په شیعه میشتي دشت برچي سیمه کې د تېر ماښام چاودنه چې مسولیت یې داعش اخیستی روان کال د دې ډلې دویم لوی برید دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.