شهید ارمان لوڼی

لیک: زهیر باچا

262

دا چي سرې پانسۍ ته هسک سو، سر د نر پښتون ارمان وو
ارمان ننګ د قام منلی، ارمان جنګ د قام ګټلی
د کابل زخم دودیږي، پښتونخوا کي اضطراب دی

د شهید ارمان لوڼي پنځم تلین په داسي وخت کي لمانځو چي په پښتونخوا وطن کي جنازې دي، هدفي وژني او د فاشسټ ریاست وهل او نیول دي۔۔۔۔
کله چي افغانستان نه و اشغال سوی نو د ملتان تابوتان او کفنونه به لوی وطن ته روان وو۔۔۔
دښمن ډېر چالاک هم زیات مکار دی یوار مي وژني بیا د تابوتونو او کفنونو تجارت هم راباندي راکوي۔۔۔
مړ هم زه او پړ هم زه، د پنجاب زبرځواګان وایي” ہمارا ایک صوبہ اس وقت حالت جنگ میں ھے“ نو دا د جنګ حالت خو هم تاسو جوړ کړی دی۔۔۔
دا ترهګر او ترهګرۍ تر شاه خو تاسو او ستاسو ادارې ولاړي دي او چي کله دا ترهګر او د ترهګرۍ نرسرۍ پي۔ ټي۔ ایم۔ درته په ګوته کوي نو تاسي یې ملګري ورک وکړي، په سرو کي په ګولۍ ووهلی، پر سړک يې وغورځوی یا يې تر ډېره په زندانو او ټعارچر سیلونو کي ساتی۔۔۔
شهید ارمان لوڼي خو د بوري د پولیسو د مظلومیت ناره پورته کړه، د هغو لپاره يې انصاف غوښتو، د بې ګناه پښتنو شهیدانو سرو وینو ته يې د احتجاج ژبه ورکړه۔۔۔
د فاشسټ ریاست دوه مخیزه تګلاره جوړه د پښتنو لپاره هم داسي ده چي پښتون به په پښتون وژني او مرګ به يې قبایلي دښمني یا طبعي نوموي۔۔۔
پېښور کې د پولیس لین په مسجد کي هغه څه وکړل چي په کابل کې د وزیر اکبر خان په مسجد کي وکړل یا يې د کارتې سې په مسجدونو کي وکړل محراب او مقتدیان يې یو رنګ په وینو ډوب کړل ۔۔۔۔
دا نن د شهید ارمان د مبارزې ثمره ده چي ځوانان په ډېر جرات مزاحمت د استبداد او پوځي رژیم په مقابل کي مزاحمت ګړندی ساتلی دی۔۔۔۔
د شهید ارمان سره وفا کول به هم دا وي چي افکار، او مبارزه يې عملي کړو، او مرام يې د هر مظلوم او ځورېدلي پښتون تر نغري ورسول سي۔۔۔
د شهید ارمان په نوم هیڅ یو داسي حرکت ونسي چي خلګ بدګمانه او د ارمان سپېڅلې روح ورباندي شرمنده سي۔۔۔۔
د ارمان د شخصیت په سوري کي خپل قد غټول او د ارمان قد را ټيټول په اصل کي پر خپل شخصیت جلبه راکښل دي۔۔۔
شهید ارمان په دا وروستیو شپو کي د اکاډمیسن ابراهیم عطايي” پښتونستان د حق خوداریت په رڼا کي“ کتاب تر لوستولو وروسته د پښتونستان په اړه به اکثر پوښتني کولې هم به يې پلټني لاکن د ولي خان ” باچا خان او خدایي خدمتګار تحریک“ تر لوستلو وروسته يې د پښتونستان برعکس د احمد شاهي جغرافیا خبره په شدت سره تکراروله هم دا علت وو چي د سیاسي فعالیت محور یې یوازي پي۔ ټي۔ ایم۔ وګرځوی۔۔۔
د پي۔ټي۔ ایم۔ عملي مبارزې شهید ارمان لوڼی دومره مصروف وساتی چي ادبي کارونو ته يې کلکه ضربه ورسېده۔۔۔
په کار وو د شهید ارمان ادبي کار او زیار تر خلګو رسېدلی وای خو تر اوسه داسي څه نه دي سوي۔۔۔
یقینا د شهید ارمان نژدې ملګري به دا احساسوي هم به زیات په ځوریږي، کوم څوک چي ارمان پېژني او د نژدې ورسره بلد وو هغوی له حیرانتیا چوپ دي او کوم چا چي ارمان نه پېژندلی و او نه به يې وپېژني هغوی د شهید ارمان په اړه بې مقصده خرافات بادوي.
څه ډول چي له دې حقیقته سترګي پټولی نسو چي شهید ارمان په مرګ ډېر لوی انسان سو هم يې د ملي شهید افتخار په برخه سو۔۔۔
هم دا ډول به د پښتانه د هره کوره یو، یو ارمان راوزي چي دا د ارمان مبارزه وه او تر اوسمهاله لا توده ده۔۔۔۔
شهید ارمان د اجتماعي فکر او مترقي سوچ څښتن وو، شهید ارمان د پښتنو میرمنو وروسته پاتوالي او ټولنیزو ناخوالو سخت ځورولو او د پښتنو میرمنو د حقوقو کلک طرفدار وو، د ژوند په چارو کې د نارینوو سره برابري ورته غوښته او په عمل کې ثابته کړې هم ده۔۔۔
د پښتانه مترقي لیکوال ښځينه څانګه يې څرګند ثبوت وو،وروسته زموږ د انانیت لکبله د منځه ولاړه۔۔۔۔
دا د پښتنو فطرت که په سخته کي ورسره ودریږې نو په سخته کي درسره دریږي۔۔۔
تاریخ به دا هم ولیکي چي د پښتنو د مزاحمتي تحریک یو ځوان او اتل رهبر د پنجاب په زندانو کي د ضمیر قیدي وو، لاکن جمهوریت غوښتونکو او پښتنو ملت پالو يې په اړه د تش مذمت کولو جرات هم د فاشسټ ریاست د زبرځواکانو له ډاره کولی نسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.