د طالبانو حکومت دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه کې ګډون نه کوي

بی بی سی پښتو

151

د عکس سرچینه ،GETTY IMAGES

په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې دوی د ملګرو ملتونو لخوا روانه اونۍ (سبا او بل سبا) دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکي غونډه کې ګډون نه کوي.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت نن شنبه (د فبرورۍ ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه وزارت “ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې، که اسلامي امارت د یواځيني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي، نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې‌نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.”

په اعلامیه کې زیاته شوې “که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.”

دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دا ځانګړې غونډه د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹مه جوړېږي او د افغانستان د ګاونډیو، امریکا او روسیې په ګډون د شاوخوا شلو هېوادونو استازي وربلل شوي دي.

دا د خپلې بڼې دویمه ناسته ده چې مشري یې هم پخپله د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېريش کوي. د دې لړۍ لومړۍ غونده د تېر ۲۰۲۳ کال د مۍ په لومړیو کې جوړه شوې وه، خو طالبان نه وو وربلل شوی.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت خپله اعلامیه کې هغې غونډې ته په اشارې ویلي، “د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ښاغلي انتوني ګوتېریش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای.”

طالبان وايي‌ د سیمې له هېوادونو سره د دوی تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله چې “که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي.”

کابل
د عکس تشریح،

د ملګرو متلونو تېره ناسته د ‘شرق وېلېج’ په نوم هوټل کې جوړه شوې وه

طالبان په داسې حال کې د دوحې ناسته کې “د یوازني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب” پر خپل ګډون ټینګار کړی، چې تر اوسه د دې ناستې د نورو افغان برخه والو لیست نه دی ډاګیز شوی، خو اټکل دا دی چې یو شمېر ښځې او مدني فعالان به هم وربلل شوي وي.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو د دې غونډې په درشل کې له افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ یو رپوټ هم خپور کړی چې وایي ډېری افغان مېرمنې فکر کوي د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل به پر دوی محدودیتونه لا سخت کړي.

دا رپوټ د یوناما، د ملګرو ملتونو د ښځو څانکې او د کډوالۍ نړیوال سازمان “ای او اېم” لخوا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۴۵ ښځو سره د انلاین او حضوري خبرو پر بنسټ چمتو شوی.‌

په رپوټ کې راغلي چې طالب وسله والو په عامه ځایونو کې د مېرمنو ځورول ډېر کړي دي.

خو د طالبانو حکومت دا رپوټ رد کړی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد دا د یوناما او بهر مېشتو کړیو پروپاګند بللي دي.

هغه ویلي، “له بده مرغه خپله یوناما او د پروپاګند نورې برخې خلکو ته اندېښنې پيدا کوي، په عمل کې هېڅ داسې څه نشته، تاسو خپله لیدلی شی چې موږ هیڅ بله ورځ څوک نه دي نیولي او نه هم کوم پولیس دې کار ته ګومارل شوي چې ښځې ونیسي، بیا له بده مرغه بهر کې کړۍ چې د افغانستان په ضد د پروپاګند دنده لري، دا ډول پيښې لویوي او د خلکو په ویرولو کې خپله لاس لري.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.