د انګلیسي ژبې لومړنی ناول

لیکنه: اسد الله غضنفر

1,137

د انګلیسي ژبې لومړی ناول، رابنسن کروزو (Robinson Crusoe) په اول ځل په ۱۷۱۹ میلادي کال کې یعنې دوه سوه څو نوي کاله پخوا چاپ شو. دا د نړۍ د ادبیاتو په تاریخ کې یوه ډېره مهمه پېښه ګڼل کېږي. ځکه وروسته تر دې ناول لیکنه او ناول لوستنه په لویدیځه دنیا کې عامه شوه. رابنسن کروزو بې شمېره ځله چاپ شوی او بېخي ډېرو کسانو لوستلی دی. د رابنسن کروزو لیکوال دانیل دیفو(Daniel Defoe ) نومېږي.

د دې ناول کیسه داسې ده چې په انګلستان کې د رابنسن کروزو په نوم یو سړی د مور و پلار له خوښې پرته سمندري سفر پیلوي. بېړۍ یې سمندري غلو ته په ګوتو ورځي خو دی د یوې وړې بېړۍ په ذریعه تښتي او په سمندر کې یوه لویه بېړۍ ویني چې په جنوبي امریکا کې برازیل ته روانه ده، هغې ته ورخېژي.

دې بېړۍ ته د چیلي له سواحلو کابو څلوېښت میله لرې صدمه رسېږي او ډوبېږي. نور مسافر لاهو شي خو یوازې کروزو د بیړۍ د ډوبېدو په شېبو کې یو توپک او څه نور وسایل را اخلي، یوه ټاپو ته ځان رسوي. په ټاپو کې بل هیڅ بنیادم نه وي. کروزو په اول ګام کې د ژوندي پاتېدلو هڅه کوي او بیا غواړي چې د یوازیتوب ژوند یو څه د زغملو کړي.

دی دلته هغه د چا خبره هر څه له صفره پیلوي. یوه سمڅه مومي او شاوخوا یې دیوال دروي چې له ځناورو خوندي وي. دغه راز یوه جنتري جوړوي چې د وخت حساب ورڅخه ګډوډ نه شي. د ده جنتري د چوب خط غوندې ده، یعنې په لرګي باندې نخښې جوړوي. کروزو په ټاپو کې ښکار کوي ، غله دانه کري او د کلالي لوښو جوړولو ته مټې رانغاړي.

او په دې ډول پوره پنځلس کاله په یوازیتوب کې تېروي. په دې منځ کې یوه ورځ څو انسانان وویني چې ټاپو ته راشي. له دوی سره څو نور کسان اسیران دي. دوی د اسیرانو د وژلو او خوړلو لپاره راغلي وي. له کروزو سره چې وسله شته، نیت کوي چې سړي خواره ووژني خو په زړه کې ورتېره شي چې په ده خو یې یرغل نه دی کړی، ولې یې ووژني. دی له ځان سره دا دلیل هم راوړي چې دغه کسان وحشیان غوندې دي او په دې نه پوهېږي چې د بل چا وژل او خوړل، سم کار نه دی، نو دوی ته جزا ورکول جواز نه لري.

په هر حال ، کروزو یو اسیر چې وروسته بیا د ( جمعه) نوم ورباندې ږدي، د سړیخورو له منګولو راباسي. کروزو جمعه ته انګریزي ورزده کوي.

یو بل ځل چې سړیخواره د میلې لپاره ټاپو ته راغلي وي، جمعه او کروزو حمله ورباندې کوي، سړیخواره وژني او دوه اسیران ورڅخه ژغوري.

په دې منځ کې دوی یوه ورځ یوه لویه بیړۍ د ټاپو خوا ته راروانه وویني. کیسه داسې ده چې د بیړۍ کسانو بغاوت کړی دی او غواړي خپل کپتان په همدې لرې ټاپو کې خوشي کړي او د بیړۍ اختیار په خپل لاس کې واخلي. کروزو له کپتان سره مرسته کوي، بغاوت ځبي او په همدې بیړۍ کې وروسته له اته ویشت کلونو جلاوطنۍ اروپا ته ستنېږي.

د رابنسن کروزو پېښه که څه هم یوه نادره حادثه ده او ډېره لږه ممکنه ده چې یو سړی دې په ټاپو کې بېخي یوازې ژوند وکولای شي ، مګر ناممکنه نه ده. د ناول او پخوانو نکلونو یو بنیادي فرق دا دی چې په پخوانو نکلونو کې داسې پېښې او کرکټرونه هم وي چې په واقعي دنیا کې یې مثال نه پیدا کېږي خو د ناول پېښې او کسان که هر څو استثنایي شي، خو له ناممکنانو څخه نه وي.

څېړونکي لیکي چې دې ته ورته واقعه د ناول تر چاپېدو له مخه یوه سکاټلندي بیړۍ وان ته ورپېښه شوې وه. دغه بیړۍ وان سیلکیرک Selkirk نومېده. سیلکیرک د سمندري سفر په وخت له خپلو ملګرو سره خوابدی شوی او هغوی ته یې ویلی وو چې دی په یوه نامسکونه جزیره کې پرېږدي. دغه سړي څه باندې څلور کاله په ټاپو کې یوازې تېر کړي وو او وروسته بیا یوې بیړۍ چې هورې تېرېدله، ژغورلی و.

د رابنسن کروزو د ناول تر چاپېدو اووه کاله له مخه همدغه د سیلکیرک واقعه یو چا لیکلې او ډېره مشهوره شوې وه چې دانیل دفو که لوستې نه وي نو اورېدلې خو به یې وي. البته، دغه واقعه صرف په څو پاڼو کې وه او دانیل دفو بیا سلامت ناول لیکلی دی.

دانیل دفو د پخوانو نکلونو برخلاف پېښې په تفصیل سره انځور کړې دي. په دې اثر کې د نکلونو برخلاف، د کیسې د اتل یعنې رابنسن کروزو د فکرونو، اندېښنو او چورتونو مفصله یادونه شوې ده. دغه اثر د چاپېدو په لومړي کال څلور ځله چاپ شو او لوستونکو خورا خوښ کړ.

رابنسن کروزو په داسې زمانه کې ولیکل شو چې انګریزانو چټکه ترقي پیل کړې وه، د وروسته پاتې سیمو د نیولو او سمندري سفرونو هوس یې پارېدلی او په ځان باندې یې باور زیات شوی و. کروزو په ځان باندې ډاډه دی، د متمدنې دنیا استازی دی، په طبیعت باندې د غلبې اراده ورسره ده او د غوټو پرانیستلو په چل پوهېږي.

د رابنسن کروزو لیکوال دانیل دیفو چې په ۱۶۶۰ کال کې په لندن کې وزېږېد، په یواویا کلنۍ کې ومړ. ده ځینې اروپایي ژبې زده کړې او جغرافیایې ښه ډېره ولوسته.

دیفو چې د نوي ژوند او تحولاتو ملګری و، له کلیسا سره وران و. د کلیسا د غندلو په وجه یې سزاګانې هم ولېدې. د رابنسن کروزو په ناول کې له نوي تمدن او تحول سره د دیفو دلچسپي له ورایه ښکاري.

یادښت: یاده لیکنه د “نړیوال ادبیات” کتاب، چې مصطفی صفا لیکلی، په (۱۵۱-۱۵۲) مخونو کې راغلې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.