تورخم دروازه اوومه ورځ هم تړلې؛ “دوه ورځې هېڅ خبرې نه دي شوې

138

torkham

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

BBC/Pashto

په تورخم کې د طالبانو حکومت ځایي چارواکي وایي، دغلته پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ دروازه لا هم تړلې او په دې تړاو کومه خبره او پرمختګ نه دی شوی.

تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت بي بي سي ته وویل چې د دوی حکومت، سوداګرو او عامو خلکو لپاره هغه شرطونه چې د پاکستان حکومت په دې دروازه د اوښتو را اوښتو لپاره ټاکلي د منلو نه دي.

نوموړی زیاتوي: “زموږ او دوی خبره نه ده شوې بیا، وېزه او پاسپورټ خو مو تر اوسه بیخي نه دی ورسره منلي، پرون تجاران او ډریوران راغلي وو هغوی ټولو ویل چې زموږ مالونه دې هم وراسته شي او موټرونه مو دې هم خراب شي خو دا شی موږ نه منو.”

نوموړی وايي سوداګرو ورته دا خبره هم کړې چې که پاکستان خپله پرېکړه بدله نه کړي دوی به له دغه هېواده د سوداګرۍ لوری بلې خوا ته واړوي.

د پاکستاني لوري دریځ

ګاډي

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

خو بل خوا پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چېخپله پرېکړه نه بدلوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ باید د نورو په شان پر پاسپورټ او وېزو وي.

د پاکستان د چارسمبالي حکومت بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ تېره ورځ (پنجشنبه) په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي:” د نړۍ ټولو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ د قانونې اسنادو یعنې وېزې او پاسپورټ له مخې ترسره کېږي، پاکستان هم غواړي همدغه قانوني بهیر ډاډمن او عملي کړي.”

هغې زیاته کړې “تمه ده چې زمونږ افغان ګاونډیان هم پاکستان ته د سفر پر مهال د معتبرو اسنادو ارزښت درک کړي”.

د عام خلکو او سوداګرو ستونزې

بی

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

پاکستان لوري د روانې جنورۍ میاشتې پر۱۳مه تورخم سرحدي لار وتړله چې له امله یې دواړو خواوو ته سوداګر او عام خلک له کړاو او زیان سره مخامخ شوي.

پاکستانۍ رسنۍ کاږي، چې له دې کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې چارې په ټپه درېدلې او دا چېد کرښې د دواړو خواوو سوداګرو او خلکو ته ډېر زیان اوښتی دی.

د تېرې چار شنبې په ورځ له کرښې پورې غاړه لواړګي کې سلګونه موټر چلوونکو او ځايي خلکو لاریون کړی او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې “د ویزې له شرط پرته دغه لار پرانیزي.”

دارنګه عام خلک چې درملنې او نورو کارونو لپاره ځي راځي هم دواړو خواوو ته بند پاتې دي.

د وېزې او پاسپورټ تر لاسه کول

ی

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

دا مهال افغانستان کې د پاسپورټ او د پاکستان ویزې تر لاسه کول ډېرستونزمن دي او میاشتې میاشتې وخت اخلي.

عام خلک وایيچې په افغانستان کې د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ په اسانۍ چاته وېزه نه ورکوي او په تور بازار کې یې هم بیه له زرو امریکایي ډالرو لوړه ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د پاکستان وېزې غوښتونکي له پخوا ډېر شوي او ورسره وړیا وېزه هم ډېره ګرانه شوې ده.

بل خوا په افغانستان کې د پاسپورټ اخیستل هم ډېر ستونزمن شوي او غوښتونکي یې ډېر زیات دي.

په ورستیو ورځو کې د طالبانو حکومت لخوا په کاغذي عریضو د پاسپورټ ورکولو له اعلان وروسته پردې اداره د خلکو ګڼو ګڼه تر پخوا هم ډېره شوې ده.

په خواله رسنیو ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې هره ورځ زرګونه کسان یوازې په پلازمېنه کابل کې د پاسپورټ ریاست مخکې له شنه سهاره په لیکو کې ولاړ وي.

د یادونې ده چې پاکستاني چارواکو له څه مودې راهیسې د سپین بولدک – چمن ترمنځ هم پر ډیورنډ کرښه تګ راتګ لپاره وېزه او پاسپورټ جبري کړي، خو په چمن کې د دې پرېکړې خلاف له څه باندې دریو میاشتو راهیسې ولسي پرلت روان دی.

د پرلت ګډونوالو ګواښ کړی که غوښتنې یېونه منل شي، د پاکستان په راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي‌.

دوی وايي چې پاسپورټ او وېزه ورته له سره د منلو نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.