بدخشان کې یوې الوتکې سقوط کړی

311

د افغانستان په شمالي بدخشان ولایت کې د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د دې ولایت په ساحه کې یوې الوتکې سقوط کړی دی. د بدخشان ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د پیښې تائید کړی دی خو جزئیات یې نه دي ورکړي.

د یکشنې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۲۱ نېټه) د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان کې د یوې الوتکې د لویدو خبر ورکړل شوی دی. د ياد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند د دې خبر پخلی کړی خو د تلفاتو په هکله یې جزئیات نه دي ورکړي. اړونده امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې الوتکه د شپې پرمهال د دې ولایت په یوه غرنیزه او لیرې سیمې کې لویدلې ده. په اعلامیه کې د الوتکې د ډول، تلفاتو او د سقوط د دلیل په هکله څه نه دي ویل شوي.

بل لوري ته د روسیې د هوايي چلند ادارې چارواکو ویلي چې په روسیه کې ثبت یوه الوتکه چې پکې شپږ تنه سپاره ول، د افغانستان په هوايي حریم کې له رادار څخه ورکه شوې ده.

د روسیې د هوايي چلند ادراې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې یاده الوتکه له هندوستان څخه د روسیې پر لور روانه وه. خبرپاڼه زیاتوي چې الوتکه چارتر شوې هوايي امبولانس الوتکه وه. د روسیې د هوايي چلند ادارې په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې چې الوتکه په فرانسه کې جوړه Dassault Falcon 10 ډوله الوتکه ده چې په ۱۹۷۸ کې تولید شوې.

د هندوستان د هوايي چلند ادارې هم د پیښې پخلی کړی او وايي چې لویدلې الوتکه سوداګریزه نه وه او دا چې دوی هم د پیښې د جزئیاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.