د شپې لخوا د ماشومانو پر وخت ويده کېدو ګټې

ليکنه: محمد شفيق شرفزی

342
زموږ په ټولنه کې داسې عادتونه شته، چې د صحت لپاره ښه نه وي. يو له هغې څخه د شپې تر ناوخته ويښ پاتې کېدل دي. نن سبا لويان څه، چې کوچنيان هم تر ناوخته پورې ويښ وي او په مختلفو بوختياو بوخت وي او د خوب نوم هم نه اخلي. پايله يې دسې شي، چې بيا سهار تر ناوخته نه پاڅېږي.
اکثر والدېن تل غواړي، چې ماشومان يې پروخت ويده شي. کوښښ يې داوي، چې ماشومان يې ژر ويده شي، خو هغوی، چې سملي هم کافي وخت ويښ وي. که څه هم زموږ ډېری خلک د اوړي په موسم کې په آزاده هوا کې ويده کېږي او د ژمي په موسم کې په داسې خونه کې ويده کېږي،چې بخارۍ يې پکې ايخي وي، نو په همدې کوټه کې واړه ماشومان او والدين ګډ ويده کېږي. خو ځينې کورنۍ شته، غواړي ماشومان يې په بېله خونه کې ويده شي او دی ورسره په ستونزه کې دي، چې څنګه کولای شي په ځانته خوب کولو يې عادت کړي؟ ځينې لارې چارې شته، چې له يوڅو يې دلته يادونه کېږي. دا د هغه چا لپاره ډېره ګټوره ده، چې غواړي ماشومان يې له دوی بېل ويده شي او امکانات هم ورته ولري.
د ماشوم پر وخت ويده کېدو لپاره يو حل دا دی، چې د ويده کېدو پر وخت مختصر وخت لپاره ماشوم ته خپله غېر موجودګي محسوس کړئ. او بيا دغه وخت کرار کرار ډېر کړئ. تاسې، چې کله هغوی يوازې پړېږدئ او بيا وروسته يې خوا ته ورځئ نو تاسې د هغه تعريف او صفت وکړئ. داسې چې هغوی د يو انعام فکر ورته وکړي. داسې خبرې ورته وکړئ، چې دوی خپل ځان په خپلې بسترې کې د يو لوی ماشوم په شان وويني. د پوره ډاډ احساس وکړي، پر ځان فخر وکړي او د آرامئ احساس وکړي. دغه تعريفونه او ځانګړې توجو د هغوی هڅو ته د تقويت ورکولو يوه ښه وسيله ده.
له ډاروونکو( وحشي) کارتونونو يې لرې وساتئ
ماشومانو طبيعيت داسې دی، چې تل د لوبو شيان او په ځانګړي توګه، کارتون او ويډوګېمونه ډېر خوښوي. دوی، چې کله د ورځې لخوا ډاروونکي کارتونونه… وګوري، نو هماغه ډاروونکي بلاګانې ددوی روح او روان ډاروي، چې دشپې نه غواړي له والدېنو لرې شي.ماشومانو ته داسې بوختياوې برابرې کړئ، چې ډاروونکی تصوير ونه لري. پدې سره مو د ماشوم ذهن له صدمې بچ او زړور روزل کېږي.
مشق او تمرین سره پېل وکړئ
د ورځې ويده کېدو پر وخت د کوم نوي کار مشق او تمرين کول او ځان بوختول هم والدینو او هم ماشوم سره مرسته کوي. ترڅو د خپل خوب وخت تبديل کړي. بريالي تمرين لپاره ځینې ضروري خبرې دادي؛
د خوب پروخت پر اړوند تمرين عمل وکړئ. پدې کې د غاښونو پاکولو او کيسې لوستلو ته اړتيا نه شته، ( که څه هم تاسې يې کولی شئ) خو د خوب پر وخت نور ټول مراحل او د خوب روزنه په نوي تخنيک سره وکړئ. پدې کې د مراقبت تمرين کول، خپل د ورځې په اړه خبرې کول، په بستره کې اړخ
 بدلول او بيا د والدينو له کوټې څخه وتل شامل دي. د خپل ماشوم د بريا لپاره دغه شان حوصله افضايي وکړئ، لکه څنګه چې يې د شپې پر مهال کوئ. څو ځله چې اړتيا وي د معمول په شان يې تکرار کړئ تر څو مو ماشوم د آرامتيا احساس وکړي. د خوب عمل دلچسپ کړئ، پدې کې تاسې خپله د يو ماشوم رول ولوبوئ. که وخت وي نو د خوب جامې واغنوندئ او په خپلې بسترې کې د خوب تمثيل وکړئ. دا کار په اونۍ کې څوځله تمرين کړئ. لږ به والدېنو لپاره مشکل وي، که په اونۍ کې يې يو ځل ترسره کړئ نتيجه ورکوي، خو که هر څومره ډېر مشق وکړئ هماغومره به ښه وي.
د يواځې ويده کېدو تمرين
دا د خوب کولو يو له خوښ شويو طريقو څخه ده، له پېل څخه مخکې تاسې ته پکار ده، چې پدې اړه فکر وکړئ، چې ماشوم مو ګروپ بندولو وروسته سمدواره خوب ته ځي يا د ګروپ وژلو وروسته تر څه وخته بيداره وي. يانې تر څومره وخت خوب نه ورځي. مثلاً تاسې د شپې لس بجې ګروپ بندوئ او ماشومان په شلو دقيقو کې ويده کېږئ. ددې دوراني په وسط کې تاسې ته يو مختصر وخت لپاره د ماشوم د کوټې څخه وتل پکار دي او بيا بېرته راشئ.
– د ورځې لخوا يو يا دوه ځلي داچاره تکرار کړئ تر څو مو ماشوم پوه شي، چې د شپې هم همدا چاره وي.
– خپل د خوب وخت د معمول په څېر پدې جملو پای ته ورسوئ( زه له تاسره مينه لرم، ماته ګرانه…. اوس ستا د خوبوخت دی، ښه شپه ولرې) بيا په خاموشۍ سره کوټه کې واوسه.
– د شپې لس بجې او لس دقيقې خپل ماشوم ته ووايه، چې د لږ وخت لپاره د کوټې نه دباندې وځم او بېرته ژر راځم.
– په يوه دقيقه کې د هغه کوټې ته بېرته ورشه او د خپل ماشوم ښه صفت او ستاينه وکړه. ( ګوره ته څومره ښه بچی مې يې! ته په بستره کې څنګه ښه په آرامه پروت یې، ډېر ښه دې وکړل، زړه سره يې ونيسه، ښکل يې کړه او خپله مينه وروښايه).
– تر هغه وخته ورته ولاړ واوسه، تر څو خوب نه وي وړی.
– بله شپه هم همدا چاره ترسره کړئ، خو دا ځل دوه دقيقې له کوټې ووځئ. له دې وروسته ماشوم تر درې دقيقې په کوټه کې يواځې پرېږدئ. نو پدې سره ماشوم ورو ورو په يواځې خوب کولو سره عادت کېږي. او ستاسې مطلب هم همدادی، چې ماشوم مو د وقفې په جريان کې ويده شي. که هغه داسې کوي، نو تاسې هم بايد د هغه کوټې ته د ورتلو په وعدو عمل وکړئ.
– که مو ماشوم يوځل تر يوې هفتې لپاره ځانته ويده شو، يا تاسې تر دېرش دقيقو وقفه اخستله، نو تاسې داچاره درولی شئ.
د بخښنې غوښتل
دا يو مختلف تمرين دی. په دې کې له يو څخه ډیرې وقفې اخستل کېږي، او دا د هغه ماشومانو لپاره کار کوي، چې ستاسې ماشوم له تاسې د لږ وخت جدا کېدو سره ژاړي، چغې وهي او د پاڅېدلو سره عادي وي. د ورځې دوه يا درې ځله دا تمرين تکرار کړئ.
– د خپل خوب د معمولاتو پر وخت عمل وکړئ، او شپه مو په خیر  ووایاست.
– د رڼا ګلولو څخه لږ وروسته خپل ماشوم ته ووايي، چې تاسې د څه کار لپاره لږ وخت دباندې وځئ. ( ځوی جانه ته يو دقيقه صبر شه زه لږ بيرون ځم دستي بېرته راځم، بېرون دروازه ګورم، چې تړلې ده که خلاصه).
– دېرش يا شپېته ثانيي بيرون معطل شه، يا دومره وخت، څومره، چې ستاسې ماشوم برداشت لرلی شي. دوباره ولاړ شئ او د خپل ماشوم ښه تعريف وکړئ.
– لږ وقفې ورسته بيا دغه عمل تکرار کړئ.
– اوله شپه دغه چاره د شلو تر دېرش ځله تکرار کړئ. کله هم، چې واپس راځئ، نو تاسې هغه لطف او مينه وښايي، چې ستاسې د ماشوم زړورتيا او بهادرۍ ته تقويت ورکوي. په دوېمه شپه د کوټې څخه دباندې وخت په تېرولو کې په دوراني شکل زياتوالی راوله. هره شپه وقفه اوږدوه، تر څو مو ماشوم ستاسې بغیر خوب سره عادت شي. شايد دا کار يوه يا دوه هفتی وخت ونيسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.