(—ییل …)

ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

219
مینه او قرباني شوله قبوله له هابیل
نفرت او کینه، حسد په برخه د قابیل
شیطان وسوسه وکړه په زړه کې د قابیل
غوره شو د ورور مرګ ورته او دی شولو قاتیل!
غوره کړل الله ؛ آدم او نوح او ابراهیم
هم آل د عمران له شا وخوا د رودِ نیل
هن هن انسانیت راغی تر ښاره د بابیل
ډیری رسولان مبعوث کیدل له قوم او خېل
سلیمان، داود ، موسی، عيسی او محمد “ص”
یو د بل خپلوان ول خو تربور شو اسراییل!
دغه ڼني اسرایلیان ډیر کبرجن او مفسدین دي
نور انسانان نه ښکاری بشر دویته کړي قیل
قصه د مکې او ابرهه ورځنې هېره ده
پاک الله تباه کړل لښکرې په ابابیل*
مښوکو کې نیولې د پخې خښتې ټوټې وې
کافران ګمراه شول او ماکول اصحاب د فیل *
څلور مقربې ملایک دي مقررې
جبرییل، میکاییل، عزراییل، اصرافیل !!!!
دین دی د اسلام منظور په نزد د خدای تعالا
صرف قرآن دی قبول ؛ منسوخ شوي بایبیل
زه حمید زړور ساپی به تل دغه دعا کړم
درود پر محمد “ص” او پر امت ې زنجبیل
خدایه! یهودان له دې غرور څخه راکوز کړې
فلسطین د شهیدانو په نصیب کړې سلسبیل
*په کریم قرآن کې د الفیل (الم تر کیف…) سورت ضمني مفهوم
بلجیم د جنورۍ ۲۰/۲۰۲۴=۰۹رجب المرجب ۱۴۴۵=۳۰جدی ۱۴۰۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.