عام تصور دا دی چې تاریخ د مکتوبو اسنادو په اساس لیکل کېږي. خو که د یوې موضوع په اړه لیکلي اسناد نه وي مورخ به څه کوي؟ مورخ د پېښو عاملان یا شاهدان پوښتي او معلومات راټولوي. د تاریخ مرصع مولف افضل خان خټک ځینې پېښې له کتابونو رانقل کړي، ځینې یې خپله لیدلي او ځينې یې له نورو او منجمله خپل پلاره اورېدلي دي.
په نولسمه پېړۍ کې چې په لویدیځ کې سواد زیات شو، اسناد هم زیات شول او په تاریخ لیکنه کې پر مکتوبو اسنادو باندې تکیه لا ډېره شوه خو په شلمه پېړۍ کې چې د اواز د ثبتولو وسایل عام شول او د پېښو د عاملانو یا شاهدانو د معلوماتو خوندي کول اسانه شول نو په لومړي ځل، د ماضي د خوندي کولو یوې نوې شېوې یعنې ګړني تاریخ Oral History ته پام واوښت.
د ګړني تاریخ ټولنه (Oral History Association) دغه شېوه داسې راپیژني: «ګړنی تاریخ په تېرو پېښو کې د شاملو وګړیو، ټولنو او خلکو د اوازونو او خاطرو د راټولولو، خوندي کولو او تفسیرولو یوه طریقه او تحقیقاتي ساحه ده. ګړنی تاریخ، هم د تاریخي پلټنو تر ټولو پخوانۍ طریقه بللای شو، د هغه وخت چې لا خط نه و، او هم یوه تر ټولو عصري شېوه ده چې په ۱۹۴۰ کلونو کې د ټیپ ریکارډر په مټ پیل شوه او نن سبا د یوویشتمې پېړۍ له دیجیټل ټکنالوژي استفاده کوي.»
پخواني بشر چې خط نه درلود، طبعا د ماضي د پېژندلو لپاره په شفاهي روایتونو تکیه کوله او اوسني خلک چې د اواز د ثبتولو لپاره پرمختللې تکنالوژي لري، یو ځل بیا د تاریخ د تدوین لپاره، د لیکل شویو سندونو په څنګ کې، شفاهي طریقو ته مخ اړوي.
د ګړني تاریخ په کار کې مرکه ډېر بنیادي ټکی دی. تر مرکې له مخه پکار ده چې د مرکې د موضوع په اړه موجود اسناد او معلومات راټول شي، ولوستل شي او بیا هغه کس یا کسان پیدا شي چې په پېښه کې یې لاس و، یا یې لیدلې وه یا یې حتا له نورو اورېدلې وه. که مرکه کوونکی معلومات ونلري، د سمو پوښتنو جوړول، د مرکه ورکوونکي په خبرو راوستل، د مرکه ورکوونکي غلطو یا نیمګړو معلوماتو ته متوجه کېدل او د هغه چلینجول به ورته سخته وي. له مرکې وروسته د مرکې والا کار دا دی چې ثبت شوي معلومات تر وسه وسه له شته اسنادو سره پرتله کړي او د پېښې نور عاملان یا شاهدان هم وپوښتي او له پرتلنو وروسته د پېښې یو نسبتا باوري روایت تدوین کړي. دی شاید له اورېدلو معلوماتو لیکلی متن جوړ کړي خو دا ضرور ده چې ثبت کړي اوازونه خوندي وساتي او ارشیف ته یې ورکړي، ځکه په ګړني تاریخ کې اواز د سند حیثیت لري. د مرکې نېټه باید معلومه وي او که په لیکلې بڼه اړول کېږي، پکار ده چې د راوي د خبرو سبک تر وسه وسه بدل نه شي.
د یوې پېښې په اړه د لیکلي سند امتیاز دا دی چې تغییر پکې نه راځي خو په حافظه باندې ډېر باور مشکله دی. حافظه د پرون خبره هم څه نا څه هېروي. دغه راز که یوه واقعه لسو کسانو لېدلې وي، ممکن لس ډوله یې بیان کړي. بله دا چې د وګړیو خپلې ګټې، نظریې او قضاوتونه د پېښو په بیان باندې ژور اثر اچوي.
البته په لیکلي سند هم د خاصو ګټو او نظریو سیوری پروت وي او دا امکان شته چې نیمګړی ثبت شوی وي. ځکه خو اوسني مورخان سندونه په پټو سترګو نه مني او څه نا څه باوري حقیقت ته د رسېدو لپاره د هر سند د تدوین په انګېزو غور کوي او تر وسه وسه متفاوت سندونه او روایتونه سره پرتله کوي.
دا سمه ده چې د یوې پخوانۍ پېښې او موضوع په اړه د هغه وخت سند تر اوسنۍ مرکې باوري دی خو د ګړني تاریخ اهمیت ورسره ځکه نه کمېږي چې په ډېرو ساحو کې د اسنادو کمی دی او د معلوماتو د تشې د ډکولو لپاره پکار ده چې د خبرو کسانو حافظه راوسپړل شي.
په تېرو زمانو کې خو تاریخ تر ډېره حده د قدرت د خاوندانو په خدمت کې و، مګر په اوسنۍ زمانه کې چې د وګړیو تر منځ د برابري مفکوره عامه شوه، د ورځني ژوند او د عادي خلکو د حالاتو ثبتولو هم اهمیت وموند خو څرنګه چې د عادي خلکو په اړه اسناد کم وي نو د مرکو په اساس د تاریخ تدوین ته توجه واوښته. د اواز د ثبتولو په مرسته د تېرو پېښو د تدوین شېوه چې د ګړني تاریخ طریقه یې بولو، له دویم نړیوال جنګه وروسته په لویدیځ کې عامه شوه، ځکه د جګړې په وجه په ټولنو کې بې شمېره حوادث پېښ شوي او خورا زیات تغییرات راغلي وو، خو د ګڼو پېښو په اړه کافي اسناد نه وو. دغه راز د پېښو د برخه والو یا شاهدانو روایتونو ماضي ژوندۍ او اثرناکه انځوروله. دغه شي هم د ګړني تاریخ له رواجېدو سره مرسته کوله. ګړنی تاریخ د وګړیو د خاطرو په بنیاد برابرېږي او د خاطرو لوستل یا اورېدل معمولا په زړه پورې وي.
په افریقا کې تورپوستکو او په امریکا کې سورپوستکو د تاریخ لیکنې دود نه درلود نو د دوی د ماضي د خوندي کولو لپاره چې لیکلي اسناد نه وو یا ډېر کم وو، ګړنی تاریخ ډېر پکار راغی. دغه راز په شرقي اروپا کې چې کمونیستي نظامونه ړنګ شول، د تېرو ترخو پېښو او تجربو د ثبتولو لپاره مورخانو تر ډېره حده په مرکو تکیه وکړه، ځکه استبدادي نظامونو د خپلو ظلمونو اسناد تر وسه وسه له منځه وړي وو.
زموږ په هېواد کې که څه هم د ګړني تاریخ شېوې ته زیاته اړتیا ده، مګر چندان توجه ورته نه کېږي.
په افغانستان کې مکتوب اسناد یا ډېر لږ دي، یا یې محتوا کمزورې ده. د دغه وضعیت ځینې علتونه دا دي: د سواد کموالی، د پېښو ثبتولو ته بې پامي، د شته اسنادو د ساتلو په اهمیت نه پوهېدل، اوږده بې ثباتي، سیاسي استبداد او د هغو کسانو د تجربې لږوالی چې په دفترونو، ورځپاڼو او کتابونو کې د ورځنیو پېښو د ثبتولو کار ور په غاړه دی.
موږ تر ننه پورې ممکن د یوې غونډې په اړه ولیکو چې هر اړخیز بحث ورباندې وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول. دغسې ګونکې خبرې معلومات نه شي لېږدولای.
د ماضي د خوندي کولو لپاره اسناد راسره کم دي خو په تېره نیمه پېړۍ کې زموږ ټولنه له بېخي زیاتو پېښو او تغییراتو سره مخ وه. له بلې خوا د ټکنالوژي د ودې په نتیجه کې د خپل پخواني ژوند طریقې په سرعت سره هېروو. د دې معنا دا ده چې موږ شاید تر بلې هرې ټولنې د ماضي ثبتولو ته اړتیا ولرو چې هم په واقعي معنا له تاریخه سبق واخیستلی شو، هم د خپلو خلکو خوږې یا ترخې خاطرې، کارنامې، تجربې او د نوي تمدن په درشل کې د ژوند او فرهنګ ختمېدونکي اړخونه د هېرېدو له تیارو وژغورو. دغو مقصدونو ته د رسېدو لپاره مو شاید تر بلې هرې ذریعې ګړنی تاریخ ډېر پکار راشي.
راډیوګانې او تلویزیونونه کله کله د تېر وخت د سیاسي پېښو په اړه، مثلا د بن کنفرانس په اړه، له ځینو کسانو سره مرکې کوي چې د ګړني تاریخ لپاره د خامو موادو حیثیت لرلای شي خو څرنګه چې ژورنالیزم د بېړې کار وي او زموږ اکثره رسنۍ له بده مرغه سیاست ځبلې هم دي نو د کار کیفیت ډېر ځله مناسب نه وي.
ګړنی تاریخ په حقیقت کې د مرکه کوونکي تاریخ هم دی. هغه پوښتونکی چې په موضوع یې ځان نه وي پوه کړی یا د مرکې په وخت یې فکر په بله وي، په حقیقت کې د خپلې لټۍ تاریخ ثبتوي او هغه څوک چې د خپلو شخصي او سیاسي تمایلاتو تر اثر لاندې یو اړخیزې پوښتنې کوي یا وروسته بیا په ځوابونو کې په خپله خوښه کمی و زیاتی راولي، په ماضي رڼا نه اچوي بلکې نوې تیارې ورباندې خپروي. یو ارمني متل دی چې که یو احمق راپاڅي، یوه کوهي ته موږک واچوي، څلوېښت هوښیاران بیا هغه کوهی پاکولی نه شي.
البته، د رسنیو هغه مرکې چې د ګړني تاریخ لپاره مناسبې هم دي، د موضوع په لحاظ محدودیتونه لري او د سیاسي تاریخ له څو ګوته په شمار موضوعاتو نه راوځي، حال دا چې ګړنی تاریخ په سیاست کې محدود نه دی او د ټول هغه تېر ژوند د بیان لپاره پکارېږي چې وګړي یې خاطرې لري.
په تېره کابو نیمه پېړۍ کې ځینو پخوانو سیاستوالو، لیکوالو او مقاماتو خپلې خاطرې ولیکلې چې د اوسني تاریخ په لیکلو کې به استفاده ورنه وشي. د خاطرې او تاریخ او منجمله ګړني تاریخ فرق دا دی چې خاطرې تر ډېره حده د یو چا د تېر ژوند د انځورېدا لپاره ویل کېږي او د تاریخ اصل کار د یوې موضوع بیان دی. د خاطراتو کتاب د یو چا د ادعاګانو حیثیت لري خو د تاریخ د کتاب متن باید د بېلو بېلو سندونو او د مختلفو لوریو د ادعاګانو د سپیناوي نتیجه وي.
د ګړني تاریخ د کار ساحه ډېره وسیع او ګټې یې خورا متنوع دي. څو مثالونه به راوړم.
د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه شپه په کابل کې شوروي لښکرو په تاج بېګ ماڼۍ برید وکړ. دا د هغې جګړې پیل و چې حد اقل یو میلیون افغانان پکې ووژل شو. څرنګه چې یوه زبر ځواک حمله کړې وه نو د دنیا لپاره هم خورا مهمه پېښه وه. موږ په رسمي اسنادو کې دا لرو چې د جدي په شپږمه شپه شوروي عسکرو د حفیظ الله امین د وژلو لپاره په تاج بېګ ماڼۍ حمله وکړه خو په دې اړه معلومات مو کابو ټول شفاهي دي چې د نوموړې شپې جګړه څنګه وه. ګړنی تاریخ په تاریخي روایت کې موجودې تشې ډکوي، روایت ژوندی کوي او د یوه هنري اثر غوندې قوت پکې پیدا کوي. د دې شپې د جګړې په اړه ځينې جزییات مو د یو شمېر شوروي پوځیانو په خاطرو، د حفیظ الله امین د کورنۍ د ژوندي پاته شویو غړیو په مرکو، د خلق ګوند د ځینو مشرانو په اتوبیوګرافیو او داسې یو نیم بل ځای کې اورېدلي یا لوستي دي خو ایا له هغو افغانو عسکرو او منصبدارانو سره مو مرکې کړې دي چې په هغه شپه په ساعتونو ساعتونو له شوروي یرغلګرو سره په جګړه بوخت وو؟ د هغې شپې ژوندي پاته شوي شاهدان اوس ټول بوډاګان دي. نو که دا مرکې بیا هم وځنډوو، د خپل تاریخ د ډېرو مهمو شېبو ځینې ناویلي جزییات به مو د ابد لپاره ضایع کړي وي. له نېکه مرغه د جمهوریت په وروستیو کلونو کې تاج بېګ ماڼۍ ورغول شوه. اوس که د ګړني تاریخ په مرسته د هغې شپې روایتونه په کافي اندازه خوندي شي او په دې پوه شو چې په کوم ځای کې څوک وو او چیرته، څه وشول او دغه راز د تاج بېګ د لا پخوا وخت تاریخچه ولرو، دغه ماڼۍ به د سیلانیانو لپاره په خورا ښې جاذبې بدله شي.
سپین زر په شلمه پېړۍ کې د افغانستان یو مشهور صنعتي او تجارتي شرکت و. دغه شرکت کله جوړ شو؟ څنګه په پښو ودرېد؟ ولې یې زوال وموند؟ دغو او داسې نورو پوښتنو ته د مرکو په مرسته ځوابونه پیدا کېدای شي او دغه ځوابونه نه یوازې د هېواد د اقتصادي تاریخ یوه برخه خوندي کوي بلکې ممکن د اقتصاد د ښه کېدو لپاره ځینې لارې چارې راوښیي.
کابل ښاروالي څه وخت جوړه شوه؟ په کومو ودانیو کې وه؟ تشکیلات یې څنګه وو؟ ښاروالان څوک وو؟ په کومو وختونو کې کومې چارې تر سره شوې؟ مورخان له پخوانو مامورینو سره د مرکو او موجودو اسنادو په بنیاد باندې د دې ادارې ټوله ماضي راسپړلی شي.
د وطن د هرې ادارې تاریخچه جوړېدای شي مګر دا کار ځکه نه کېږي چې اسناد کم دي او د دې خلا د ډکولو لپاره مو د ګړني تاریخ اهمیت له پامه غورځولی دی. د دغو تاریخچو په برکت د لایقو کارکوونکو او مسوولینو ډېرې ګټورې تجربې هم خوندې کېدای شي چې د استفادې وړ دي.
په افغانستان کې کله نا کله یوې نیمې ادارې د خپلو فعالیتونو مفصل رپورټ خپور کړی دی. د شاوخوا نیمې پېړۍ پخوا کابل ښاروالي دغسې یو رپورټ مې په کتابي بڼه لیدلی و. دغه رپورټونه کله کله د ادارې د یوه کارکوونکي په هڅه د برحاله رییس د خوشحالولو په مقصد برابرېږي چې تر ډېره حده تبلیغاتو ته ورته وي او د تاریخچې مقصد نه پوره کوي.
حبیبیه لېسه په تېرو یوسلو څو کلونو کې په کومو ودانیو کې وه؟ مدیران، معلمان او هغه شاګردان یې څوک وو چې په آینده کې مشهور شول؟ د لیسې یا د شاګردانو او استادانو څومره پخواني عکسونه پیدا کولای شو؟ د لېسې سپین ږیري اړوندان د خپل وخت او خپلو مشرانو کومې خوږې او ترخې خاطرې لري؟ کوم کتابونه پکې تدریس کېدل؟ درسونه څه وخت پکې ښه وو او ولې وو؟ دغسې پوښتنو ته ځوابونه د حبیبې او بلې هرې لیسې د تاریخچې په برابرولو کې مرسته کوي.
په کابل پوهنتون کې ادبپوهنځي شاوخوا اتیا کاله عمر کړی دی. ایا موږ د لومړیو او پخوانیو استادانو د درس د طریقو، د خوی او د چلند په اړه خاطرې ثبت کړي دي؟ د هر ښه استاد یوه ښه خاطره راتلونکو ته الهام ورکولی شي. هغه ملتونه چې لوی کسان پکې زیات دي، یوه وجه یې دا ده چې د الهام اخیستلو لپاره یې په فرهنګ کې ډېر څه شته.
د کابل په پل باغ عمومي کې یوه زړه ودانۍ ده چې یو وخت پکې د کابل راډیو ریاست و. دا ودانۍ څه وخت جوړه شوه؟ په دا دومره موده کې کومه کومه استفاده ورنه شوې ده؟ کومو مشهورو کسانو دلته کار کړی دی؟ مثلا دلته د راډیو د رییس په توګه د استاد بېنوا دفتر و. د هغه د دفتر کوټه پکې کومه وه؟
نه یوازې ادارې بلکې هره مهمه او پخوانۍ ودانۍ تاریخچې لرلای شي چې له ښارونو سره د خلکو عاطفي رابطه زیاتوي او دا رابطه ډېره ضرور ده.
شهرنو کله جوړ شو؟ نقشه یې څنګه ده؟ څه تغییرات پکې راغلي دي؟ څومره کورونه، دوکانونه او نور تاسیسات پکې دي؟ د افغانستان کوم مشهور خلک دلته اوسېدلي دي؟ د مېوندوال کور په کومه کوڅه کې و؟ د احمد ظاهر کور کوم یو و؟ سینما، پارک، هوټل، رستورانت او تفریحي ژوند دلته څنګه و؟ دغسې د هر ښار مشهورې مېنې، کوڅې، پارکونه او ځایونه د ګړني تاریخ په موضوعاتو بدلېدای شي. موږ د ګړني تاریخ په مرسته د هېواد د کابو هر کلي او هرې درې تاریخچه برابرولای شو خو که په لیکل شویو ماخذونو پسې ګرځو، په اکثرو مواردو کې به هیڅ لاس ته رانه وړو.
ګړنی تاریخ د مختلفو پرګنو د ماضي په راسپړلو کې هم زیات پکارېدای شي. په افغانستان کې نن سبا افغان هندوان او سیکهان په نشت حساب دي خو تر جګړو له مخه مو په لسګونو زره هندوان او سیکان لرل. دوی چیرته اوسېدل؟ په کومو چارو بوخت وو؟ د هېواد په اقتصاد کې یې برخه څه وه؟ له نورو خلکو سره یې رابطه څنګه وه؟ کلتور، لباس، معبدونه، خوراکونه یې څنګه وو؟ دوی څنګه وځورول شول؟ څنګه یې جایدادونه لوټ شول یا په نیمه بیه واخیستل شول؟ دوی اوس چېرته اوسي؟ د وطن په جغرافیا، فرهنګ، فولکلور او سندرو کې د دوی کومې نښې پاته دي؟
موږ د لباس یو شتمن کلتور لرو. دغه لباس مودونه لري چې معمولا څو کاله پس بدلېږي.د پخوانو خپروونو، اسنادو، عکسونو او خصوصا د ګړني تاریخ د میتودونو او مرکو په مرسته دغه ماضي خوندي کېدای شي. زموږ د معاصر کلتوري تاریخ نور ګڼ موضوعات هم ناسپړلې پاته دي. افغانستان ته سینما څنګه راغله؟ څنګه خپره شوه؟ کوم فیلمونه لیدل کېدل؟ په اجتماعي او کلتوري ژوند یې اثر څنګه و؟ په رستورانونو، سلمانیانو،عکاسخانو او مجلو کې به د اداکارو عکسونه زیات وو. کله کله به زلمکو د فلمي بدمعاشانو تر اثرلاندې یو بل په سوکانو او لغتو وهل. یو نیم ځوان به په فلمي اداکارې میین شو. د داوود خان د جمهوریت په کلونو کې کندز ته هندۍ هنرمنده هیما مالیني راغله. د ملاقات کولو یو ډېر لېوال زلمي بالاخره ځان وروساوه خو نهیلی راستون شو. ده به ویل، په فلم کې ډېره ښکلې ښکارېده، مګر هغسې نه وه. د اردو په زده کړه کې د سینما لویه برخه وه. د هندي فلمونو مکالمو او پلاټ زموږ په داستاني او ادبي ژبه هم اثر کړی و. د سینما د لیدونکو نور عادتونه کوم وو؟ مثلا زما یادېږي چې په کندز کې به د فیلم لیدونکو جلغوزه یا داسې بل څه اخیستل او په سینما کې به یې خوړل. په راوروسته کلونو کې مې د کابل د سینماګانو اورېدلي وو چې چرس پکې څکول کېدل. ترجګړو له مخه د کابل ځينو سینماګانو بې پطلونه کس ته د ورتلو اجازه نه ورکوله. په افغانستان کې د سینما مورخ کولای شي چې د تېرو څو نسلونو د ژوند دغه اړخ د پخوانو مطبوعاتو، مرکو او میداني څېړنو په مټ انځور کړي.
په تېرو حد اقل اویا کلونو کې افغانستان د مختلفو فکرونو لوی او واړه ګوندونه لرل. د هر ګوند له غړیو سره د مرکو په بنیاد د ګوندونو تاریخچې برابرول د څېړنې یوه بله ضروري ساحه ده. د ځینو ګوندونو یو شمېر غړیو خپلې خاطرې لیکلې دي او ځینو نورو کسانو د یو شمېر ګوندونو په پلویتوب یا مخالفت کې لیکنې کړې دي خو که غواړو چې د هر ګوند واقعي تاریخ ولیکل شي، د هغوی د غړیو او خصوصا عادي غړیوغږول ډېر ضرور دي. د ګوندي کسانو احساسات، فکرونه، قضاوتونه، فعالیتونه، وېرې، کامیابۍ، ناکامۍ، دوستۍ، دښمنۍ، هیلې او نهیلۍ د مرکو په مرسته ښه پېژندلی شو. ګړنی تاریخ مو ممکن تر بلې هرې ذریعې د یوه ګوند د غړیتوب په اصلي تجربه کې شریک کړي او له رسمي شعار او اعلامیې ورها د ګوند اصلي څېره راوپېژني. د یوه ګوند روح د هغه په اعلامیه و مرامنامه کې نه بلکې د هغه له غړیو سره خوندي دی.
یوه متقاعد چپي جنرال یوه ورځ ارمان کاوه چې کاشکې کودتاوې نه وای شوی. ما ورته وویل، نو ولې مو کولې؟ ویل یې، د پاچا په وخت کې مې یو بوډا جوالي ولید چې د غرمې ډوډۍ یې له اوبو سره خوړله او دې شي ډېر بد اثر راباندې وکړ.
د هرې سیاسي ډلې غړي خپلې تجربې لري چې د هغو له اورېدو وروسته نه یوازې د مختلفو ګوندونو بلکې د ټولې ټولنې پیژندلو ته نژدې کېږو.
په افغانستان کې داسې کسان ډېر دي چې یو عالم خاطرې او تجربې یې په سینه کې پرتې دي خو داسې کسان بېخي کم دي چې قلم راواخلي او خپلې خاطرې ولیکي. دغه معنوي سرمایه یوازې د ګړني تاریخ په مرسته له فنا کېدو بچ کولای شو. د سالنګ د لارې یو سپین ږیری ډرېور، د ملالۍ لېسې یوه سپین سارې ښوونکې، د کابل ښار یو متقاعد ترافیک، هغه منصبدار چې د ثور په کودتا کې فعال و، هغه بوډا چې په ارګ کې خانه سامان و، د غزني د یوه زاړه زیارت منجور، یو ژرنده ګړی، یو ګاډیوان، هغه مېرمن چې د شاهي وخت جشنونه یې یاد دي، د تاریخ انجمن هغه غړی چې له استاد حبیبي سره یې کار کړی دی، د استاد سلجوقي ګاونډی، د تنورسازي د کوڅې یو مجرب کلال…. په زرګونو، زرګونو داسې کسان شته چې په افغانستان کې د اصلي یعنې عادي ژوند د خوندي کولو او د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي تاریخ د بشپړولو لپاره یې غږول پکار دي. څرنګه چې تاریخ د ماضي بیان دی او له ماضي خبر کسان د عمر په لحاظ معمولا مشران وي نو په افغانستان کې که د ګړني تاریخ کار هر څومره ځنډېږي، هغومره تاوان کوو.
د ګړني تاریخ شیوه او د خاطراتو لیکل د سیمو او کورنیو د خاطراتو په لیکلو کې زیات پکاریږي. د کندز د اوسني ښار بنیاد څو اتیا کاله پخوا ولې په اوسني ځای کې کېښودل شو؟ دغه ښار په کومو کلونو کې څنګه وده کوله؟ تر ټولو لومړۍ ودانۍ یې کومې دي؟ د دغه ښار د اوسېدونکو تفریح، اخترونه، د غم و ښادي دودونه، کاروبار، معارف او… څنګه وو، څه تغییرات پکې راغلي دي؟ په دغه ښار کې د افغانستان یو تر ټولو ښایسته پارک (قهوه خانه) څومره عمر وکړ؟ کومې ځانګړنې یې لرلې او ولې پوپنا شو؟ …
د کندز د تیر ژوند په اړه پخواني مطبوعات، د باختر اژانس د عکسونو ارشیف، د خلکو عکسونه او خواره واره سندونه او تر ټولو مهم، د پاخه عمر له کندزیانو سره مرکې مو د دغه ښارد معاصر تاریخ په لیکلو کې پکار راځي.
ټولنه له کورنیو جوړه ده، لکه بدن چې له سلولونو رغېدلی دی. ټولنه په کورنیو او کورنۍ په ټولنې باندې اثر پریباسي. موږ په تېرو زمانو کې نسب نامې لرلې خو د نسب نامو لیکونو به د تذکرو د ادارې غوندې ډېر وچ او محدود معلومات خوندي کول. د کورنۍ د غړیو د خاطرو د راټولولو او له هغوی سره د مرکو په مټ دا امکان شته چې د عادي او واقعي ژوند جالبې او ګټورې تجربې خوندي شي. په کورنیو کې پاته پخواني عکسونه، د دوی کورونه، د دوی هدیره، خطونه او داسې بل راپاته سند د کورنۍ او بلکې ټولې ټولنې د تېر حالت په خوندي کولو کې پکارېږي. څو کاله مخکې ما په کورني کتابتون کې د خپل نیکه د شاوخوا نوي کاله پخوا زمانې د آس د خرڅلاو یو لیکلی سند ولیده. ما کله فکر نه و کړی چې یو وخت د آس د خرڅلاو سندونه هم لیکل کېدل. دغه سند زما لپاره د تېر ژوند د یوه نوي ګوټ لیدل وو.
د کورنۍ تاریخچه که د کور غړی لیکي، مشکل یې کم دی خو که یې بل څوک لیکي، باید دا کمال هم ولري چې څنګه نور قانع کړي چې د کورنۍ د تاریخچې په لیکلو کې یې ورسره مرسته وکړي.
حقوقپوهان او د اخلاقو عالمان معمولا له ښځو سره د شوې بې انصافي بیان کوي خو د شفاهي تاریخ نتایج به مو یقیني کړي چې ښځې ډېرې فعالې دي. په کلیو کې که د نارینه او ښځو کار سره پرتله شي، په ډېرو کورنیو کې د ښځو د کار برخه زیاته ده. ځينې مهارتونه یوازې د ښځو زده دي او د ولسي پوهې یوه لویه برخه له دوی سره تعلق لري. نوی تمدن به اکثره ولسي مهارتونه، چې یو شمېر یې شاید د زرګونو کلونو تجربې پیداوار وي، د خلکو له حافظو وباسي. د دغو مهارتونو په اړه د معلوماتو راټولول ډېر اړین دي. ښځې له امیدوارو میندو یا نوزېږي ماشوم سره د چلند ځانګړې ولسي پوهه لري چې خوندي کول یې ضرور دي. دغه راز له پخلي رانیولې تر اوبدلو پورې مختلفې ولسي تجربې شته چې کاشکې خوندي شي. شاید وویل شي چې دا خو د فولکور موضوعات دي. سمه ده چې د فولکلور موضوعات دي خو د خلکو له ماضي سره یې رابطه ده.
د تېرې کابو نیمې پېړۍ د غمونو لوی بار د ښځو په اوږو و. د قتل شوقیانو ته د یو څه ورزده کولو لپاره او د غمجنو خویندو، میندو د درناوي لپاره پکار ده چې د دغه لوی ویر مختلفې شېبې د تاریخ په حافظه کې پاته شي.
د هغو ښځو حالات چې زامن، مېړونه، پلرونه یا وروڼه یې د پلچرخي اژدها وخوړل، یوازې د شفاهي تاریخ د طریقو په مرسته خوندي کولای شو. پلار مې په ۱۳۵۶ کال کې د اردو له یوه ډګروال څخه په خوشحال خان مېنه کې یو کور راونیو. د ۱۳۵۷ کال په مني کې چې موږ په دې کور کې اوسېدو، یوه ورځ یوه نابلده سپین سارې ښځه راغله. ویل یې، ما یوازې پرېږدئ، په دې کور کې مې ورور اوسېدو، غواړم د هغه په یاد ورته وګورم! دا د ورور له وژل کېدو خبره وه خو د داوودخان د جمهوریت په دوران کې د کندهار د وروستي امنیه قومندان عبدالرشید خان مېرمن، عاقله جانه، تر ډېرو پورې نه پوهېده چې مېړه یې په زندان کې وژل شوی دی. دې د قتلونو د سیلاب په لومړي کال (۱۳۵۷) زموږ په کور کې خپله کیسه کوله، ویل یې، د قومندان جامې مې اتو کړې، ډوډۍ مې ورته پخه کړه او پلچرخي ته لاړم. هلته مې زارۍ وکړې، خیر دی، نه یې وینم خو دا جامې او ډوډۍ ور ورسوئ او هغوی وویل، نه یې اخلو! د اسدالله احمدي (د مشهور لیکوال نصیر احمد احمدي تره) مور بي بي تر مرګه پورې د زوی راتلو ته منتظره وه، ویل به یې چې کله دروازه وټکېږي، په زړه کې راتېره شي، چې ګوندی زوی به مې وي.
د کونډو ښځو د ژوند ستونزې، هغوی چې د زده کړو امکان ورنه اخیستل شوی دی، هغوی چې د کور خرڅ یې په غاړه دی خو د باندې وتلو اجازه نه لري، هغوی چې په بدۍ کې ورکړ شوې دي، هغوی چې په کم عمر واده شوي دي، د بې اولاده ښځو ژوند، هغوی چې په سیاسي ډلو کې فعالې وې، ښځې او اخترونه، زیارتونه، ودونه، تعویذونه، مهاجرت، صحت، ورزش، د لوڅ مخ تجربه، او په سلګونو نور موضوعات.
ناروغي هم د ګړني تاریخ د تحقیق په موضوع بدلېدای شي. له کورنا سره زموږ چلند څنګه و؟ ځینو تر ډېرو پورې هسې اوازه بلله او ځینو نورو په وینځلو باندې لاسونه وشړول، ځینو لیموګان خوړل چې ویټامین سي لري، ځینو په علاج کې له روغتونونو ډډه کوله ځکه اوازه وه چې هلته سړی په لوی لاس روحیه بایلي، یو شمېر نورو د حکیم الکوزي د معالجې طریقه بهتره بلله، شک کوونکو ته کرونا یوه دسیسه ښکارېده، دا هم اورېدل کېدل چې لویدیځوال ډېر مري او دا الهي انتقام دی. البته موږ تر اوسه پوه نه شو چې په هېواد کې د کرونا تلفات څومره وو. په هغو وختونو کې به که څوک د بلې ناروغۍ په وجه هم وفات شو، بدګومانو کسانو به ویل چې کرونا و، د کورنۍ غړي یې هسې پټوي. کورنا مو څنګه تصورکړه؟ زموږ چلند ورسره څنګه وو؟ څومره صدمه مو ولیده؟ څه یې زده کړل؟ په ژوند کې یې څه تغییرات راوستل؟
د ژوند وسایل یوه بله ساحه ده چې د مرکو او مشاهدو په مرسته یې تاریخچه برابرولی شو. مثلا په هېواد کې د څراغونو جالبه تاریخچه لیکل کېدای شي. د خټو ډیوې، شیطان څراغ، الیکین، لمپه، الادین، ګیس…
دغه راز ډېر کسبونه دي چې اوس یا نشته یا مخ په ختمېدو دي او د شفاهي تاریخ په مټ یې ثبتولی شو، لکه، شاطر، تلفونچي، ګاډیوان یا پتره ګر چې مات چیني لوښي به یې کوشیرول.
د افغانستان علومو اکاډیمي که د ګړني تاریخ د ځانګړنو، اهمیت او ضرورت په اړه علمي غونډه راوبولي او د پوهنتونونو د تاریخ دیپارتمنتونه حد اقل په یوه سمستر کې د ګړني تاریخ زده کړې ته ځای ورکړي، نو د ګړني تاریخ د طریقو له عامېدو سره به مرسته شوې وي.
زموږ د اجتماعي پوهنو ګڼ محصلان په مونوګرافونو کې لیکل شوې خبرې بیا اړوي را اړوي. د اجتماعي علومو محققان مو هم ډېر ځله شوې خبره یو ځل بیا کوي. د مرکې او ګړني تاریخ میتودونه به له دوی سره د ډېرو نویو موضوعاتو په موندلو کې مرسته وکړي. په افغانستان کې په زرګونو داسې کسان شته چې بیوګرافي یې باید ولیکل شي، خو دوی لیکوال نه دي او محصل یا محقق چې د لیکل شویو ماخذونو په اساس څېړنې ته اهمیت ورکوي، د مرکې په اساس د دغسې کسانو د بیوګرافي تدوین ته ممکن پام وانه ړوي.
که یوه ټولنه د ځان په ثبتولو کې کامیابه نه وي، یوازې په علمي لحاظ تاوان نه کوي بلکې بقا او پایښت یې له سوال سره مخ کېږي، ځکه د ټولنې د غړیو او په تېره بیا ځوان کهول ذهنونه معلومات غواړي. دغه معلومات د دوی دلچسپیو او وفاداریو ته لوری ورکوي. که د نورو ټولنو په اړه په لکونو د کار کتابونه او مقالې وي او د ځان په اړه معلومات مو په نشت حساب وي، معنا یې دا ده چې له خپلې ټولنې، تاریخ او هېواد سره دلچسپي ساتل راته ورځ په ورځ سخته کېږي.
ګړنی تاریخ پخوانی ژوند د خلکو د خاطرو په بنیاد انځوروي. طبعا داسې څوک نه شو پیدا کولای چې د سل کاله پخوا خاطره یې یاده وي او مثلا د دارالامان ودانۍ د جوړېدو کیسه راته وکړي خو دا کولای شو چې د ماڼۍ د معمارانو او د جوړېدو د شاهدانو اولادونه وغږوو او ځینې روایات له هغوی راټول کړو.
په ټولنه کې د پخواني وخت په اړه ځینې عام روایتونه هم شته چې د فولکوریک ادب غوندې ښکلا پکې ده او معمولا د ژوند د تجربو د بیان لپاره پکارېږي. امیر عبدالرحمن خان یو هغه واکمن دی چې ډېرې کیسې ورپورې منسوبې دي. هسې وایي چې عبدالرحمن خان به تر سفر له مخه خپل خانه سامان ته د لباس وویل، هغه به ورته د سفر له ځای سره مناسب لباس راوړ، مثلا امیر که به جلال اباد ته ته، نو لباس به ډېر تود نه و، خو د پغمان د سفر لپاره به یې تود لباس ورته راوړ. امیر، چې د خپلو سفرونو پروګرامونه له خورا نژدې کسانو هم پټ ساتل، یوه ورځ خانه سامان ته وویل: زه خو نه درته وایم چې چېرته ځم، ته څه پوهېږې چې مناسب لباس انتخابوې؟ هغه ورته وویل، صاحب زه چې هر سهار له کوره راځم، په سرِ چوک را تېرېږم، او هلته د خلکو خبرو ته غوږ نیسم. تاسې چې چېرته د سفر اراده کړې وي، د سر چوک خلک ترې خبر وي!
د دې حکایت د زده کړې اړخ دا دی چې له خلکو شی نه پټېږي او د دوی اوازو ته باید اهمیت ورکړو. په تاریخي لحاظ د دغسې حکایتونو او نورو روایتونو لوی اهمیت په دې کې دی چې د خلکو له ذهنیته خبرېږو او په ذهنیتونو پوهېدل علمي اهمیت لري. په تېرو زمانو کې به په تاریخ کې یوازې خواصو ځای درلود خو اوس یې عوام هم لري او په تېرو تاریخونو کې یوازې پېښو اهمیت درلود خو اوس یې ذهنیتونه هم لري، ځکه د خلکو عملونه د دوی د ذهنیتونو پیداوار دي. یوازې دا مهمه نه ده چې خلکو څه وکړل؟ دا هم مهمه ده چې دوی څه کول غوښتل؟
په ټولنه کې نسل په نسل پاته روایات طبعا له ګړني تاریخ څخه یو څه بېله ساحه ده خو د مرکو په اساس د هغو ټولول د تاریخي څېړنو لپاره هم پکار راتلی شي. لکه څنګه چې مو وویل د دغو روایتونو ښکلایز اړخ د توجه وړ دی. ځینې روایات ډېر شخصي او فامیلي وي خو که نور هیڅ نه وي ښکلایز اړخ لري او د ټولنې فرهنګ ورسره غني کېږي. زما د پلار یو ماما د ظاهر شاه پاچا ملګری و. پاچا چې به کندز ته راغی، ده به په کور کې ورته مېلمستیا کوله. د دغو مېلمستیاوو په اړه مې په ماشومتوب کې یوه دا خبره اورېدلې وه چې پاچا به هغه شیربرنج خوښېده چې بېخ یې نیولی وي.
په وروستیو کلونو کې دا خبره د پاچا لمسي مصطفی ظاهر هم راته وکړه. د ده په قول، پاچا یو د شیربرنج ته دیګي او بل ګوړه زیاته خوښه وه، له چاکلېټ سره یې نه لګېده. د مشهورو کسانو له خصوصي ژونده خبرېدل عامه دلچسپي ده او د دغسې روایتونو د خوندي کېدو یوه حد اقل ګټه همدا ده. زما نیکه (د پلار پلار) د شلمې پېړۍ په سر کې څو کلونه په سمرقند کې اوسېدلی و. د ده روایت دی چې سمرقندیانو به ویل، دلته درې تنه افغانان راغلي او زموږ په ټولنه کې یې درې شیه رواج کړي دي. مونږ د ښکارعادت نه درلود، عبدالرحمن خان راغی، په ښکار یې روږدي کړو، مونږ سود نه خوړ، سردار اسحاق خان را فرارشو، سودخوري یې راکې دود کړه او د نوبتي مېلمستیاوو( ګشتک) عادت مو نه و، شېرخان چې راغی، دغه ډول مېلمستیا ورسره رواج شوه.
د افغانستان ځوانانو ته خواست دی چې د خپلو موبایلونو په مرسته تر وسه وسه د وطن او ټولنې د نن او پرون مختلفې جلوې خوندي کړي او د هېواد د تاریخ او کلتور په بډاینه کې برخه واخلي.
جدي، ۱۴۰۲
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.