د یوه جنګي سر تیری د پند نه ډکه یوه کیسه

260

نن مجبوره شوم ، چی د دښمن په یوه سر تیری باندی ډز وکړم ،کله چي پرمځکه راوغوځیدی ،نو د خپل د ښځي نوم یی واخیست او څو ځلي یی ږغ وکړ ماریا ،ماریا او زما د سترګو وړاندی یي ساه ورکړه ، یوه غاړکی یی په غاړه کې ځړیدلي وه ، چی د یوی ښځي او یوی ماشومی عکس په کې وو ، او په قوی ګمان سره چی همدا ماریا وه ، د ده ماینه یا ښخه ،باور وکړه چي د ځانه څخه می نور بد راغي ، او د جنګه څخه می ډیره کرکه، اګرکه ډیر ځله به ما کوښښ کاوه چي د دښمن خپه په نښه کړم .او هغه هم په دي منظور چې دښمن زما د تعقیب څخه لاس واخلي ،خپلي اوچتي انساني همدردۍ او زړه سوانده دا اجازه نه راکوله ،چي انسان ووژنم ،او دا ځما عادت وو، چي هر کله به می دښمن د خپي له خوا ټپي کړ ، خو له بده مرغه څرنګه چي ما د دي سر تیری خپه په نښه کړه ، هغه نا څاپه سر ټیټ کړ او مرمۍ د ده په سینه ولګیده ،اوس به نو د هغي دا وړه ماریا  څومره د دي انتظار وباسي ،او د ده ماریا به څومره شالونه او ګرمی جامی اوبدی ،او پلوری تر څو خپله ګذاره پری وکړي ، په دي تمه چي یوه ورځ به یی څښتن د جګړي څخه بیرته راوګرځي ، ماریا بیچاره به په دي هم نه پوهیږي:

چي د ده څښتن د باران د لاندی د آخری ځل له پاره د ده نوم په خوله واخیست، د بشر بد ترینه فکر اوتصور جنګ دی ، ما په خپل ماشومتوب کې دا فکر کاوه ، چي مګر دا انسانان مجبور دی چی سره و جنګيږی؟ او اوس ګورم هوکي ځیني وخت مجبور دي ، ځکه هغوی چي د جنګ دستور ورکوی، د باران، چقړو، خټو، یخنیو، ولږه، او بی خوبیو د ستم لاندی نه دي، او د مرمیو د بارانه څخه هم بچ دي، او د ماریا د شنو سترګو د لیدو په آرمان نه مري. هغوی په خپل ګرمو کورونو کې په پستو فرشونواو بالښتونو ډډه لګولي وي، او حلقه حلقه د سګروټو دودونه هوا ته غورځوی ،کاشکي می خپله سلاح یا وسله د هغه کسانو و سیني ته نیولي وای، هغوی چي په خپل ګرمو کورونو کې ناست وي ، او ماشومان یي په لویو ،پراخوحوضونو کې لامبي او د نیا د ټولو نعمتونو څخه برخورداره وي ،او هغوی په ډیر قیمتي قلم ، لکه د ماریا په شان د زرګونوماریا ګانو د څښتنانو د مرګ حکم لاسلیک کوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.