د افغانستان سوړ ژمی او اقتصادي ستونزې؛ جان محمد: ځینې متقاعدین ان سوال کولو ته مجبوره شوي

86
د متقاعدينو د اعتراض يو پخوانی انځور

ازادي رادیو

په افغانستان کې یو شمېر متقاعدین په سوړ ژمي کې د خپلو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه شکایت کوي.

په افغانستان کې یو شمېر متقاعدین وايي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو توان نه لري.

یو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې یې خپل د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي او سره له دې چې په وار وار یې بېلابېلو طالب چارواکو ته مراجعه او شکایتونه کړي، خو بیا هم د دوی ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې.

د دوی له ډلې طاهر ظفري وايي، د ژمي په راتلو سره یې ستونزې دوه برابره شوي او د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې د پورونو له لارې پوره کوي.

ظفري وویل: “ډېرو ستونزو سره مخ یوو. موږ بې کوره خلک یوو. د کور کرایه زموږ له خوړو نه اړینه ده چې څښتن یې رانه غواړي. ناروغۍ، د بچیانو لپاره خواړه او کاليو لپاره، خو بلکل امکانات نه شته. لرګي نه لرو، د سون توكي، خو اصلاً نه‌شته. په کور کې مو ان فرش نه‌شته، څه چې و خرڅ مو کړل.”

جان محمد وايي: د متقاعدینو وضعیت ډېر خراب دی. اقتصادي ستونزې دي. په دې ژمي کې نه ډوډۍ لري، نه جامې لري، ډېریو کورونه خرڅ کړل اوس نه کورونه لري.

یو بل متقاعد او د ختیځ زون د متقاعدینو مسوول جان‌ محمد ازادي راډيو ته وویل: “تر اوسه مو خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي، د متقاعدینو وضعیت ډېر خراب دی. اقتصادي ستونزې دي. په دې ژمي کې نه ډوډۍ لري، نه جامې لري، ډېریو کورونه خرڅ کړل اوس نه کورونه لري، نه د سون توکي. یو شمېر یې ان سوال کولو ته مجبوره شول.”

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګر وايي د تقاعد موضوع ‌ډېره پیچلې شوې او که د متقاعدینو وضعیت ته پاملرنه ونه شي یو انساني ناورین به رامنځته شي.

سنګر ازادي راډيو ته وویل: “هوا سړه ده، درې کاله کېږي حقوق یې نه دي ورکړل شوي، دوی ان د ناورغۍ او روغتون لپاره پیسې نه‌لري. که اسلامي امارت دوی ته پاملرنه ونه کړي یو لوی انساني ناورین به رامنځته شي.”

د سنګر د معالوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې د متقاعدینو شمېر شاوخوا ۱۷۰ زرو ته رسېږي.

دا چې د متقاعدینو حقوق به کله ورکړل شي، په دې اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو څه باندې یوه میاشت وړاندې یې د بي بي سي د ایکس‌پاڼې په یوه سپېس کې ادعا کړې وه چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې قانون تعديل شوى، ډېر ژر به د عدليې وزارت له‌خوا نافذ او د دوى حقوق به ورکړل شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د تقاعد حقوق هغو پیسو ته ویل کېږي چې هر پخوانی کارکوونکی یې د تقاعد وروسته مستحق ګرځي، خو دا پیسې کال په کال دوی ته ورکول کېږي.

له مړینې وروسته هماغه پیسې د متقاعد کس مېرمن او که تقاعد شوی کس ښځه وي، خاوند ته یې ورکول کېږي، خو د دواړو د مړینې په صورت کې اولادونه یوازې تر اتلس کلنۍ پورې د دوی د تقاعدۍ د اخیستلو مستحق ګڼل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.