د بې شرمه، شرم!

بریال حبیبي

484
خدازده د کتاب و لیکوال نوم به یې څه وو، خو پینځه و شپږ میاشتې وړاندې مې د یو جاپاني لیکوال کوم ناول لوست؛ کیسه داسې وه، چې یوه کورنۍ دری غړي لري؛ مور، یو زوی، یوه لور!
مور ناروغه ده او ورور باید د حکومتي قوانینو له مخې په جبري ډول پوځ ته ولاړ شي، ځي، خو هلته په مخدره موادو روږدی کېږي او چې څرنګه یې تر دغې دندې وړاندې هم کومه دنده نه لرله، له بیا راتګ سره سم یې په عادي مصارفو سربېره د نشه یي توکو مصارف هم په کورنۍ لوېږي.
دده ذوق و شوق شعر دی او خپل دروني میل ته په کتو د ښار له اوڅار شاعر سره لیدنې کتنې پیلوي؛ هغه هم روږدی دی او له دې وروسته دده کورنۍ اړ کېږي، چې دده د شاعر ملګري مصارف هم پر غاړه واخلي… .
د (بې شرمه) اثر د (مشاعرې) کیسې په لوستلو سره هماغه ناول رایاد شو او فکر مې وکړ چې:
موږ څرنګه د ډېرو وړو امتیازاتو لپاره د خلکو له ژوند سره لوبې کوو؟
څرنګه د نورو په هیلو و باورونو خاورې اړوو؟
ولې د ځان د ګټې پر وخت د نورو ګټې ته حساب نه کوو او یا داسې چې ولې د نورو په ډېر زیان کې پخپلې لږې ګټې پسې ځغلو؟
زموږ د ښه سړیتوب او نه سړیتوب معیارونه لا ولې تر اوسه په واک و ځواک و پیسو و سړیو ولاړ دي او…؟
د استاد هاند په خبره ((دا کتاب په نهمه ورځ په بازار کې خلاص شو او بیا یې چاپ ته استولی…)) خو نه پوهېږم د لیکوال په خبره یې د ((کتاب لويې تېروتنې وې…)) او که بل بهرني عوامل، چې کتاب چاپ نه شو.
کلیوال خلک معمولا دوو ـ دریو میاشتو کې یو ځل لویو ښارونو ته ځي او موږ چې هم له همدې ډلې نه یو، نو هیله مو وه چې کله ښار ته ولاړو، وا به یې خلو او بیا به یې په اړه خپل نظر وړاندې کړو؛
دادی دلته پورتنیو ټکو ته په پام د بې شرمه اثر په څو کیسو تمېږو:
۱ـ د (بې شرمه) اثر د ډېریو کیسو تومنه زموږ و ستاسو ناسم رواجونه او د ښځو اړوند ذکر و فکر، ورسره اړیکې او… دي؛ موږ هر یو له خپلو ناسمو رواجونو نه کړېږو او په یو نه یو ډول یې زموږ د وړاندې تګ څه، د ژوند کولو مخه ډب کړې؛ خو ځینې یې شف، شف کوي او ځینې یې پوره شفتالو؛ ارمان له هماغو خلکو نه دی، چې د شفتالو کلیمه یې پوره په خوله رواړې؛ مثلا:
د (سپین سترګې) کیسه کې نجلۍ غواړي، خپل راتلونکی خاوند وګوري او یا:
(کډه دې باروه!) هغې کې چې د خاوند د ستړیا زور تر ښځې وځي او بیا چې پخپل دې کار پښېمانه کېږي او غواړي یو ډول یې ناز واخلي، پلار یې ورته په بدو اوړي او… .
یو ترکي سریال مې لید، یو کس ته بل ووایي چې:
ولې دې خلک، لېونی حکمت بولي؟
دی ځواب ورکوي:
ځکه هغه خبره چې نور خلک وروسته کوي، زه یې په پیل کې لا کوم.
او طبیعي ده چې دلته نو که په اروایي لحاظ کوم څوک؛ لکه: موږ آماده نه وي، لیکوال یې ورته لېونی او خبرې یې هم ورته لېونۍ ښکاري؛ خو لکه څرنګه چې ومو وویل: هغه به حقیقت وي او په دروغو به تسلۍ نه وي راکړلې شوې؛ د بېلګې په توګه:
د (د سپۍ له برکته) کیسه کې د خاوند او مېرمنې اړیکې او د هغوی د خدمتګارې ژوند او یا (مور مې سمه ښځه نه ده) کیسه کې له ناسکه پلار سره د زوی چلند او د مور اړوند ګومانونه، په (ژمنه) هغې کې له لور سره د کړې ژمنې پر ځای کول او د هغوی ښوونځي کې د نڅاګرې لیدل، (ته دې خپل خیر غواړه!) کیسه کې د یوې مور تېښته، په (خامه نجلۍ) کیسه کې د یوې مور او یوې ماشومې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو هڅې، (په هغه ته وې؟) کیسه کې د یوې پیغلې مینه، په (د بوډۍ کور) کیسه کې د یوې مېرمنې اندېښنه، (د لمر ساه ډوبه شوه!) کیسه کې له یوې نجلۍ سره زور زیاتی، (په سکس د شرم کار دی!؟) کیسه کې د مور او پلار له لوري لور ته د جنسي اړیکو زده کړه، په (بې شرمه) کیسه کې د ښځو راضي کول او فتنې او (یخه نه شوې؟) هغې کې د بنې لټه او… .
دا ځانګړنه موږ دویمې ځانګړنې هم ته بیایي:
۲ـ لیکوال له رک و راست ویلو نه دی وېرېدلی او دې رک و راست ویلو یې د کیسو متن که له یوې خوا حقیقت ته نږدې، سلیس، روان او هوسا کړی، نو له بلې خوا یې د نوموړي د خیال او تمثیل مخه هم نیولې.
خو موږ ولې د هغه څه په لیکلو شرمېږو، چې کوو یې؛ زموږ ظاهر و باطن، زموږ فکر و عمل او… څومره توپیرونه ځله لري؟
کله مو دې ته هم فکر کړئ؟
۳ـ ددې کتاب بله ځانګړنه د افغاني و ناافغاني چاپېریالونو ترمېنځ هغه واټن حسابولای شو، چې لیکوال یې پکښې د رانږدې کېدلو یا را یو ځای کولو هڅه کړې خو په بشپړه ډول بریالی شوی نه دی؛ د بېلګې په توګه:
په (هغه ته وې؟) کیسه کې لیکوال په یوه افغاني کلیوال ماحول کې د میکدې خبره کوي، هلته دوه ملګري ویسکي څښي او بیا دواړه د شرابو په نشه کې مست کلي کې ګرځي…؛
ایا دا امکان شته او وو؟
زه فکر کوم، دلته لیکوال لږ و ډېر خطا وتی او کیسه یې داسې خواوو ته تللې، چې که په پښتني چاپېریال کې یې د پېښېدو احتمال نشته، نو بهرنی چاپېریال بیا د پښتني ماحول غوندې کرکټرونه، منظر کشۍ او نور نه لري.
۴ـ د (بې شرمه) اثر ځینو کیسو کې موږ ځینې هغه ټولنیزې ناباورۍ هم وینو، چې نن سبا خورا عامې دي او موږ ځوروي؛ د بېلګې په توګه:
په (هغه ته وې؟) کیسه کې یو ملګری بل وژني؛ په (بوډۍ) کسیه کې یوه مېرمن له دې امله غواړي کډه بار کړي، چې خاوند یې له ګاونډي ښځې سره اړیکې جوړې نه کړي او یا هغه کیسه کې… .
۵ـ زه فکر کوم دا لنډې کیسې زموږ د هر اړخیز فقر و لوږې او محرومیتونو نه د څېړنې ښه آدرسونه هم دي؛ د بېلګې په توګه:
(یخه نه شوې؟) کیسه کې یوه ارضاء کولای نه شي، بله کوي؛ یا هلته (د لمر ساه ډوبه شوه!) چې کوم څوک د خپلو خواهشاتو پر بنیاد دوه کسه وژني؛ یا په (خامه نجلۍ) کیسه کې چې یوه کونډه او یوه خامه نجلۍ ساعتونه ساعتونه د څو پیسو یا خوراکي توکو لپاره ودرېږي او هغوی بیا غواړي له دوی نه خپلې خپلې اړتیاوې پوره کړي او هغو کیسو کې چې یو خاوند د پلار له برګو سترګو نه ښځې ته جامې نه اخیستلای او نه یې هغه کارولای شي، هغه چې لور ښوونځي ته نه شي استولای، لور پخپله خوښه واده نه شي کولای؛ هلته چې یوه مېرمن د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپله آبرو لیلاموي او یا… .
۶ـ (بې شرمه) د ځینو اجتماعي بنسټونو او واکمنانو له کړنو نه د ځان غوندې پردې هم اوچتې کړې؛ د بېلګې په توګه:
د (خامه نجلۍ) کیسه کې لولو، چې څرنګه د یو فیوډال ساتونکي غواړي چې د څو پیسو او یا ناچیزې مرستې په بدل کې د خلکو عزت ولوټي او یا د (د لمر ساه ډوبه شوه!) هغې کې چې یو قوماندان د یوه مظلوم کلیوال ماشومه لور په زور زیاتي سره ځان ته کښېنوي او یا… .
۷ـ (بې شرمه) ځینې نورې خبرې هم لري؛ د بېلګې په توګه: د (بنجاره) کیسه کې چې د ماشوم د هیلو د پوره کولو لپاره بنجاره تاوان مني او یا؛
د (مفته سمبوسې) کیسه کې چې یو څوک پخپلو غلطیو پوه شوی او بیا یې د اصلاح و جبران هڅه کړې؛ کله چې لیکوال ددغه کتاب د بیاځلي نه چاپولو خبره کوي، ممکن هغه لامل هم دغه کیسه کې ښه راڅرګند شي؛ دی وایي:
((…خداى مه کړه بې شرمه کتاب د خلکو د فحشاء او بې لارۍ سبب نه شي، نو همدا د خير لار ده چې بيا چاپ نه شي؛ ما وبښٸ!))
کیسه کې راغلي:
((… هر ماسپښین بزازي جومات ته لمانځه ته له تګه مخکې به ما لومړی خېټې ته د ام یخ شربت کوزوه. د کراچۍ مخې ته به د پښې د اېښودو ځای نه وو، ګیلاسونه تشېدل او ډکېدل، ما به هم ځان د خلکو منځ کې ور ځای کړ، د ام شربت به مې په سر واړوه او بیا به مې د شربت والا شاګرد ته ورغږ کړ چې پاتې لسګون راکوه او هغه به هم بې له دې چې پوښتنه وکړي، تا کله شلګون راکړی؟
لسګون راکړ… .))
ماشوم چې کله په دې څښاک رسوا کېږي، د شیرین ماما د سمبوسو کراچۍ ته مخه کوي او چې کله یوه ورځ په ځوانۍ کې هغه ویني او په ستونزه کې ګیر دی، زموږ کرکټر یې لاسنیوی کوي… .
۸ـ د کتاب د نه توزیع یا نه چاپ لامل که هر څه وي، وي به؛ خو آیا زموږ لیکوالو و نظام والو ته به په کار نه وي چې:
۱لف ـ د کتاب پر یوه څنډه ولیکي، چې دا کتاب د کوم عمر کسانو لپاره دی؟
۲ـ او چارواکي کتاب پلورونکو ته سپارښتنه وکړي، چې کوم کتاب په چا خرڅ او یا یې پرې ونه پلوري؟ (کله کله موږ هم عجیبې غوښتنې کوو؛ که ماشومان و نوي ځوانان سګرېټ او… پېرلای شي، نو په کتاب پېرلو کې به ولې ستونزه وي؟)
یوه ښه بېلګه یې د ماشومانو لپاره پښتو کې او یا پښتو ته د راژباړلو شویو کیسو نه رااخیستلای شو؛ که وګورو، په ټولو لیکلي:
د ماشومانو لپاره کیسې/ د ماشومانو کیسې!
که وپوښتو:
کوم ماشومان؟
شپږ کلن که لس کلن؟
لس کلن که څوارلس کلن؟
آیا دا کیسې دوی لوستلای شي او که یې باید څوک ورته ولولي؟
له کیسو نه مفهوم اخیستنه آسانه ده او که سخته؛ که سخته وي، باید همکاري ورسره وشي؟
هغوی چې ذهني وده یې ورور، عادي او یا چټکه ده، بېلابېلو کیسو ته هم ضرورت لري او که ټول باید یو ډول کیسې ولولي؟ او یا… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.