په خيالي غرور اخته حکومت، هوایي ژمنو ته ناست ولس او په بهرني ملاتړ معتاد سياستوال

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

1,136

په خيالي غرور اخته حکومت، هوایي ژمنو ته ناست ولس او په بهرني ملاتړ معتاد سياستوال

موږ افغانانو له تيرو څو لسيزو راهيسې د خپلمنځي شخړو د حل وړتیا له لاسه ورکړي ده. ګاونډيان د افغانانو خپلمنځي جګړه خپل ستراتیژیک هدف ګڼي خو بالاخره په خپله پکې ونښلي او نړيوال زبرځواکونه هم د افغانستان د خلکو د متنوع کلتوري جوړښت عنعنوي مذهبي ځانګړتياو او د ټيټې کچې زده کړو په هکله د اړينو معلوماتو د نه درلودلو او يا هم د خپلو افغان اجنټانو لخوا د افغانانو د ديني او کلتوري تړاوونو په هکله د غلطو معلوماتو ورکولو له امله هر وخت غولول شوي او ناکام شوي دي،خو د افغانانو د غولولو او لوبولو همدغه لوبه لاهم روانه ده.

متأسفانه  له لسيزو راهيسې زموږ حاکمان د ملت له خيټې څخه د راټوکيدو او په خپل ولس باندي د تکيې کولو پرځاى له بهر څخه تپل شوي دى او د خپل مشروعیت په شمول هر څه له بهرنيانو څخه غواړي. ځکه خو افغان سياستوال له مودو راهیسې د ملي ګټو لپاره د قرباني ورکولو  او ملت مو د سياستوالو په کړنو باندي د څار او له هغوى څخه د حساب اخيستلو په برخه کې ښه شاليد نه لري.  مشرانو په خبرو غولولي يو، د واک له ختمېدو سره سم يې پرييښي يو او خپلې تېښتې ته يې توجيهات هم وړاندې کړي دي. له تيرو پنځو لسيزو راهيسې د سوسياليزم دين وطن ديموکراسي په شعارونو وغولول شوو. همدغه لامل دى چې هېواد مو د پرديو نيابتي جګړو ډګر ګرزيدلى دى.

که د حال خبره کوو، نو پوښتنه دا ده چې ايا معاصرو زده کړو ته د سختې اړتيا ليدل کيدو او ناپوهي د غلامي ګڼلو په معاصر وخت کي په نظام باندې د ولسي باور بايللو لپاره به دوه کاله خورا زيات وخت نه وي چې اوسنيو حاکمانو ولس ته د انجونو په مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو د پرانستلو وعدې ورکړې، خو عملاً لاهم هيڅ نشته؟ بله پوښتنه دا ده چې ايا د حاکمې ډلې لخوا د ژمنو پوره کولو لپاره له دوه کاله زيات  وخت  په انتظار کې ناست ولس ته به اوس د ويښ ملت لقب ورکول مناسب وي؟

ايا د اسلامي اُمّت او هېواد د ثُقه ديني عالمانو ترمنځ له هر ډول ښکاره مباحثې او مناظرې پرته د انجونو په زده کړو باندي بنديز او د ناپوهي تورتمونو ته د ولس کش کول، د څو مټکورو او سرټمبه اشخاصو د مکر ژړا او واويلا به اوسني حاکمان د متعال رب او خپل ولس په وړاندې له حساب او ځواب ورکولو څخه وژغوري؟  ايا دغه بنديز به  له هغه دين سره جفا نه وي چې د وحى پيل يې د اِقْرأْ (ولوله!)  د امر په کلمه باندې شوى دى؟

که خپلو ستونځو د سياستوالو له زاويې څخه راوګورم نو داسې عجيب او غريب سياسي مشران مو درلودل چې د امريکا او قطر دفتر ترمنځ د مذاکراتو په مهال خليلزاد د ارګ ميشتو په ګډون ډېر سياستوال ددې لپاره د يأس او اميد ترمنځ ددې لپاره خوشحاله وساتل چې ګوندې خليلزاد به يې د موقت حکومت د مشرتابه مرغى په سر باندې کينوى، خو داسې هيڅ ونشول. خليلزاد  ټول دوکه کړل او هک پک يې پريښودل. اوس يوځل بيا زموږ د هېواد سياسي فضا افواهاتو او ګنګوسو په سر اخيستې ده. انلاین او افلاين ناستې روانې دي. هر څوک په دغه فکر کې دي چې امریکا به بيا څوک په افغان تخت باندې کينوي. البته له نښو نښانو داسي ښکاري چې  ممکن ډير څه وشي، خو هيڅ کله به هم امریکا ځان يو ځل بيا د سريښو په ډنډ و نه نښلوي او د تېر وخت په څېر غلطيانې به تکرار نکړي. هغوى پوهيږي چې که احياناً تکرار هم شي، نو نتيجه به يې د تير نظام په شان نسکوريدل وي.

موږ په افغانستان کې پنځه لسیزې د نړيوالو لخوا د يرغلونو، لاسوهنو او نيابتي جګړو  د ناکامو پايلو  ننداره وکړه، خو ورڅخه د زده کړو هڅه مو نه ده کړې. د افغانستان د  سياسيونو او سیاستونو پرله پسې ناکامي موږ په امنیتي سیاسي او اقتصادي برخو کې د ناکاميو له امله په پرديو باندې په تکيه کولو معتاد وګرزيدو، خو له دغه اعتياد څخه د نجات لارې نه لټوو. موږ خپل مکلفيتونه او مسوولیتونه هېر کړي دي. هر څوک او هروخت  د نړیوالې ټولنې په تمه ناست یو چې کله به مو بهرنيان په رسمیت پيژني، کله به راته نظام، حکومت، ملت، سړک، ښوونځي، پوهنتونونه بندونه اساسي قانون او … جوړوي. کله به زموږ مخالف لورى راته ووژني او کله به واک موږ ته حواله کړي، خو نه پوهیږو چې نړيوال له خپلو غلطيانو څخه د زده کړو کولو کلتور لري او بيا تيرې سهوې نه تکراروي. د خندا خبره ده چې د تېر نظام هغه لوړ پوړي چارواکي چې د غصب او د پراخ فساد له امله يې د نظام په نسکوريدو کې عمده رول درلود  بيا خوبونه ويني  چې ګوندې بيا به ورباندي امریکا د رحم او کرم نظر وکړي او بيا به يې د واکمنانو په توګه افغانستان ته وشغوي.

ځواب ساده دى. هغه دا چې موږ ويده مخلوق يو. موږ د پرديو ځواکونو پرديو باروتو، برديو وسلو او د خطر په مهال پرديو ويزاو ته سترګې نيولې وي. د زده کړو کچه مو ښکته ده. په ړوند تقليد باور کوو، نو مشران مو هم ابن الوقت او د پرديو لخوا د پرديو ګټو د خوندیتوب لپاره راباندې تپل کيږي او موږ يې د بديو ناروا امرونو په وړاندې غږ پورته کول ګناه او د جابر په وړاندي چوپ پاتې کيدل واجب، مجبوريت او يا هم مصلحت ګڼو.

د ساينس او ټيکنالوژي په برخه کې د لوړې کچې پرمختګونو  په معاصره کريتيريا کې بيوزله ولس او په اوږدمهاله توګه په ستونځو کې نښتى هېواد د مختلفو وجوهاتو عواملو او لاملونو پربنسټ د ملت د ناپوهي او د نيمګړي سياسي مشرتابه د ترکيب پايله ګڼل کېږي. البته خوشحاله ولس، ښيرازه او پرمختللى هېواد د ويښ ولس، پاکو سياستوالو  او ملي ګټو ته د ژمن قيادت په کتګوري کې راځي.

له دې امله چې ولس مو اوس له خورا بد اقتصادي حالت سره لاس او پنجه نرموي، په لوړو زده کړو سمبال ځوانان مو د بيکاري له امله له سختې ناهيلي سره مخ دي، د انجونو په زده کړو باندي له تير دوه کاله راهیسې بنديز لګيدلى، هېواد مو په نړيواله ټولنه کې په لوړه کچه منزوي وضعیت کې قرار لري، حاکمه ډله د ترينګلي وضعیت په تړاو د احساس نه درلودلو له امله د هوايي او خيالي غرور په رنځ اخته او د انډيوالانو ترمنځ د دولتي امتيازاتو په وېش لګيا دي. ملت لاهم د خپلو حياتي ستونځو د حل لپاره غږ نشي پورته کولاى او ټولنيز غبرګون نشي ښودلاى،  نو څرګنده خبره ده چې ولس د توپانونو په ګرداب کې د کوما حالت ته رسيدلي او د مشرانو هوايي او تخيلي ژمنو ته ناست دى، حاکمان له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې او د راتلونکو بحرانونو په هکله د اټکل کولو وړتیا نه لري.

دا چې موږ ټول ځانونه سوچه مسلمانان او نګه افغانان، د انسانيت او د مدنيت مخکښان ګڼو، نو بيا ولې ډلې ډلې يو؟ ولې هر يو د سياسي امتیازاتو په لټه کې يو؟ ولې له يو بل سره د جوړيدو او د خپلمنځې شخړو د ختمولو د هنر زده کولو پرځاى د يو بل وژل او شړل راته غيرت ښکاري؟  ولې له واک سره لېونۍ مينه کوو؟ ولې خپلمنځي جګړو ته د مقدساتو نوم ورکوو؟  ولې د علم او ټيکنالوژي په برخه دومره وروسته پاتې يو؟ ولې په خپلمنځ کې د خپلو ستونځو د حل وړتیا نلرو؟ او ولې مو حاکمان د پرديو پلانونو له مخي لکه نانځکې د پرديو له اړتیاو سره سم په تخت باندې کينول کيږي او له تخت څخه شړل کيږي او ولې مو مشران د ملت او هیواد د ګټو لپاره د قرباني ورکولو ثابتې بيلګې نلري؟

راځئ خپل ولس ته د هيلو لمن وغوړوو، له پردیو څخه نه بلکې له خپل ولس څخه تعامل وغواړو، ورڅخه د خپلو تيرو سهوو ګناهونو حق تلفيو او تيريو بښنه وغواړو، ورباندي تکيه وکړو ورسره مشورې وکړو او ورڅخه د مشرانو ټاکلو په تړاو رأيه، له نظام څخه ملاتړ او د حکومت په رسمیت پیژندل وغواړو. اصلاً ملتونه حکومتونه جوړوي. راځي ملت ته په حاکمه ډله باندې د ړوند تقليد په شکل د باور کولو تبليغ پريږدو د سياسي چارواکو د هرې خبرې منلو، د هغوى لپاره د ترانو ويلو، شعارونو ورکولو او لاسونو پړکولو پرځاى هغوى ته له چارواکو سره د احتساب د هغوى په نيمګړتياو باندې د نيوکو او د هغوى د بدو امرونو په وړاندې د مبارزې تلقين، خو د وسلوال بغاوت نه کولو توصيه وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.