دار منظور، ځنځير منظور دی

زهیر باچا

227
دار منظور، ځنځير منظور دی
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دار منظور، ځنځير منظور دی
هر یو ویښ ضمیر منظور دی
اقتدا يې پسې کړې
د سرتېرو غورځنګانو
روڼ ضمیر امیر منظور دی
د مقتل په دروازو کي۔۔۔ د زندان تورو کوټو کي
د وحشت خوني پنجو کي۔۔۔ یوه چغه را رسیږي
مړه بڅري لمبه کیږي۔۔۔۔ د پيړیو رټل سوي
د درانه خوبه ویښيږي
د منصور کیسه سړه سوه۔۔۔۔منظوري ناره تازه سوه
د دې دور دغه تقدیر دی
د دوی دور دغه تحریر دی
اقتدا يې پسې کړې
د سرتېرو غورځنګانو
روڼ ضمیر امیر منظور دی
ته! به کوم کوم دار ته یوسې۔۔۔ دلته هر یاغي منظور دی
د بیده پښتون اواز سو۔۔۔ هم د لر سو، هم د بر سو
یاغي سوې چغه پورته۔۔۔ د ”خیبر“ د زیږو پرښو
د ” سپين غر“ واوري لمبې سوې۔۔۔ په ” چونغر“ کې ازانګې سوې
په ” ګوربت“ کې زلزلې سوې
لړزېدلی بیا ” پامیر دی
اقتدا يې پسې کړې
د سرتېرو غورځنګانو
روڼ ضمیر امیر منظور دی
د دې دور ” خوشحال خان“ ۔۔۔ ”تور فرنګ“ سره په جنګ دی
پولادي هوډ يې دی کړی
کلک ولاړ د قام په ننګ دی
يو څادر دی، سره خولۍ ده ۔۔۔ ” باچا خان“ غوندي ملنګ دی
د ” ایپي“ په نغري کي۔۔۔ د ” روښان“ سکروټي پاشي
” پونده“ د رمې شپون سو۔۔۔ هم بهیر سو هم یې یون سو
د دې نوی دور یزید يې
اخته کړی په لوی ویر دی
اقتدا يې پسې کړې
د سرتېرو غورځنګانو
روڼ ضمیر امیر منظور دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.