سیاسي فلسفه سیاست د سیالانو لوبه

 انجنیر زلمی نصرت

458

(سیاسي فلسفه، سیاست د سیالانو لوبه) یو سیاسي، تاریخي،  ټولنیز او یو ژور فلسفي تحقیقاتي اثر دی چې داکتر سید شیر آقا حرکت هغه په ۳۶۸ موخو کې قابل د فهم په خورا لوړه سطحه ایجاد او لیکلي دي.

 دغه مهم سیاسي فلسفي اثر د خدای بخښلي داکتر سید شیر آقا حرکت د زوی ښاغلي سید اباسین حرکت له خوا ما ته را ورسید.

 د هر څه د مخه د هغه څخه مننه کوم٬ چې داسي یو نایابه او گران بها اثر یې راته ډالۍ کړ.

پوهیږم چې د دغه علمي٬ سیاسي٬ فلسفي اثر په اړوند نظر ورکول او د هغه نقد کول د مسلکي کسانو دنده ده٬ چې ژورحقوقي٬ سیاسي او ټولنیز پوهه ولري٬ ټولنه ـ ځان او جهان وپیژني.

شاید د نهضتونو د پرلپسي د ناکامیو یو دلیل هم دا داوي٬ چې افغان سیاسیون له حد او اندازې څخه زیات په پردیو تکیه او باور کوي نظر خپلو ته٬ چې پایله یې د ترکاڼ او د بیزو مامله شي.

داکتر سید شیرآقا حرکت د لوی فلسفي شاعر رحمان بابا د لاندې بیت په اړه٬ چې متقابل مسولیتونه روښانه کوي٬ هم ژور تحلیل لري:

دلته دم او قدم دواړه په حساب دي

پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه

رحمان بابا

  په دغه اثر کې د ټولنې سیاسي او حقوقي مناسباتو پر فلسفي اړخونه جدي بحث او څیړنې شوي او دغه مساله یې هم څیړلې ده٬ چې مونږ یو تعداد ولې دومره بې وسه او بې ننگه شوې یو٬ چې پردي گټې پر خپلو گټو بره گڼو او پردي زموږ په ملک کې دخپلو ناروا اعمالو د پلې کولو جرآت کوي.؟

په یاد اثر کې د ملي گټو په نظر کې نیولو سره د سولې  او د گفتمان د فرهنگ ترویج او نهادینه کولولاري٬ چاري او لارښوونې او وړاندیزونه په لومړي قدم کې د افغانانو تر منځ په نښه شوي٬ چې سیاست وال٬ دولتونه٬ ولسونه٬ گوندونه او منفرد کسان دې څنگه خپل ذات البیني ستونزي سره حل او د سیالیو په ډگر کې د سالم رقابت پر اصولو ودریږي او پرې عمل وکړي.کنه ټولنیز نظام شلیږي٬ د ټولنې توازون له منځه ځي٬ د سیالې ټولنې جوړیدل ناممکنه او سیاستوال هم  ناکامه٬ بدنامه٬ رسوا او ذلیل کیږي.همدارنگه ملي او موضيعي ارزشونه که د بین المللي معیارونو سیال او ور سره برابر نه وي٬ د ارزش وړ نه دي. که څوک د داسې معیارونو سره د لوبې میدان ته ورځي٬ حتمن به یې بایلي. لکه چپیان٬ جهادیان او لیبرال دیموکراتان.د تیرو حکومتونو مثبت او منفي درسونه او معیارونه اوس طالبانو پورې ارتباط نیسي٬ چې د جهان سره څنگه تعامل او سیالي کوي؟.

داکتر سید شیر آقا حرکت په کال ۱۳۵۷ کې د کابل ښاروال په توگه وگمارل شو.لومړی کار یې د کابل ښار ماستر پلان تکمیلول او قانوني کول و.هغه به ویل:

د کابل ښار بې مفهومه پراختیا باید د ۲۱ پیړۍ په ایکالوجیکي فاجعه بدله نشي!!!

په خواشینی سره٬ چې د جهادیانو او د غربیانو په موجودیت د جمهوریت په شل کلنه خود سره او بې قانونه دوره کې کابل ښار د ۲۱ پیړۍ په فاجعه بدل شو، چې معیاری کول یې غټ لگښت او بودجه غواړي.

داکتر سید شیر آقا حرکت د شاهی نظام په جمهوري نظام د بدلیدو په سیاسي بدلون کې فعاله ونډه لرله.

په دې اثر کې د هغه د سترگو لیدلي حالات٬ لید لوري او خاطرې د افغانستان د سیاسي حالاتو په اړوند آن د هغه تر مړینې ( کال ۲۰۲۳)  پورې هم لوستلای شو.

هغه ( ۲۰۰۴ ام میلادې کال) کې د افغانستان په باب د علمي٬ فرهنگي٬ سیاسي او فلسفي مسایلو د رسولو په موخه د خپلو افکارو٬ مرامونو د خپرولو په غرض یې د ٫٫ حرکت٬٬  په نوم دوه میاشتنی اخبار تاسیس او د جرمني له ایسن ښار څخه یې خپور کړ.

هغه په دې هلکه داسې وایې:

(…  په دې ورستیو وختو کې په افغانستان او د هغه د باندې ډیرې خپرونې خپریږي. هغه څوک چې په ایمانداری سره دغه کار سر ته رسوي٬ مونږ یې هر کلی کوو. ددغه خپرونو په سرخطو کې معمولآ لیکل کیږي: بې طرفه٬ آزاده٬ مستقله٬ ملي٬ اسلامي او داسي نور.

موږ ټولې دغه پدیدې نسبي گڼو٬ ځکه د لومړي ورځې څخه وایو چې موږ هیڅکله بې طرفه نه یو. موږ ټاکلی او مشخص هدف٬ طرف او ارمان لرو. زموږ طرف د هر څه د مخه زموږ گران هیواد افغانستان دی٬ افغان اولس٬ د هغوی ملي گټې٬ منلي رسوم٬  عنعنات٬ عقاید او مقدسات او وروسته له هغه بین المللي او عام انساني تعلقات او تعهدات دي٬ چې په پوره ایمانداری سره د هغې پلوي او دفاع کوو او نور به هم دې کار ته اړ باسو..)

٫٫ حرکت٬٬ د اشغال مخالف او د هغه ضد و٬ په دې مورد کې هم  د روسانو٬ ناټو او امریکایانو د يرغل په اړه د واقعیتونو پر بنیاد جدې تحلیلي مسایل او فاکتونه لوستلای شو.
نیکلای استراوسکې چې د ( پولاد څنگه کلک شو ) ناول سره شهرت پیدا کړ٬ داسي وایې:

 انسانان د خپل ژوند په ورستیو شیبو کې٬ خپلو تیرو ته ځغلنده نظر اچوي٬ چې څه یې کړي او له هغه نه کوم څه پاتې دي او کنه!.

 کال ۲۰۲۴ میلادې د فبروری د میاشتی  په ۱۵ نیټه ښاغلي جنرال ذبیح الله زیارمل چې یو مدت تر یو چتر لاندې د داکتر سید شیر آقا حرکت سره کاري معرفت درلود٬ د هغه په مورد کې راته  داسې وویل:

داکتر سید شیر آقا حرکت صاحب د قلم٬ صاحب د مطالعې با سواده٬ با سویه علمي٬ فرهنگي٬ سیاسي او یو فعال اکادمیک پلټونکی او څیړونکی شخص و.

پاک لاس او نفس یې درلود او د نیکو او ښو اخلاقاقو خاوند و.

د داکتر سید شیر آقا حرکت د ژوند او نورو اثارو په باره کې ( د تللو د یادونو)  د مقالو په ټولگه کې اړین معلومات خپاره شوي دي.

 زه باور لرم٬ که دغه اثر زموږ د هیواد نور پوهان او مسلکي کسان تر لاسه او ولولي٬ هغوي هڅوي٬ چې په خپلو تخصصي٬ مسلکي او علمي ساحو کې ورته اثار ایجاد او هیوادوالو ته وړاندي کړي.او باور لرم٬ چې  دا شان اثار د ځوان او ملي مبارزو د لارې مشعل گرځیدلای شي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.