تر یَخ لاندې څه دي؟

لیکنه: نعیمه غني

228

سوړ باد، سیلۍ او ورسره زما چټک تګ لاره راته تر ډېره اوږده کړې وه ،که څه هم قدمونه مې سپک وو ،خو زه خولې وم او ښايي د دې لپاره چې ډېره بیړه مې کوله او وارخطا وم.
سوې غاړه او ستړې روانه وم، تر لېرې لېرې مې هیڅوک نه تر سترګو کیدل او د خدای په دې یخي دښته کې یوازې وم، یخ دومره پنډ وو لکه پر مځکه چې روانه وم.
ښه ډېر مزل مې کړی و، ورو ورو مې قدمونه په درنیدو شول، نور مې په زړه کې وېره هم را پیدا کېده؛ولې به نه وه، زه په یخ شوې مځکه دومره مخکې راغلې وم چې نه مې د شاته تګ اسانه و او نه هم په مخکې تګ ځان راته مطمین ښکاریده. تر پښو لاندې سیمه مې ورو ورو نامطمینه کیده او هره شیبه مې فکر کاوه چې ښايي وغورځېږم. په ډار او وهم کې مخته تلم، قدمونه مې لا نور هم درندیدل او په مخکې تګ سره مې داسې انګېرله چې څوک مې شاته راکاږي، ستونی مې له وېرې وچ او تندی مې لا پسې خولې کیده. په همدې وخت کې، یو، دوه، دری او یو دم مې تر پښو لاندې یخ مات شو او زه په لویه یخي کنده کې ننوتم،ګڼې او تر سر اوښتې اوبه او زه په کې هره خوا لاسونه وهم… له دې سره یو ناڅاپه راکیناستم، شاواخوا مې کتل او ستمېدم، هر څه تیاره وو، پوه شوم چې خوب مې لیدلی، دا د یو چا د یوه نارامه خوب تجربه وه.
ښایي تاسو به هم ډېر کله نارامه خوبونه وینئ، په یخ روانېدل، وېره اضطراب او بیا یو ناڅاپه ډوبیدل او وارخطا راپاڅېدل، مهاجرت دقیق همدې ته ورته تجربه ده، دلته هر څه نوي دي او د یخ پر سر د مزل تجربې ته ورته دي.
زما خپله هغه ورځ راپه زړه کوي:
د راتګ څخه به مو یوه که یوه نیمه میاشت تېره وه، د یوه ضروري کار لپاره یې، یوې لیرې ادارې ته ولېږلم، له مزل او ادرس موندلو وروسته د ننه ورغلم، ناستې میرمنې ته مې سلام ورکړ او روغبړ مې ورسره وکړ، د هغې راته پام نه و په خپل کمپیوټر کې مصروفه وه، د سر په اشاره او هلو مې یې هرکلۍ وکړ، بیا یې په جرمني ژبه وپوښتېدلم: څه مرسته کولای شم؟ زه یې په ژبه نه پوهېدم خو د خبرو له انداره مې یې حدس ولګاوه چې همداسې یو څه به راته وايي، په ګوډه ماته انګلیسي مې خبره ورته وکړه چې څه غواړم.
-انګلیسي نه دوچ لطفا!( په الماني ژبه خبرې وکړئ لطفاً!)
-هو، بلې، زه دلته نوې راغلې یم او په الماني ژبه نه پوهېږم.
-ښه نو اوس ولاړه شه، بل ځل داسې کس درسره راوله چې په الماني ژبه خبرې وکړی شي.
دا یې وویل او د ننه خونې ته ننوته.
دا راته یوه داسې تجربه وه لکه په یوه ډېره مهمه کاري مصاحبه کې چې ناکامه شوې وم، ناهیلې او ناباوره کورته راستنه شوم او ټوله لار مې په دې فکر کاوه چې هر څه به راته ډېر سخت وي.
خو لکه هر ډارونکی خوب چې وروستی خوب نه وي نو زما تجربه هم وروستی نه وه.
مهاجرت یا بل ملک ته په کډه تلل په لومړیو کې ډېر سخت نه وي،ستا سره د خپل پاتې وطن، کورنۍ او دوستانو غم وي او نوې ټولنه او وګړي یې درته ساده او اسانه معلومیږي، ګُمان کوې چې که له سیستم سره بلد شې ښايي ډېره به خواره/ خوار نشې، همداسې هم ده، د اداري کارونو لپاره د مهاجرت اداره او د سوسیال ادارې کارکونکي درسره مرسته کوي، ډاکتر ته دې معرفي کوي، د کور او سر پناه غم دې هم دوی خوري، د ماشومان د ښوونځي مرسته درسره کوي، کله کله چې جدي ستونزه ولرې نو درته ژباړونکی هم ګماري.
په مارکیټونو کې په هر څه بیه لیکل شوې، د ترانسپورت لپاره بیلابیلو اپونه شته او د ګوګل نقشه دې لاس نیولی ټاکلي ادرس ته ورولي، دا هر څه درته ژوند اسانه کوي او له نېکه مرغه له ډېرو ستونزو سره به نه مخ کېږې.
خو دا یې پیل دی او له دې وروسته اصل مزل په مخکې لرو.
کله چې څوک وغواړي د مهاجرت په ټولنه کې په پښو ودرېږي نو پام به یې شي چې هر څه دومره اسانه هم نه دي.
رښتیا خبره خو دا ده چې موږ له دې وروسته چې ځای پر ځای شو نو نوي نوي مو په ټولنه کې خپل ځای ته پام کېږي او همدارنګه د دې ټولنې ژوروالی راته معلومیږي. هغه وخت دی چې یو دم ګمان کوو چې یخ مات شوی او زه د یخ لاندې په له سره اړولو اوبو ورګډه/ ګډ یم.
بیله ژبه، د خلکو تر منځ پیچلې اړیکې، نابلده کلتور، ناستې ولاړې، د ماشومانو روزنه، ټولنیز مجلسونه، کله کله هم تبعیضي چلند او هغه ګڼ څه چې زموږ له ټولنې سره یې لوی توپیر دی او دا توپير موږ ته په اول کې ډېر کم یا هم نه تر سترګو کېږي.
کله کله بیا د نوې چاپیریال او ژوند ناخوالې مو دومره پسې واخلي او موږ دومره چټکه هڅه کوو تر ځو ژر په نوې ټولنه کې ځان عادت کړو چې یو وخت ګورو له خپلې کورنۍ، ټولنې، کلتور، ماشومانو او دوستانو سره مو اړیکه ډېره سړه شوې او نور هغه زه چې زه ورته ژمن یا ژمنه وم، نه دی/ ده پاتې. دا د ژوند تر ټولو ترخه تجربه ده او په ګټه کې په لوی تاوان اوښتی شو، مطلب موږ ډېر څه ګټلي وي خو اصل جوهر مو بایللی وي.
د دې لپاره چې دا چاره مو یو د بل په مشوره اسانه کړې وي نو د دې ټولو لپاره موږ یو منظم پلان ته اړتیا لرو ،چې څه وکړو او څنګه یې وکړو، څنګه په دې لوی دریاب کرار کرار داسې ورګډ شو چې د ډوبېدو پر ځای یې له تل څخه مرغلرې ترلاسه کړو.
لومړۍ خبره: زه څوک یم او څه غواړم؟
لومړی تر هر څه باید په دې فکر وکړو چې زه څوک یم؟ د څه لپاره راغلی/ راغلې یم؟ هدف مې څه دی او له نن څخه یو، دری، پینځه، لس … کاله وروسته باید کوم ځای ته ورسېږم.
که څه هم موږ افغانان د هدف لرل او له دې کتابي چلند سره چندان عادت نه یو او راته بې خونده ښکاري، خو همدا چې په ساده ژبه یې ووایو چې لومړی څه راته اړین دي او څه باید وکړم دا په خپله هدف ټاکل دي.
د بېلګې په ډول لومړی باید څه وکړم؟ په څومره وخت کې باید ژبه زده کړم، څنګه ځانته کار پیدا کړم، څنګه له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم، ماشومان باید څنګه و روزم، څنګه اړیکې جوړې کړم او داسې نور مهم اهداف.
دوهمه خو تر ټولو مهمه خبره دا چې زه څنګه زه پاتې شم !!
څنګه کولای شو چې له نوې ټولنې سره ځان داسې عادت کړو چې نه مو ځان په کې ورک کړی وي او هم مو د دې ټولنې له ښیګڼو ګټه اخیستې وي؛په عامه اصطلاح زه څنګه زه پاتې شم.
د دې لپاره یو تر ټولو اغیزمن ځواب دا کیدای شي، چې دلته له خپلو شته وطنوالو او دوستانو سره اړیکې ولرو او یوه پراخه او اغیزمنه ټولنه رامنځته کړو تر څو له موږ سره د خپل هویت، فرهنګ، ژبې او نورو اساسي شتو په ساتولو کې مرسته وکړي.
موږ افغانان چې کلونو کلونو جګړو مو ټولنیزې اړیکې او چال چلند د ژوند د نورو برخو په څېر اغېزمن کړی، هر کله چې داسې مهاجرت یا هم له نورو څخه لېرې محیط کې ځان ومومو نو هڅه مو دا وي چې ځان نور هم ګوښه کړو او له خپلو وطنوالو څخه لېرې والی راته غوره ښکاري، چې ښايي په بیلابیلو دلایلو ځانته د دې حق هم ورکړو ،خو اصل خبره دا ده چې همدا خپل هیوادوال او خپلې ټولنې مو دي چې له موږ سره مرسته کوي چې خپلې ژبې، کلتور، ناخوالو او لومړیتوبونو ته د مهاجرت په لمن کې په ښه توګه ورسېږو او په عامه اصطلاح موږ ،موږ پاتې شو او د هویت له فقر سره مخ نشو.
۳-ژبه مهمه ده که کار؟
دا به ښايي راسره ونه منئ چې د ژبې زده کړه تر کار کولو ډېره یا هم د کار کولو په اندازه مهمه ده،که د مهاجرت په لومړیو وختونو کې یاست نو کوښښ وکړئ، چې ژبې ته له هر څه لومړیتوب ورکړئ، ځکه چې که مو یو ځل پرته د ژبې له زده کړې څه ناڅه اړیکې جوړې کړې او کار مو ومند بیا به درته د ژبې زده کړه له پخوا دری برابره سخته شي دا ځکه چې په لومړیو کې مو د ژوند (باید) و خو وروسته به په یوه داسې(اړتیا) اوړي چې تاسو یې پرته له شتون څخه هم خپل ژوند پر مخ بیولی شئ، مګر دا چې په راتلونکي کې بیا تاسو د همدې کمبودۍ له وجهې څومره چانسونه له لاسه ورکوئ هغه یوازې په راتلونکي کې درک کولای شئ چې بیا به مو ډېر څه په وس پوره نه وي.
۴-کار او مسلک ولې اړین دی؟
ډېر کسان له دې شکایت کوي چې په اروپا کې د کار او بې کارۍ ګټه تقریبا سره ورته ده ځکه چې معاشونه دومره لوړ نه دي او د سوسیال له پیسو سره یې چندان توپیر نه کېږي. زه په مالي ګټو څه نه لیکم خو دومره ویلی شم ، چې وزګارتیا په خپله د انسان ارزښت راټيټوي او له ژوند څخه مو اصلي معنا اخلي. دوهمه خبره دا چې، د یوې سالمې کورنۍ د روزنې لپاره یوې سالمې بیلګې ته اړتیا ده.
تاسو د یوې خواریکښ مور/پلار په توګه خپلو ماشومانو ته ورزده کوئ چې څنګه خپل راتلونکی جوړ کړي او په خپل راتلونکي کې څه واوسي. له کار سره سره د یوه نوي مهارت یا مسلک زده کړه هم زموږ په پرمختګ او د ژوند په ښه کېدو کې مرسته کولای شي.
۵- زما ماشومان به پردي رالوی شي!!
افغان که د مهاجرت په ټولنه کې له یوه شي ډېر ډار لري نو هغه دا دي چې ماشومان یې په پردي کلتور او ژبه رالوی شي او خپل هغه ته شا کړي.
مخکې مو وویل چې یوه افغاني د دوستانو حلقه تر هر څه د مخه مهمه ده،دا حلقه به په خودکار ډول ستاسو ماشومانو ته داسې چاپیریال برابر کړي، چې خپلې ژبې او کلتور ته ژمن پاتې شي او په خپلو کورنیو اړیکو کې دې د افغاني ټولنې په څېر چال چلند وکړي. له خپلو خپلوانو او وطنوالو سره راشه درشه به له هغو میندو او پلرونو سره چې کم سواد او یا هم بې سواده دي هم مرسته وکړي چې د ماشوم روزنې لارې چارې یو له بل څخه زده کړي او ماشومان به مو هم د یوه ایډیال شخص لپاره په خپل شاوخوا کې ډېرې بیلګې ولري.
۶-نوې ټولنه نوې اړیکې غواړي
د نویو اړیکو جوړول او په نوي فرهنګ پوهیدل د نوي پیل لپاره ډېر اړین دي. که غواړې چې په یو ملک کې پرمختګ وکړې نو ښه به دا وي چې د هغه ملک په ګهیځ او بیګاه ځان خبر کړې، مطلب چې ټولنه او خلک یې وپیژنې. موږ ګمان کوو چې نوې ټولنه او خلک یې ژوند ته په بل ډول ګوري او ښايي که ورسره مل شو نو خپل اهداف به رانه ورک شي یا ښايي هغوی زموږ لومړیتوبونه او محدودیتونه درک نشي کړای،مګر داسې نه ده، که د مهاجرت په ټولنه کې له یو نوي کس سره اړیکې او راشه درشه کوئ او په لومړي سر کې خپلې سرې کرښې ورته واضح کړئ نو ډاډه اوسئ چې هغوی به هیڅ کله هم له هغو تېر نه شي، خو بل پلو له هغوی سره پیژندګولي به مو په ټولنه کې د ورګډېو، کار موندلو، ژبې زده کولو او دې ته ورته چارو کې ډېره مرسته وکړي.
په پای کې به دا ووایم:
مهاجرت په خپله خوښه سفر نه دی او مهاجر انسان د یو لړ مجبوریتونو له امله خپل کلی او وطن پرېږدي او نورو ملکونو او مېنو ته مخه کوي، خو باتدبیره انسانان همدا چاره داسې په ښه توګه سمبالوي چې خیر یې خپل ځان، خپلې ټولنې او نورو شاوخوا خلکو ته رسېږي او د یو پیاوړي مثال په توګه د نورو لپاره لارې او کرښې روښانوي.
سرچينه: د هڅوب مجلې دوهمه ګڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.