(….غواړم)

متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

152
ای الله! ستا په مینه عبادت کښې همت غواړم
ستا د امین رسول محمد ص، محبت غواړم
ستا د قرآن پښتو معنا صلات فجر وخت کې
صحیح احادیث د نبي ص، په جماعت غواړم
ادکۍ مور و پښو ته پریوځم عفو بخشش وغواړم
د شهید پلار نیمګړي عُمُر ته زیارت غواړم
کور او کهول کې خوشحالئ او لورَوءنې وي نور
له کورودانې او اولاد سره الفت غواړم
د ژوند ملګرې نه مې هر وخت مقابل احترام
پر زوی او لوور لمسي لمسۍ ډیر شفقت غواړم
له اقاربو او دوستانو نه صله ءِ رحمي
له کلیوالو نړۍ والو انسانیت غواړم
د ښار او کلیو ژوندونونه  سره ور نیژدې کړې!!
حجرو، جماتو، مکتبو کې مدنیت غواړم
مغزو کې وي مثبت فکرونه اوپه زړونو کې تقوا
علمونه، عصړي پوهي خوځښت حرکت غواړم
وړو، زړو ته ښې خبرې، سفرونه، لوبې
ځوانانو ته مټې تکړه، زیار او زحمت غواړم
ساپیه! صبر کړه حمید اله زړور وايي:
هیواد به جوړشي؛ دم قدم کې جدیت غواړم
خدایه!  لاسونه د دعا درته لپه کوءمه
و ظالمانو ته سزا؛ مظلوم ته حقانیت غواړم
دا د پنجاب او اسراییل ظالمان ټول قصاص کړې!!
بلوڅ، وزیر… او غزه والو ته جنت غواړم/وو!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.