د بیلتون څړیکې

داود خان داود

216
🌹 د بیلتون څړیکې 🌹
د بیلتانه ظالیمو څړیکو ځنګولی نه یې
لکه پتنګ پر سرو اورونو کړېدلی نه یې
ته نو د میني د دردو په خوند پوهیږي کله
ته لا تر اوسه ځان پر ځان باندي بایللی نه یې
تا کرۍ شپه د چا په یاد کې تیره کړې نه ده
ته د چا یاد له خواږه خوبه پاڅولی نه یې
خود دي ساتلی دی سینه کې روغ زړګی لیونی
ته لکه ګل د اغزو منځ کې اوسېدلی نه یې
لکه ماشوم داسي د ژوند له خوږو څکه کوې
د چا یادونو ، یادګارونو ځورولی نه یې
د هجر غشي دي د زړه پر سر خوړلي نه دي
ته و نیم لوستو کتابو ته ژړېدلی نه یې
ستا په یو چا پسي له غمه شونډي پرې نه سولې
د چا نشتون مشهود ملنګه دردولی نه یې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.