!ټيکنالوژي او موږ 

ليکنه: محمد شفيق شرفزی 

343
پرون مې يو موضوع لوستله، چې د (ټکنالوژۍ منفي او مثبت تاثيرات پر نوي نسل) په اړه وه، په همدې وخت مې د يوې بلې موضوع عنوان ته پام شو، جالب راته ښکاره شو، نو اړ شوم، چې ويې لولم رښتيا چې جالبه موضوع وه. د (مړي سره خبرې) جالبه نه ده؟
د چين يو شرکت داسې يوه اله جوړه کړې، چې تاسې د ټکنالوژۍ  پرمټ کولای شئ خپلو مړه شيو خپلوانو سره په انلاين بڼه وغږېږئ. تاسې به ياد شرکت سره اړيکه ونيسئ د اته سوه څخه تر دوه نيم زره ډالر مصرف کړئ او د خپل مړشوي شخص ځيني خبرې، تصوير او یاداشتونه به ورته ورکړئ، نو هغوی به د ټېکنالوجۍ پرمټ تاسې ته د خپل مړشوي شخص سره د خبرو زمينه برابره کړي. خو دلته ماته په عين وخت کې ځينې پوښتنې ذهن ته راغلې، چې آيا د نوموړي مړي څخه زه د قبر د عزاب او د برزخ د ژوند په اړه پوښتنې کوی شم؟ داخبره لا ځواب شوې نه ده.
هدف مې له دې اوږد مثال څخه داو، چې زموږ ځوان نسل د ټکنالوژۍ استعمال په څه ډول کوي او د نورې نړئ ځوانان يې څنګه کاروي؟
که د نړۍ چټک پرمختګ ته وګورو، چې ځوان نسل ترې څومره فایده اخستې او کچه يې د خپلو ځوانانو سره پرتله کړو، نو په نش کې به ضرب شي. زموږ ډېری ځوانان د نړۍ له چټکو تحولاتو څخه ناخبره دي. دوی اصلآ پخپلې نړۍ کې غرق دي. له دې خبرې خو بیخي خبر نه دي، چې داچې ما په کوم هېواد کې سترګې غړولي، دا هېواد د څومره قربانیو په نتیجه کې جوړ شوی دی. د خپلو تېرو پنځه و هېواد مشرانو نومونه که ترې وپوښتې زده به يې نه وي. پدې نه پوهېږي، چې هېواد يې په څومره قربانيو ساتل شوی. که وي هم په اړه يې موږ خو فقط کیسې لوستلي دي. د آزادۍ په قدر هغه پوهېږي، چا چې خپل مال، حال، تن او اولادونه قرباني کړل. خو بيا څه وشو؟ نن وګورئ څه څه روان دي آيا دا هماغه افغانستان دی، د کوم لپاره، چې زموږ مشرانو خپل ټول ژوند قرباني کړی و؟ تر څو يې راتلونکي نسلونه آرام او آزاد ژوند وکړي؟ دوی آزادي همداسې تعريف کړې وه؟ نوی نسل له دې خبرې بيخي ناخبره دی، چې موږ چې پر کومه ځمکه سر پورته کړی، پدې کې د ميلونونو ځوانانو وينې بهیدلي دي. نوی نسل له دې خبرې اګاه نه دی، چې داچې دوی په کومه ځمکه ګرځي پدې خاوره د بېشمېره ځوانانو وينې تويې شوي دي، دوی لدې بلکل ناخبره ژوند کوي. ډېری داسې ځوانان به ووينې، چې په عيش او عشرت کې ژوند تېروي ددوی د جيب خرچه زرګونه وي، خود خپل جيب د يو ورځې خرڅ کوم غريب ته نه ورکوي. وړوړو ماشومانو ته، چې په شاقه کارونو بوخت وي ګوري او زړه يې پرې نه سوزي.
دا يو حقيقت دی، چې د هېواد اوسنی صورتحال ابتر دی، د بېکارۍ کچه تربل هر وخت لوړه ده، اکثره ځوانان د بېکارۍ له وجې کوښښ کوي له هېواده ووځي. خو زه پدې عقيده يم، چې له هېواده وتل سم کار نه دی. د هرچا عزت په خپل هېواد کې خوندي وي، دلته به ته صېب يې خو له هېواده بهر تا ته څوک صېب نه وايي. سختو سره مبارزه وکړئ د الله ج څخه مو امېد دادی، چې هرڅه به يو ورځ ښه شي. د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړئ له يوې وړې نقطې يې پېل کړئ خو ضرور يې پېل کړئ. د بل چا په تمه مه کېنئ بل څوک موږ ته زموږ کور نه جوړوي تر څو خپله لاس په کار نه شو.
ضرورت  ددې خبرې دی، چې پوه شو چې کومه ورځ د يو غريب او اړمند شخص په درد دوا شو.  يو ماشوم ته د هغه د کار معاوضه او يو څه اضافه روپۍ ورکړو. د يو يتيم پر سر د شفقت لاس کش کړو. تاسې باور وکړئ نېکبختي تل په وړو وړو نېکيو کې پټه وي. اصلي خبره په ايثا او همدردۍ کې ده، کومه چې زموږ له درون څخه بيخي بې معدومه او ورکه وي او زموږ پر سترګو د تکبر او غرور څادر غوړېدلی وي.
که هغه غريب او ته مالداره يې نو پدې کې  هغه هېڅ  ګرم نه دی، بلکه دا د هغه صبر اوستا د شکر ازمايښت دی. نرم لباس او د خوښې خوراکونو کې ورک روحونو اندازه فقط د ويلو خبره ده. بېشکه الله ج د عدل انصاف او احسان حکم کوي. نوي نسل ته هم همدا پکار ده، چې د الهي احکامو پېروي وکړې. د بې انصافۍ او ظلم له دلدله کوز شي. هر چېرې چې يئ له هماغه ځايه يې پېل وکړي.
 عدم مساواتو سره ټولنه بربادېږي، لهذا يوبل سره مرسته له خپل کور کلي له غريب او بېچاره و پېل کړئ. ماشومان ښوونځیو ته وهڅوئ هغوی ته د ښونځیو ته د تلو امکانات برابر کړئ. خپلو ماشومانو ته هغوی سره د همدردۍ او عزت ساتلو روحيه پياوړی کړئ. تر څو د هغوی عزت او وقار پايمال نه شي. پر اسلامي زده کړو عمل وکړئ. د خپل ژوند قبله مو درسته کړئ، هغه ژوند چې د اسلام مبین دین يې لارښوونه کړې ده د خپل ژوند يون پرې برابر کړئ، تر څو مو په دنيا او اخرت سکون اوخوشحالي نصيب شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.