ایران: په تېرو لسو ورځو کې ۱۴۰۰۰ افغان کډوال ایستل شوي

141

د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په تېرو لسو ورځو کې شاوخوا ۱۴ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، د ایران سرحدي چارواکو دغه کډوال د طالبانو استازي ته سپارلي دي.

په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او د بې وزلۍ او بېکارۍ له ډېرېدو سره سره په دې وروستيو کې نه يوازې له پاکستانه، بلکې له ايران څخه هم د افغان کډوالو شړل زيات شوي دي.

که څه هم د پاکستان په څېر ایران د افغان کډوالو د شړلو له پاره کوم ځانګړی پلان نه دی اعلان کړی، خو نږدې هره ورځ په سلګونو افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي.

په دې وروستیو کې د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي خبري اژانس ایرنا لیکلي دي چې څه د پاسه ۱۴ زره افغان کډوال د خراسان رضوي سرحدي پولې له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د خراسان رضوي د سرحدي ګارد قوماندان سردار مجید شجاع دغه خبري اژانس ته ویلي دي چې په تېرو لسو ورځو کې ۱۳۸۵۲ افغان مهاجرین ایستل شوي دي.

نوموړي له دغه خبري اژانس سره په خبرو کې زياته کړې ده: «دغه شمېر ناقانونه افغان کډوال د غرونو له لارې د پولې په صفري نقطه کې د افغانستان استازي ته وسپارل شول.»

دغه ایراني سرحدي چارواکي ټینګار کړی دی چې د بهرنیو هیوادونو اتباع باید په رسمي او قانوني ډول دغه هیواد ته داخل شي، که نه نو له هغوی سره به جدي چلند وشي.

د خراسان د سرحدي ګارد د قوماندان د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال په نهو میاشتو کې ۵۲۰ زره افغانان د اسنادو د نه لرلو له امله له ایرانه ایستل شوي او د طالبانو استازو ته سپارل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته د افغانستان دوه ګاونډي هېوادنه د افغانانو د کډوالۍ له نوې څپې سره مخامخ شول.

په لسگونو زره خلک د طالبانو د وېرې، بېکارۍ او بې وزلۍ له امله له دغه هېواده وتلي دي. خو اوس پر افغانستان د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته یو ځل بیا له پاکستان او ایران څخه د کډوالو شړلو زور اخیستی دی.

دا څرګنده نه ده چې د هغو کسانو برخلیک به څه وي چې د طالبانو له وېرې تښتېدلي او طالبانو ته له تسلیمېدو وروسته یې په ایران کې پناه اخیستې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.