ولې راشد د افغانستان د کرېکټ خان دی؟

مسکا نیازی

529

“راشد د کرېکټ خان” د هغه کتاب نوم دی چې لیکوال، څېړونکي او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی.

د کتاب ټوله محتوا د کرېکټ د وتلي ستوري راشد خان په مسلکي ژوند او لاسته راوړنو څرخي.

محمد جعفر هاند د شنبې په ورځ (د مرغومې ۳۰مه) په اېکس ټولنیزې رسنۍ کې د یو پیغام په خپرولو سره د خپل کتاب “راشد د کرېکټ خان” د چاپیدو او خپریدو اعلان وکړ.

ښاغلي هاند له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وايي، چې کتاب د راشد خان په مسلکي ژوند راڅرخي. د کتاب ډېرې برخه د راشد خان د خولې خبرې دي.

ښاغلي هاند وايي: «راشد خان کله او څنګه کرېکټ شروع کړ؟ د افغانستان کرېکټ ته څنګه داخل شو؟ نړۍوال ستیج ته څنګه ورسېد؟ د هغه له ماشومتوبه نیولې تر دې دمه ټول موضوعات په دې کتاب کې راغلي دي.»

هاند زیاته کړه، چې دغه کتاب کې د راشد خان په اړه د هغه د روزونکو، د ملي لوبډلې د لوبغاړو، د راشد خپلې خبرې او د نړۍوالو مبصرینو د نظریاتو تر څنګ د ده خپل تحلیل او تجزیه هم شامله ده.

کتاب شاوخوا ۳۰۰ مخه دی او د دوه کلونو په لړ کې لیکل شوی دی.

ښاغلی هاند د “راشد د کرېکټ خان” له کتابه د یوې بیلګې په بیانولو سره داسې وايي: «مثلاً راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړی شو. دا چې ولې او څنګه راشد د لسیزې غوره لوبغاړی شو د نړۍوالو مبصرینو نظرونه مې هم راخیستي، خپله تحلیل او تجزیه مې هم راخیستې بیا مې په دې اړه د راشد خان خبرې هم راخیستي.»

ولي راشد خان؟

ښاغلی هاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې راشد د کرکټ خان دی؟‌ وايي: «راشد د کرېکټ خان په دې خاطر دی چې راشد خان د افغانستان د کرېکت یو نایابه لوبغاړی دی، د لسیزې غوره لوبغاړی دی او د دنیا هر کرېکټ لیګ غواړي چې راشد ورته ولوبیږي. د ده له راتګ وروسته د افغانستان د کرېکټ بڼه بدله شوه. تر ټولو مهمه دا چې راشد په هېواد کې ډېرو ځوانانو ته له وطن سره د مینې انګیزه ورکړه.»

هاند زیاته کړه، چې راشد خان د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې مهمه څېره ده او موږ باید خپلې څېرې او تاریخونه هېر نه کړو، باید وې لیکو او د تاریخ په حافظه کې یې ژوندي وساتو.

هغه د دې کتاب د لیکلو د اړتیا په اړه وایي: « موږ باید خپل تاریخونه په خپله ولیکو، نسبت دې ته چې یو بهرنۍ راشي د خپل روایت په اساس زموږ تاریخ موږ ته بیان کړي. موږ باید خپل تاریخ د حقیقت له مخې او د خپل روایت له مخې ولیکو.»

ښاغلي جعفر هاند درې کاله مخکې “درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرېکټ تاریخ” په نوم یو کتاب هم لیکلی و. په دغه کتاب کې په افغانستان او نړۍ د کرېکټ د تاریخ او او اوسني وضعيت په اړه لیکل شوی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.