کابل کې د موټرو ګڼه ګونه

193

د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې له ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې څخه د شکایت ترڅنګ وايي چې په ساعتونو-ساعتونو د موټرو په ګڼې‌ګوڼې کې اېسار پاتې کېږي.

دوی وايي، د موټر چلوونکو له‌خوا د ټرافیکي قوانینو نه‌مراعت او د سړکونو غاړو ته د موټرو د ودرېدو شمېر زیاتوالي له امله د موټرو ګڼه‌ګوڼه خورا زیاته شوې.

د کابل یوه اوسېدونکي شاهد‌الله سلام‌وطندار ته وویل چې ستونزې زیاتې دي او اړوند مسوولان باید ورته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «نن زه خپله په دې ګڼه‌ګوڼه کې اېسار وم. ټرافیک کار کوي، خو خپله موټرچلوونکي هم پاملرنه نه‌لري او دا د ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې لامل کېږي، ستونزې ډېرې دي. زه خپله د ده‌افغانان او عبدالحق مسیر کې دوه ساعته اېسار وم.»

بل‌خوا د کابل د ټرافیک عمومي ریاست چارواکي وايي، پلازمېنه کې به د موټرو مدیریت لپاره راتلونکی کال د ښاروالي او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په همکاري د «سمارټ ښار» په نوم پروژه پلې کړي.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.